افغانستان

طالبانو په پنځو ولایاتو کې ۵ نورې ولسوالۍ نیولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د طالبانو لخوا د ولسوالیو نیولو په دوام تیره شپه د هېواد په شمالي ولایاتو جوزجان او فاریاب، لویدیځ ولایت فراه او نمیروز ولایت او ختیځ ولایت پکتیا کې څلور نورې ولسوالۍ له دولتي ځواکونو څخه نیولي دي.

د طالب ویاندویانو ذبیح الله مجاهد او قاري یوسف احمدي لخوا رسنیو ته په استول شوو جلا جلا پیغامونو کې ویل شوي چې طالبانو تیره شپه د جوزجان ولایت مردیان،  د فاریاب ولایت خواجه سبزپوش(جمعه بازار)، د فراه ولایت پشتکوه، د نیمروز ولایت خاشرود او پکتیا ولایت میرزکې ولسوالۍ له ټولو ملحقاتو سره ددوی لاس ته لویدلي دي.

طالبان وايي، د دغو پنځو ولسوالیو د نیولو پرمهال نښتو کې یې لسګونه عسکر وژلي، ټپیان او اسیران کړي او شمېر نور تښتېدلي دي.

ددې ترڅنګ تیر ماښام د خواجه سبزپوش(جمعه بازار) ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو د بریدونو له پیل سره همهاله ددې ولسوالۍ امنیه قومندان «کل اختیار عرب» له خپلو ټول پرسونل سره طالبانو ته تسلیم شو.

د پورته څلورو لسوالیو د نیولو پرمهال طالبانو ته په لسګونو میله درنه او سپکه وسله او یو شمېر ټانګونه او رینجر موټر هم په لاس ورغلي دي.

د فاریاب له لسو ولسوالیو څخه پنځه ولسوالۍ طالبانو نیولي او دا مهال د مرکز میمنې په څو کیلو مترۍ کې د جګړې لومړۍ کرښه قرار لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

انشالله زما ښکلی ولسوالی ځاځی به هم ډیر زر آزاده شی.

الحاج استاذ بیانزی

نصر من الله و فتح قریب کله چه د الله ج نصرت رسیږی فتح نزدی کیږی که د الله ج نصرت نه وو طالبانو د دی وړتیا نه لرله چه د ټولی وحشی نړی سره شل کاله په بریالیتوب وجنګیږی او اتیا سلنه خاوره تری خپله او اسلامی شریعت پکی پلی او د اسلام سپین بیرغ پری ورپوی، د ارام وتلو مهال ویش او د هیواد د خپلواکی رسمی تړون لاسلیک او نړیوال یی تصدیق کړی او بلاخره د اشغال د بقایاوو د پاکولو دپاره هره ورځ لږ تر لږه څو ولسوالی فتح کیږی نزدی ده چه د ولایتو د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx