ادبي لیکني

رسنیز ادب

احسان الله حمیدي

((رسنۍ د کلتور او ټولنې ساه ده، چې د ټولنې په جوړېدا کې پراخه ونډه لري او د وخت په تېرېدو سره رسنیو د ژوند هر اړخ تر خپل اغېز لاندې راوستی، اوسمهال؛ خو رسنۍ د ژوند یو اړین توکی ګنل کېږي او له همدې امله ورته د ټولنې ژباړونکي ویل کېږي او له رسنیو پرته انساني ژوند ناپوه، تیاره او بې خونده کېږي. ))

دا، چې رسنۍ په اوس عصر کې د ژوند یو اړین توکی کڼل کېږي؛ نو د رسنیز ادب ریاعت ضروري خبره ده.

مخکې له دې چې په رسنیز ادب بحث وکړو پکار ده، چې ادب وپېژنو.

ادب څه ته وایي؟

ادب په لغت کې تهذیب ته وایي او په اصطلاح کې ادب هغه پوهه ده، چې انسان په چارو، وینا او بیان کې له خطا او تېروتنو څخه ژغوري؛ ترڅو چارې یې په منطم او ښه بڼه پرمخ روان شي.

کله، چې د ژورنالېزم اهدافو ته نظر کوو، چې د تعلیم، رهبري، اطلاع ورکول، تفریح او تجارت څخه عبارت دي، چې د ژورنالېزم اخلاقي اصولو په رڼا کې د رسنیو له لارې په، چاپي، غږیز، انځوریز، او پرلیکه یا انلاین ډول د ټولنې تر مخ ږدي او ټولنه یې په اړه پریکړه کوي،چې کوچنۍ تېروتنه هم په رسنیو کې نه جبرانېدونکې خبره ده، دا، چې مو مخکې د ادب تعریف ولوست، چې لغوی معنا یې تهذیب او اصلاحي معنایې په چارو کې انسان له تېروتنو څخه ژغورل دي، که چېرته یوه راډیویي خپرونه په نظر کې ونیسو د یوه سکریپ له رویه ثبت کېږي او ورورسته له ثبت څخه یې سمونه یا ایډیټ ترسره کېږي؛ یعنې د خپرونې تېر وتنې لرې کوي او له دې وروسته یې خپروي، چې دا چاره په خپله رسنیز ادب نومولی شو په ورته بڼه چاپي، انځوریز، او انلاین رسنیو کې هم دغه چاره تر سره کېږي، چې دا عمل رسنۍ له هر ډول خطاوو څخه په امن کوي.

که چېرته له پامه وغورځول شي نه یوازې دا، چې رسنۍ به د مخاطبانو له غبرګون سره مخه شي؛ بلکې رسنۍ به زیان هم وویني.

پایله دا شوه، چې رسنیز ادب هغه ادب ته ویل کېږي، چې ټولې رسنیزې چارې له تېروتو څخه ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x