نظــر

د ناټو تر چتر لاندې ترکيه د کابل په هوايي ميدان کې

ډاکټر فاروق اعظم

امریکا او د ناټو سرمنشي ويلي چې پر دغه موضوع غور روان دی چې له کابل پرته له ټول افغانستان څخه دې د امریکا او ناټو ځواکونه ووځي.
دوی غواړي ترکي پوځ د ناټو په چوکاټ کې د کابل په هوایي میدان کې د بهرني و سفارتونو د امنیت او کابل کې د حکومت د ساتلو لپاره پاتې شي. ترکیه حاضره شویده چې د ناټو په نماینده ګۍ دغه کار وکړي. دلته څو خبرې د غور وړ دي:

(۱) ترکیه د ناټو یو متعهد غړی هیواد دی چې له ناټو سره یو ځای افغانستان ته له پوځ سره راغلې ده. که د دوحې د قرارداد مطابق امریکا  او ناټو وځي، نو ترکیه هم باید ووځي. د ترکیې په پاته کیدو سره د دوحې تړون نقض کیږي او طالبان به حق ولري چې ووایي جګړه نه ده ختمه. په حقوقي لحاظ ترکي او امریکایي پوځ دواړه د ناټو برخې دي. که امریکا وځي، ترکي پوځ هم باید ووځي.

(۲)  که د ناټو غړو هیوادونو سره په افغانستان کې جنګ روا وي، نو د ترکي پوځ سره هم جنګ روا دی؛ دا ځکه په افغانستان کې ترکي پوځ د ناټو برخه ده. که د امریکا حمله تجاوز، جرم او نظامي حضور یې اشغال وي، نو ترکیه په دغه جرم کې شریکه او پوځي حضور یې د دغه اشغال ادامه ده.

(۳)  افغان حکومت بار بار دا ادعا کوي چې د امریکا او ناټو د پوځونو له وتلو سره د طالبانو د جهاد مشروعیت ختمیږي. د ترکیې پوځ په پاتې کیدو سره د طالبانو د جهاد مشروعیت د حکومت په تعریف ادامه پیدا کوي. بیا حکومت نه سي ویلای چې طالبان ولې جنګ کوي؟

(۴)  که امریکا او ناټو افغان حکومت پخپل ټول قوت ونه سو ساتلای، ترکیه به یې په یوازې سر څنګه وساتي؟ حتمي به د امریکا او نورو ناټو غړو هیوادونو نظامي مرسته غواړي؛ چې دا بیرته د اشغال د ادامې معنی ده؛ جنګ دی او بالآخره بیا د دوی ماته ده.

(۵) ترکیه به رشید دوستم تقویه کوي او د هغه پر شاوخوا به نور اقلیتونه راټولوي. اقلیتونه به د دوستم سره د قیادت، صلاحیت او امتیازات د توزيع پر سر پخپلو کې په جنګ سي. دغه پاليسي قومي تنفر تقویه کوي، جنګ ته ادامه ورکوي او ملي وحدت خرابوي.

(۶)  کیدای سي د داعش او نورو پروژو په مټ مرکزي ایشیا هیوادونه، په افغانستان کې د ترکیې تر چتر لاندی د اقلیتونو د ظاهري تقویې له لارې بې ثباته کړل سي. دا ځکه د تروریزم په نوم اور مرکزي آسیا ته په هغو خلکو اسانه اړول کیدای شي چې مشترکه ژبه لري. په دې ډول به زموږ اقليتونه استعمال او د اور په لمبو کې وسوځول سي.

(۷) هغه حکومت به څومره دوام وکړي کوم چې له ټول افغانستان څخه راټول او کابل کې محاصره وي او د ترکي پوځ تر رحم لاندې ژوند کوي؟ طالبان به په ډیر قوت چې ټول افغانستان به یې په قبضه کې وي، پر کابل حملې کوي. دا جنګ به اوږد او خانمانسوز جنګ وي. کابل به خرابیږي، حکومت به حتماً سقوط کوي، خو په بد شکل.

(۸)  که کابل کې جنګ اوږدیږي، نو هغه وسلې به ټولې تباه شي چې امریکا راوړي دي. ښایي پروګرام همدا وي.

(۹)  که طالبان په دغسې یو حالت کې کابل په زور ونیسي، ډېر دولتي بنیادونه به تخریب او طالبان به د بشري حقوق په پایمالۍ بدنام وي. ښایي همدا پروګرام وي.

(۱۰)  که امریکا او ناټو له افغانستان څخه ځي، ترکیه دې په سر کې ولاړه شي. که د نړۍ پنځوسو هیوادونو افغان حکومت ونه سو ساتلای، نو ترکیه یې هم نه شي ساتلای.

(۱۱)  ترکیه د ناټو غړی مسلمان هیواد دی.
افغانستان هم مسلمان دی. امریکا او ناټو فکر کوي چې افغانان د اسلام په نوم راګیرولای سي او د مسلمان ترکیې په مخته کولو سره د هغې تر چتر لاندې خپله طویل المدة منصوبه آرامه مخته بیولای سي.

