شعـــــرونه

جنتي ښکلا/ زهاد

تپاند زهاد

زخم ګنډم د مینې تار را کړه جانانه زما
د جنتي حسن دیدار راکړه جانانه زما

بيچاره زړه مې ستا د حسن په درګاه کې پروت دی
درمل د عِشق په کرار راکړه جانانه زما

د هجر غشي پورې اُرې مې له زړه وتلي
د وصالونو روڼ سهار راکړه جانانه زما

بې لتا ژوند مې بې معنی دی د زړه سره زما
د مینې لاس دې په تلوار راکړه جانانه زما

د ګناهګارو اوښکو څاڅکي مې لمن کې اُوري
د محبت معدن ته لار راکړه جانانه زما

د جنتي ښکلا خاونده زړونه ټول درمات دي
باچا د ښکلو نوبهار راکړه جانانه زما

تپاند زُهاد دې جنتي ښکلا ته و دودیږم
د شفاعت جام دې په وار راکړه جانانه زما

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x