
د ایران ولسمشريزو ټاکنو کې د رايو اچونې بهير بشپړ شو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د ایران ولسمشريزو ټاکنو کې د رايو اچونې بهیر بشپړ شوی دی. د حکومت له لوري د رايې اچونې بهیر کې دوه ساعته زياتوالی راغی او د شپې پر دوو بجو پای ته ورسېد.
اسوشيټېډ خبري اژانس ليکلي، د ایران په ولسمشريزو ټاکنو کې څلور غښتلي نوماندان وو، خو د عامه رايو د نظرپوښتنې او کارپوهانو د نظر له مخې سخت دريځه نظر لرونکی ابراهيم رئيسي تر ټولو قوي نوماند بلل کيږي.
د ایران د مرکزي بانک پخوانی مشر او د منځلاري فکر لرونکی عبدالناصر همتي او ابراهيم رئيسي تر منځ قوي سيالي ده او بل پلو د ایران پاسداران انقلاب تر شپاړس کالو پاتې شوی مشر محسن رضائي او عامر حسين غازي زاده هاشمي هم د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دي.
د جمعې په ورځ پر ځايي وخت سهار شپږ نيمې بجې د رايې اچونې بهیر پيل شو، د ایران مذهبي لارښود اية الله علي خامنهيي تر ټولو مخکې په پلازمېنې تهران کې خپله رايه وکاروله او له خپل ولس څخه يې وغوښتل، چې د رايو اچونې بهير کې ګډون وکړي.
رویټرز خبري اژانس ليکلي، چې خامنهيي د خپلې رايې له کارولو وروسته پر ولس غږ وکړ، چې د ایران د ښه راتلونکي لپاره له خپلو کورونو راووځي، د نوي ولسمشر لپاره خپلې رايې وکاروي، د دوی هره رايه به حسابيږي او پر اساس به يې ولسمشر ټاکل کيږي.
په ایران کې د راجسټر شوو رايو شمېر ۵۹ ميليونه دی، خو په دغو کې له پنځوس سلنه لږ خلک خپلې رايې کاروي.
په ایران کې د «محصلینو ټاکنو د څار بنسټ» ويلي، داسې ښکاري، چې په ټاکنو کې د ګډون کوونکو سلنه له ۴۲ څخه هم کمه وي او که دا خبره باوري شي، نو د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته به تر ټولو لږ شمېر خلکو په دې ټاکنو کې برخه اخيستي وي.
د ایران په ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون کوونکو شمېر په داسې حال کې په کمېدو ښکاري، چې يو شمېر سمونپال سياستوالو او له ایرانه بهر د بشري حقونو فعالانو له ایراني ولسه غوښتي، چې له ټاکنو سره پرېکون وکړي.
په ایران کې دننه او بهر ګڼ شمېر ایرانيان د ټولنيزو شبکو پر مټ له ټاکنو سره د پرېکون کمپاین چلوي او له خلکو غواړي، چې په ټاکنو کې له ګډونه ډډه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د ولسمشريزو ټاکنو تر ټولو غښتلي نوماند ابراهيم رئيسي د ۲۰۱۷ کال په ولسمشیزو ټاکنو کې ګډون کړی و، خو اوسني ولسمشر حسن روحاني ماتې ورکړې وه.
حسن روحان په ۲۰۱۳ کال کې د لومړي ځل لپاره ولسمشر ټاکل شوی و او په ۲۰۱۷ کال کې يې د دوهم ځل لپاره ولسمشريزې ټاکنې وګټلې او د درېيم ځل لپاره په ټاکنو کې د ګډون اهل نه دی.
د حسن روحاني پر خلاف ولسي شکايتونه په ډېرېدو دي او ځينې خلک نوموړی د ایران د اقتصادي ستونزو مسؤول هم بولي.
سلام. د یو افغان پتوګه، د خپل هیواد په وړاندی د ایران د هیواد د ځینو سیاستونو د څرنګوالی او کیفیت په هکله ځینی ځانګړی انتقادات او ملاحظات لرم چی البته اوس مهال ئې د بیان اړتیا نشته. امّا د یو آزاد او مستقل انسان او ظلم او استعمار او استثمار او استحمار د دښمن پتوګه غواړم ووایم: نړیوال لیبرالیزم – سرمایه داری ( په حقیقت کی نړیوال صهیونیزم ) په روانو څلورو لسیزو کی ډیره هڅه کړېده چی د ایران د هیواد سیاسی او اجتماعی او اقتصادی او حتی فرهنګی او مذهبی هندسه د رضاشاه د سلطنت دوران ته… نور لوستل »