افغانستان

فاریاب: طالبانو ته تسلیم شوي لسګونه عسکر بیرته خوشې شول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ طالبانو ته تسلیم شوي لسګونه عسکر چې تیره ورځ طالبانو ته تسلیم شوي وو، بیرته آزاد شوي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ددې خبر په تایید سره څرګنده کړې، چې د شیرین تګاب ولسوالۍ له ۳۲۰ تسلیم شوو عسکرو له ډلې څخه یې نن د جمعې په ورځ ۱۵۰ تنه عسکر د سفریې له ورکولو وروسته بیرته خوشې کړي دي.

باید وویل شي چې تیره ورځ د شیرین تګاب ولسوالۍ د نیولو پرمهال طالبانو ته ۳۲۰ دولتي عسکر تسلیم شوي وو، چې په لسګونو عرادې ټانګونه، رینجر او اکمالاتي موټر او په سلګونه میله درنه او سپکه وسله هم د طالبانو لاس ته ورغلې وه، چې له دغې ډلې څخه طالبانو نن د جمعې په ورځ ۱۵۰ عسکر د سفریې په ورکولو سره خوشې او خپلو کورنیو ته واستول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دکتور مجاهد

زموږ ولایت کی د حکومت سره د صافو د جنګ په کال کی دا قیصه شوی : وایی د کنړ د صافو سره د عسکری مکلفیت په سر د حکومت او صافو ترمنځ شپږ میاشتی جنګ وو طبیعی ده چه حکومت د پشتنو سیمو سره د جنګ د پاره هزاره ګان او یا فارسی ژبی رالیږی چه یو د بل په خبره نه پوهیږی او په یوه بل څه ناڅه بی رحمه هم وی. په هر صورت، یوه ورځ کوم هزاره عسکر وژل شوی یا خپله مړ دی خیر مړی یی کټ کی اچولی د کلی کور یوه زړه ښځه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x