
هلمند: په سرتېري برید کې د قومندان د ساتونکو په ګډون نهه پولیس وژل شوي
نن ټکی اسیا(دوشبنه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۳): نن غرمه مهال د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د نوي ټاکل شوي امنیه قومندان په موټریز کاروان سرتېري برید شوی دی، طالبانو ویلي چې برید د دوی ملګري کړی دی او پکې د قومندان د ساتونکو په ګډون نهه پولیس مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي چې د غه برید د لښکرګاه په شیشک سیمه کې هغه مهال وشو چې د هلمند د نوي امنیه قومندان ـ جمعه ګل همت ـ په ګډون د موټرو کاروان د تېرېدو په حال کې و.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پېښې پخلی کوي او وايي چې په برید کې یو پولیس مړ او پنځلس نور د ملکی وګړو په ګډون ټپیان دي.
طالبانو د برید مسوولیت منلی او وايي چې برید د دوی ملګري روزي محمد د هلمند ولایت اوسېدونکي د کرولا موټر په مرسته کړی دی .
د طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «ددې اتلوال بریدپه پایله کې ددښمن ۲ شوبلې په بشپړه توګه ویجاړ ي ۹ تنه اجیرپولیس او دقومندان ساتونکي ځای په ځای قتل او ګڼ شمېرنورسخت ژوبل شول.»
تراوسه پورې نه دولتي مسوولینو او نه هم طالبانو په پېښه کې د هلمند د امنیه قومندان د وضعیت په اړه څه ويلي دي.
ويل کېږي چې جنرال جمعه ګل همت خپلې دندې ته نوی راغلی دی او نوموړی څو ورځې وړاندې په دې تمه د جنرال عبدالقیوم باقي زوی پرځای وټاکل شو، چې د هلمند په شمالي سیمو کې جګړه به وګټي.
جمعه ګل همت نن سنګین ته په لاره و، چې له ورته پېښې سره مخ شو.
تر اوسه پورې کومې رسمي سرچینې د امنیه قومندان د روغتیا اړوند څه نه دی ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې اوس هم د هلمند ولایت په شمالي سیمو کې جګړه په شدت سره روانه ده، طالبان وايي چې د دوی ملګرو له پرون مازیګر راهیسې د سنګین په کنګ مانده سیمه کې جګړه روانه کړې ده، چې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده.
په ورته وخت کې د هلمند په مارجه، نادعلي، خانشین، نوزاد او موسی کلا کې هم د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.