شعـــــرونه

حق ته تسليم شه ګوره/ مهاجر

محمد مهاجر

پر ځمکه کيږده اسلحه حق ته تسليم شه ګوره
له غلامۍ وکړه توبه حق ته تسيلم شه ګوره

د امارت د عفوې غېږه درته خلاصه راځه
خپل سر او مال دې وژغوره حق ته تسليم شه ګوره

ای د ملي پليسو، ملي اوردو افغان عسکره
کوې له چاسره جګړه؟ حق ته تسليم شه ګوره

د خپل وطن له ورانولو نور لاسونه واخله
د وطن مينه وپاله حق ته تسليم شه ګوره

د څو پیسو په بدل ولې خپل ایمان خرڅوي
د اشـغالګرو مه منه حق ته تسلیم شه ګوره

مخکې له دې چې شې بې ځايه او عبث قرباني
اوس لا موقه ده ښه ډاډه حق ته تسليم شه ګوره

د مُحَـمَّدٌ مهاجِر ومنه د زړه دردونه
درته یې داده توصیه حق ته تسليم شه ګوره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x