نړۍ

خیبرایجنسي کی ۳۴ مزدوران وتښتول شول

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۱) یوه پاکستاني انګریزي ورځپاڼي ډان نیوز خبرورکړی چي دخیبرپښتونخوا ایالت خیبرایجنسی له مختلفوسیمو څخه  نامالومو وسلوالو ۳۴ مزدوران وتښتول، راپورکی راغلي له لسو څخه زیاتو وسلوالو کسانو ۳۰ مزدوران په پاړه کی دسکرو له یوه کان څخه دکارپه وخت کی وتښتول.

اوهمدارنګه په بله ورته پیښه کی څلور مزدروان چي  دیوه سړک دبیا رغوني له يوه شرکت سره یی کارکاوو وتښتول، سرچیني وایی ټول تښتول شوی مزدوران وکوم نامالوم لور ته بیول شوی دي.

عیني شاهدان وايي له پیښي څخه وروسته دسیمي په خلګو کی ویره خوره شوي ده، ځکه دارنګه پیښي چي مزدوران دي دکار له ځایه څخه وتښتول شي په سیمه کي نوي رامنځ ته شوی دي.

پولیس دپیښي ځای ته رسیدلي دی سیمه یی کلابنده کړی ده، دپیښي پړه تراوسه پوري چاپرغاړه باندی نه ده اخیستي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x