افغانستانسولې اړوند خبرونه

مخکښ سیاسیون له طالبانو سره د خبرو لپاره له کابله دوحې ته ځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو لړۍ یو ځلې بیا پيل شوې، یو شمېر مخکښ سیاسیون له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ځي، تر څو د اوربند او د سولې د اړوندو نورو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې پخوانی حکومت مشر «حامد کرزی»، د پخلایني عالي شورا رئیس «عبدالله عبدالله»، د پخلاینې عالي شورا مرستیال «بابر فرهمند»، د جمعیت غړی «یونس قانوني»، د سولې عالي شورا پخوانی رئیس «کریم خلیلي» او د اشرف غني سلاکار «اکرم خپلواک» دوحې ته ولاړ شي، تر څو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د سرچینې په وینا، ښایي یاد شوی پلاوی به د مذاکراتو د تسهیل، د اوربند د تامین، د مذاکراتو د پيلېدو لپاره د طالبانو په نیت د باوري کېدو او د جدي مذاکراتو د بیا پيلېدو په موضوعاتو د بحث لپاره قطر ته ځي، خو تر دې دمه یې سفر دوه ځلې ځنډېدلی او ممکن راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي.

د کابل پوهنتون ښوونکی او سیاسي فعال «فیض محمد ځلاند» وایي، ښایي پلاوی به د بین الافغاني مذاکراتو او ددې خبرو د تسهیل په اړه له طالبانو سره وغږېږي.

دوحې ته له کابله د یوه مخکښ پلاوي احتمالي سفر داسې مهال دی، چې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه له تېرو څو میاشتو راپدېخوا په ډېر ورو ډول روانه ده او د دواړو اړخونو له پرلپسې کتنو سره، سره د پام وړ لاسته راوړنې نه لري.

ورته مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم تر نیمایي زیاته بشپړه شوې او د هیواد په بېلابېلو برخو کې درنه جګړه روانه ده، چې له امله یې حکومت درانه تلفات ګاللي او لسګونه ولسوالۍ یې له لاسه وتلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

اوس نو طالبان منتظر دی چی د چینل لخوا ورته څه ویل کیږی چی آیا دی هیت سره خبری وکړی او یا کنه.

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
ايا دې سياسيونو چې د ملت او طالب په وينو يې لاسونه تر څنګلو رنګ دې ، او د خپل واک او اقتدار په اوږدو کې فرعونان وه ، د ملت په پيسو او غصب باندې قارونيان وګرځيدل ، کله هم اشرف غني او د هغه فاسد او ابوجهلې بانډ ته کومه ورځ دا تر غوږ ور تيره کړې ده ، چې واک پريږدې او د نور مرګ ژوبلې څخه لاس واخلې ،. ايا دې سياسيونو د اشرف غنې د کړو په اړه څو خبرې د هغه په مخالفت کې کړې دې .

,mujahid

زه نه پوهیږم دا عنوان ( مخکښ سیاسیون ) چا خوش کړی غلامانو ته مخکښ سیاسیونو نوم اخستل دغه اصطلاح ته سپکاوی دی دوی ته باید مخکښه غلامان یاد شی تاریخ کی موږ شاه شجاع او ټیم یی او کارمل او تیم یی کرزی و غنی او ټیمونه مخکښه غلامان تیر شوی نه مخکښه سیاسیون . څه یی کړی چه مخکښه سیاسیون دی هو که خلیلزاد ته مخکښه سیاسی وویل شی د منلو وړ ده او هغه هم د امریکایانو له خوا مخکښه سیاسی څیره یا د نظم نوین جهانی له خوا د افغانستان د ټولو بدمرغیو اصلی عامل خلیلزاد… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x