(۱۲)  افغانانو د ترکانو سره تاریخي ښې اړیکې او دوستي درلودلې ده. زموږ دوه دایمي سفیران (مولنا جلال الدین بلخي او سید جمال الدین افغاني) هلته اوسېدلي دي. خو که ترکیه په کابل کې د پوځ د ساتلو غلطي وکړي، دغه دوستۍ ته به سخته صدمه ورسیږي چې جبران به یې اسانه نه وي. ددغه عمل وخیم نتایج به په افغانستان کې ترک تبارو ته هم ښه نه وي.

(۱۳)  کیدای سي یو داسې نیرنګ په کار واچول سي چې ناټو د ترکیې او پاکستان څخه وغواړي چې د افغانستان په امنیت کې مرسته وکړي. یا ترکیه وغواړي چې پاکستان دې مرسته ورسره وکړي. دا خبره به افغان حکومت او خلک راوپاروي. هغوی به د پاکستان نوم ورڅخه لرې کړي او د ترکیې په پاته کیدو به حکومت قانع سي. (په مرګ یې ونیسه، په تبه یې راضي کړه).

(۱۴)  افغان دولت ته په کار نه ده چې ترکانو ته زارۍ وکړي چې موږ وساته. افغان دولت باید د کابل په هوايي میدان کې د ترکیې عسکرو د ساتلو سره قطعا موافقه ونکړي. افغان حکومت باید دغه ننګین کار ته زړه ښه نه کړي چې مؤثر نه دی او بقاء نلري. سپی چې لاړ، طوق دي يې ورک شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

جناب ډاکټر صاحب ته سلامونه.او نېکې هیلې . ډیر ښه ګټور او هر اړخیزه څیړنه شوې پکار ده چې یو کس هم د امریکا او ناټو په خوله وطن کې ونه منل شي او دې کار ته باید دامارت مشرتابه ودریږي او انشاءالله چې دوی هم ورته متوجه دي . د ارګ ناستو خلکو خو نه ملت او نه هم ناټو پروا ساتي هغوئ خو دخپلې بقا لپاره نه وطن پیژني نه آزادي .شرم وحیا سره هم کومه اړیکه نلري .له همدې وجې امریکایانو د دوی تر مصلحت وړاندې معامله د ترکیه سره کړي ده دنیا ته مالومه ده چې… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

زماپه نظریواسلامی ملک دۍ چه نن دیورپ اوامریکادپاره په اسلامی نظردسردرد دۍ هغه هم ترکیه ده چه امریکاپخپلووطن فروشانوکودتاورته وکړاوناکامه سوه اوس ناټوغواړی مسلمانان پخپل منځ کی وجنګوی که اردوان عقل ولری بایدپدی پوسی چه روسیه نسوه کامیابه ناټونسوه کامیابه زه به څنګه دجنایت کاره کمونسټ حکومت اودافغانانوقاتل دوستم وساتلای سم اردوان په په تر کیه کی هم خپل حیثیت دلاسه ورکی بیابه دډیرو افغانانووینی تویی کی هغه دده اسلامی پروپاګنډه به رسواسی دبایډن دخوشحالۍ په خاطر.عبدالواحد اڅګزی

طاهر ثابت

دداکتر سیب نظر دقدر وړ دی. دهمدی په څنګ کی دکابل دمیدان نه تسلیمول باید دنظامی ستراتیژی له پلوه وڅیړل سی. دا چه اوس دنامرئی اشغال دوره پیل کیږی نو دکابل میدان دداسی اشغال دساتلو لپاره حیاتی رول لری. دتیرو شل کالو په دوران کی هم فضایی لیاری او هم سړکونو دا رول درلود. اوس به فضایی آزادی داشغال تقویه او دوام ته لازمه وی. دکابل هوایی میدان به دنظامی او ملکی اکمالاتو اډه وی. له دی لیاری به دجنګ سامان او دمزدورو قاتلانو روزنه روانه وی. قزاقستان او دوحی ته به دعسکرو لیږل اسانه وی. غربیان به په اسانه… نور لوستل »

داکتر محمد داود جلال

بسم الله الرحمن الرحیم بلکل همداسی دي داکتر صاحب. د تجربی په اساس ترکان د افغان مسلمان ولس سره ډیره مینه او خاص احترام لري. ځو که دغه مخلصانه او ورورګلوي فضاء کی خدای ونکړي خدشه پیدا شي نو دغه به د اردوغان لپاره په داخلي او بین المللي سویه غټه تاریخی بدنامي او رسوایي ایجاد کړي. معلومداره دي چی ترکان د صلیب تر بیرغ لاندي نورو یرغلګرو سره افغانستان ته په غیرقانوني توګه راغلی وو او باید چی دوی سره یوځای ورک شي. مستر اردوګان هم باید پوه شي چی افغانستان لیبیا، سوریه او آذربایجان ندی، په دی معنی… نور لوستل »

ګل احمد

د هیواد ۸۳٪ نفوس باید په خپل منځ کي سره متحد سي څو په افغانستان کي د ټولو هغه تاسیساتو ساتنه د الله تعالی ج په مرسته او د توکل وروسته په خپل مټ د افغانستان د هغه تاسیساتو ساتنه وکړي چي د نړیوالو سره په تعاملاتو پوري مربوط وي. د کابل د هوایي ډګر عواید که په افغانستان کي پاته سي موږ خپله عامه خدماتي زیرنباء په جوړولای سو

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x