افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله له اردوغان سره د افغان سولې او د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د پخلاینې  عالي شورا رئیس «عبدالله عبدالله» په ترکیه کې ددې هیواد له ولسمشر  «رجب طیب اردوغان» سره لیدلي او د افغان سولې او د هیواد د روان امنیتي وضعیت په اړه ورسره غږېدلی.

د پخلاینې عالي شورا له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالله نن په ترکیه کې د «انتالیا» ناستې  په څنډه کې له اردوغان سره لیدلي او د هیواد او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه د بحث تر څنګ یې له هغه مننه کړې، چې د افغان سولې په برخه کې هڅې کوي.

عبدالله هیله کړې، چې له افغانستان څخه د ترکیې ملاتړ دوام پيدا کړي.

د خبرپاڼې له مخې، اردوغان هم ترکیه د افغانستان ملاتړې بللې چې دده له قوله، په افغانستان کې ثبات غواړي او د همدې هدف لپاره د افغانانو تر څنګ درېږي.

د عبدالله او اردوغان لیدنه داسې مهال ده، چې ترکیې او ناټو هوکړه کړې د بهرنیو پوځيانو تر وتلو وروسته به ترکي عسکر د کابل هوایي ډګر د امنیت نیولو ماموریت په غاړه اخلي.

ترکیه وایي، که ناټو یې مالي او لوژستیکي تمویل وکړي، چمتو ده د کابل هوايي ډګر  امنیت ونیسي او خپل پوځيان په افغانستان کې وساتي.

دغه پریکړه که څه هم د کابل حکومت په نشتون کې د امریکا له لوري شوې، خو د حکومت امنیت شورا وايي، د هوایي ډګرونو د امنیت په اړه سلا مشورې دوام لري.

بل لور ته طالبانو بیا ګواښ کړی، که ترکیه په افغانستان کې خپل عسکر پرېږدي، دوی به یې په وړاندې ودرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

دا منافق سم نه ښوري. د کابل د سیاسي ## سره یې دا عکس د پښتنو د سوختي کولو لپاره اخیستی دی. ډبل عبدالله د افغانستاني په نوم تر اوسه د ایران تلي څټلې اوس بیا د ترک نژاده په نوم د ترکیې غلانځي ورګروي. افغانان باید نور جمیعت او شورا نظار باندي د یوه مخه سره چلیپا را کش کړي څو اردوغان و نورو او نور نړیوال مجبوره سي چي د افغانانو ریښتني استازو ته مراجعه وکړي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x