ادبي لیکني

درې پوښتنې

اسدالله غضنفر

ليكونكي ته پكار ده په دې غور وكړي چې د ليكنې د موضوع حدود يې كوم دي؟ د چا لپاره يې ليكي؟ او د څه لپاره يې ليكي؟

همدا موضوع چې اوس يې لولئ د بلاغت له بحث سره تعلق لري خو بلاغت لويه دنيا ده، ما د دې بحث يوازې درې پوښتنې چې له يو بل سره تړاو لري او واحده موضوع جوړولاى شي، د ليكنې لپاره انتخاب كړې. زه دلته د بلاغت له نورو اړخونو سره كار نه لرم او ان تعريف يې نه كوم ځكه په دغو دريو خبرو د بلاغت له تعريفه پرته هم پوهېدلى شو.

د شپاړلسمې پېړۍ شاعر عرفي شيرازي ويلي دي چې مرغۍ ته مې لومه ايښې ده، اوس كه سيمرغ پكې ونښلي، خوشي كوم يې، ځكه زما مقصد د مرغۍ نيول دي. د عرفي خبره له اخلاقي ژوند او قناعت سره تعلق لري خو دلته هم د مثال استفاده ورنه كولاى شو. ليكونكي ته پكار ده چې تر وسه وسه د ليكنې موضوع ته وفاداره واوسي. كله كله ليكوال ته جالبه خبره ورياده شي چې د دۀ د مقالې له موضوع سره چندان ارتباط نه لري مګر جالبوالى يې دى هڅوي چې په مقاله كې يې شامله كړي. ډېر ځله داسې هم كېږي چې ليكوال خبره نه لري ، په زوره يې غځوي ،حال دا چې پټه خوله پاتېدل عيب نه دى خو بې مورده غږېدل عيب حسابېږي.

د ليكنې د كاميابۍ بل شرط دا دى چې ليكونكى په دې ځان پوه كړي چې د چا لپاره يې ليكي. زه كه د كابل په يوه ورځپاڼه كې د افغانستان د پېژندګلوي په اړه په پښتو يا دري ژبه درې مخه مقاله ليكم، دا شايد بې ځايه هڅه وي ځكه افغان لوستونكي په غالب ګومان د خپل هيواد په اړه تر دې ډېر څه لوستي دي خو همدا ليكنه په ډنماركي ژبه بې ځايه نه ښكاري. دغه راز هغه معلومات چې ماشومانو ته يې ليكو، لويانو ته ممكن غير ضروري وي.

محصل ته ليكنه ممكن دا مقصد هم ولري چې د ده د معلوماتو او مهارتونو سويه جګه شي خو په كور ناست متقاعد مامور غالبا د دې لپاره ليكنه لولي چې وخت ورباندې واړوي. د مقالې ليكونكي ته پكار ده چې د خپل اصلي مخاطب په باره كې يې فكر كړى وي. همدا ليكنه چې اوس يې لولئ زه د هغه زلمي لپاره ليكم چې غواړي د ليكوالۍ د مهارتونو په باره كې خبرې واوري. دا ليكنه شايد د دريم ټولګي زده كوونكى يا يو اكاډيمسين هم ولولي خو زما اصلي مخاطبان د ليكوالۍ شوقي زلمي دي.

د ليكونكي مخ ته پرته دريمه پوښتنه دا ده چې ليكنه يې د څه لپاره ده؟ زما يوۀ ملګري څو كاله پخوا د اوبتلونو په باره كې معلوماتي مقاله ليكلې وه. دۀ زحمت ايستلى و او داسې څه يې كښلي وو چې په پښتو كې نه و خو د ليكنې يې ځكه هركلى ونه شو چې موږ نه سمندر ته لاره لرو او نه مو له اوبتلونو سره څه كار شته. دۀ دې ته پام نه و كړى چې لوستونكى په خوند يا استفادې يا دواړو پسې ګرځي. لوستونكى هغه ليكنه ولې ولولي چې نه يې ساعت ورباندې تېرېږي او نه په شخصي يا اجتماعي ژوند كې محسوسه استفاده ورنه كولاى شي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x