افغانستان

طالبانو د بغلان صنعتي ښارګوټی او د سمنګان دره صوف ولسوالي ونیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): له بغلان او سمنګانو ولایتونو څخه تازه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې طالبانو نن سهار شاوخوا لس بجې د مرکزي بغلان صنعتي ښارګوټی او د سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ نیولي دي.

ځايي سرچینې وايي، نن سهار نهه نیمې بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ له «صنعتي ښارګوټي» څخه دولتي عسکر د پخوانۍ فرقې لور ته شاتګ کړی؛ خو د شاتګ پرمهال د طالبانو له بریدونو سره مخ شوي او دوه هاموې ټانګونه یې ورڅخه ویشتلي دي.

د مرکزي بغلان ولسوال سیدکمال وردګ هم هلته د جګړې تایید کوي؛ خو دا نه مني چې صنعتي ښارګوټی دې طالبانو نیولی وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تایید کړه، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ صنعتي ښارګوټی او د قند فابریکې په ګډون یې ګڼې سیمې لاندې کړي او په زیات شمېر کې عسکر ورته تسلیم شوي دي.

دا په تیرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې طالبان د بغلان صنعتي ښارګوتی نیسي او دا مهال د زړې فرقې سیمه کې یو شمېر دولتي عسکر کلابند دي چې د تسلیمېدو لپاره یې جرګې روانې دي.

په یوه جلا ټویټ کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې د بغلان ګاونډي سمنګانو ولایت دره صوف ولسوالي یې په بشپړه توګه نیولې او دولتي عسکر له هغه ځایه «تښتېدلي» دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تیره شپه د جوزجان ولایت مردیان،  د فاریاب ولایت خواجه سبزپوش(جمعه بازار)، د فراه ولایت پشتکوه، د نیمروز ولایت خاشرود او پکتیا ولایت میرزکې ولسوالۍ له ټولو ملحقاتو سره ونیولې او په لسګونو عسکر ورته تسلیم او یاهم د جګړې په ډګر کې اسیران کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x