د سولې پروسه - ویډیو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانيستې اتمه کلیزه| تاریخي ورځ «ويډيو»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د کال ۲۰۱۳ جون میاشتې ۱۸ مه نیټه هغه تاریخي ورځ وه چې په افغانستان کې د اشغال پر وړاندي تر ۱۲ کلنې مبارزې وروسته طالبان یو ځل بیا وتوانیدل چې د نړۍ پر مخ د خپل سپین بیرغ سره را څرګند سي او د نړیوالو رسنیو پر مخ د افغانستان د ازادۍ لپاره خپله پالیسې اعلان کړي.

د سیاسي دفتر د خلاصون په دغه مراسمو کې نن ټکی اسیا ګډون کړی وو او د سیاسي دفتر دننه ماحول یې له نیژدو ولید او دغه تاریخ جوړونکي صحنې يې تر نړۍ ورسولې.

نن ټکی اسیا یوازینۍ رسنۍ وه چې د سیاسي دفتر په انګړ کې يې د سپین بیرغ پورته کېدو مراسم تر نړۍ ورسول.

په دغه ورځ طالبانو په دعا او ژړا د اشغال څخه د پاک ازاد افغانستان زیری ورکاوه..
طالبانو په خپلې اعلامیه او مرکو کې ټینګار کاوه چې دوی به لومړی د امریکا سره د هغو د ځواکونو پر ایستلو او بیا به د افغانانو سره د افغانستان پر راتلونکي خبري کوي..

د همدې ورځې په مناسبت نن ټکی اسیا یو ځل بیا د هغو تاریخي لمحو او تاریخي ورځې ارشیفي ویډیوګانې د خپلو کتونکو سره شریکه وي، چې ځیني يې د لومړي ځل لپاره نشریږي او دا څرګندوي چې طالبانو هغه ورځ څه جزبات لرل او څه یې غوښتل..

د اعلامیې په اړه د نورو جزئیاتو لپاره لاندي ادرس ته ورسئ:

د اعلاميې جزيات

د سولې دښمنان څوک دي:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x