ټولنیزه برخه

هغه پنځه حقايق چې د خپلو ماشومانو ښه روزنه کې د برياليتوب لامل کيږي

ژباړه: حماد هلال

د ماشوم روزنه (تربیه) د ښه چلند ور زده کول او د بد چلند مخنیوي دی. والدین باید د خپل ماشوم ځانګړنو په پېژندلو سره هغې ته د تربیې غوره لاره وټاکي.

موږ به کله یو څوک لیدل وي، چې په خپلې مور وار کوي، دا یوازې یو وار ندی، دا په دې مانا ده، چې زه له تاسو کرکه لرم او غواړم تاسو ته ضرر ورسوم، دا ډېره دردوونکې ده. ایا دې ماشوم ښه روزنې نده اخیستې، یا که والدین ندي بریالي شوي چې خپل بچی سم وروزي؟.

حقیقت دا دی، ماشومان له هغه څه چې موږ یې وایو ډېر هغه څه زده کوي، چې موږ یې ترسره کوو، نو د دې څخه په درک بد والدین د ماشوم په بد چلند کې دخیل دي، امکان لري، د دې وخت رسیدلی اوسي، هغه والدین چې دا ستونزه لري، هغه څه ته چې ارواپوهان د بچیانو سالمې روزنې په اړه وایي غوږ کېږدي، لکه د هارورډ پوهنتون ارواپوهان، تاسو به دا تګلارې په دې لیکنه کې زده کړئ.

۱ ـ ماشوم ډېر وخت ورکولو ته اړتیا لري:
ماشومان والدینو ته ډېره اړتیا لري، نه ساتوونکو او پيسو ته. هیڅ شی، ډالۍ یا د لوبو اسباب نشي کولی، چې ستاسو په ځای ستاسو د وخت ځای ناستی شي. امکان لري هغوی سره له جسمي اړخه شتون ولرئ، خو که تاسو خپل ټلیفون کې مصروف یاست دا هغه ته د وخت ورکولو په مانا نده.

څنګه کولی شې خپل وخت هغوی ته ځانګړی کړې؟ هغه څه ته غوږ کېښودل چې هغوی وايي، هغوی سره خبرې او یو بل سره د ګډو کارونو ترسره کول، دا په ژوند کې د ستر بدلون لامل ګرځي.

یو کتاب ولولئ، هغوی سره لوبې وکړئ یا یو بل سره چکر ته لاړ شئ. په یاد ولرئ، که غواړئ په راتلوونکې وخت کې د هغه په یاد اوسې نو هڅه وکړه، چې نن د هغه په ژوند کې اوسې.

۲ – د بچیانو سالمې روزنې لپاره باید د هغوی ښه ایډیال اوسې:
شينچي سوزوکي وايي: ماشومان مسکا له مور او پلار څخه زده کوي. د تېروتنې منل، مننه کول، نورو ته درناوی او د ښه شخصیت لرل دا ټول له تاسو زده کوي. د ښو عادتونو تمرین د بچیانو په مخ کې د دې لامل ګرځي چې هغوی ښه چلند وکړي، دلیل یې دا دی، چې مڼه له ونې لرې نه غورځي.

۳ – د مسؤلیت منلو سره د ماشومانو سالمه روزنه:
د مسولیت منلو زده کړه په کور کې پیل کېږي، په کم عمر کې تاسو کولی شئ، لږ لږ مسؤلیت له ساده طریقو لکه، د لوبو وسایلو ساتل او د خپل خوب ځای ټولول ور زده کړئ. هغوی ته یادونه وکړئ، چې د نورو احساسات هم مهم دي، یوازې خوشاله اوسیدل مهم ندي، دا مهمه ده چې په سخت حالت کې کار سم ترسره کړي.

۴ – زده کړئ، چې باید ستاینه وکړئ، ترڅو ماشومان ښه وروزئ:
لکه د هر څه په څېر، افراط تل مطلوبه پایله نلري. د هارورډ پوهنتون ارواپوهان وایي، مهمه ده هغه وخت چې ماشومان ښه کار ترسره کوي باید ستاینه یې وشي، خو د دې لپاره ستاینه چې هغوی ښه کارونه ترسره کړي، دا به فقط هغوی ټمبل کړي، نو په دې اساس کله چې دوی په ناڅاپي ډول ښه کار ترسره کوي هغوی باید وستایل شي. خو دا ستاینه هم له حده ډېر مه ترسره کوئ.

۵ – د بچیانو په تربیه کې هڅه وکړئ، چې ټولو ته ښه پاملرنه وکړئ:
دیو علمي څېړنې په بنسټ، ماشومانو ته خپلې کورنۍ او ملګرو سره عادت کول طبیعي ده، مګر د ښو ماشومانو والدین، هغوی سره مرسته کوي، ترڅو هغه کسانو سره چې دوی ورته اړتیا لري، ډېره پاملرنه ورسره وکړي. تاسو کولی شئ، هغوی وهڅوئ، ترڅو ځان د نورو په ځای فرض کړي، یوازې دانه هغه څه چې هغوی لري، ډېر به یې مننندوی اوسي؛ بلکې همدردي به هم زده کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x