افغانستان

طالبانو د بغلان دهنه غوري او د تخار بهارک ولسوالۍ نیولي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): له یوې اونۍ مسلسلو نښتو وروسته طالبانو نن د جمعې په ورځ د بغلان دهنه غوري او تخار بهارک ولسوالۍ نیولي او لسګونه مسلح عسکر ورته تسلیم شوي دي.
په شمال کې د ۲۱۷ پامیر قول  اردو مطبوعاتي دفتر ویاند وايي، د اکمالاتو د نه رسېدو  او عسکرو د «اغیزناک» استعمال په وجه یې د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ مرکز له خپل اصلي ځای څخه نقل کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ددې خبر په تایید سره ویلي، چې په دهنه غوري ولسوالۍ کې یې له دولتي عسکرو څخه ۳ ټانګونه، یو رینجر او ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
په یوه جلا ټویټ کې نن مازدیګر ناوخته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د تخار ولایت بهارک ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی دی.

مجاهد دغه راز ویلي، چې په ولسوالۍ کې کلابند ۸۰ تنه عسکر له خپلو ټولو وسلو او مهماتو سره ورته تسلیم شوي دي.

باید وویل شي چې د بغلان دهنه غوري او تخار بهارک ولسوالۍ له تیرې یوې اونۍ راپدېخوا د طالبانو لخوا کلابندې وې، چې د سختو نښتو پایله کې دغه دواړه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته پرېوتلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دکتور مجاهد

نصر من الله و فتح قریب
د الله ج نصرت په رارسیدو فتح نزدی کیږی
دا د الله ج زمنه ده د دجال ژمنه نه ده د دجال ژمنه خو شل کاله وه چه دجال وتشتید نصرتونه یی هم ودریدل

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x