افغانستان

بسم الله محمدي د دفاع او عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزیران ټاکل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، د ۲۹ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د مشرانو ترمنځ له اوږدو چنو او بحثونو وروسته ستر جنرال بسم الله محمدي د دفاع او جنرال عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو سرپرست وزیران ټاکل شوي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه تازه ګومارنې د اشرف غني د جلا جلا حکمونو په اساس ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د کورنیو چارو پخوانی سرپرست وزیر حیات الله حیات د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست په توګه او پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د پراختیا او زیر بنايي چارو کې د اشرف غني د سلاکار ګومارل شوي دي.

اشرف غني دغه راز په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته دنده سپارلې چې پورته ګومارل شوي سرپرستان زر تر زره ملي شورا ته د باور رایو اخیستلو په موخه ور وپېژني.

باید وویل شي چې د اشرف غني د لومړي مرستیال او د ملي امنیت شورا مشر حمدالله محب ترمنځ ددغو ګومارنو پر سر سختې مناظرې او بحثونه شوي دي.

له ارګ څخه باخبره سرچینې وايي، چې حمدالله محب کوښښ کاوه خپل د تره زوی او د کورنیو چارو پخواني سرپرست وزیر حیات الله حیات ته په دولت کې یوه مهمه څوکۍ ونیسي؛ خو په ارګ کې د حاکمې کړۍ له خوا یې سخت مخالفت شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ددفاع پخوانی وزیر اسدالله خالد له اشرف غني سره تر لفظي شخړې او خپګان وروسته تیره اونۍ له هېواده بهر تللی ؤ.

له بل پلوه یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د کابل حکومت د پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیاء له دندې ګوښه او پرځای یې د شاهین قول اردو پخوانی قومندان ډګر جنرال ولي محمد احمدزی ټاکل شوی دی.

د طالبانو لخوا د ولسوالیو او سترو پوځي مرکزونو له پرلپسې نیولو وروسته داسې ښکاري چې د کابل حکومت د چارواکو ترمنځ اختلافات او بې باروي اوج ته رسېدلې، ځکه یې یو وزیر له میاشتو زیات وخت په یوې دندې کې نه شي تیرولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
همت خان

الله دخير کړی د پچو غل بيا د دفاع وزير شو.

الحاج استاذ بیانزی

وایی لیوانو کی د کوم لیوه اولاد ښه دی ، چه د لیوه اولاد شو یو هم ښه نه دی. دا چه خالد لیوه که محمدی لیوانو کی کوم یو ښه دی یو هم ښه نه دی دواړه د یهودو او نصاری وو سپی او غلامان دی. مګر د خالد سپی په ځای د محمدی بیا وزیر دفاع کول د دی د پاره دی غنی باندی د نجیب په شان کودتا وکړی د امریکایانو له وتلو وروسته د شمالی او جنوبی ټلوالو ( اکثریت او اقلیتو ) ترمنځ خپل منځی جنګونه رامنځته کړی که وکولای شی په دی واسطه مجاهدین… نور لوستل »

ملا جانان

کله چي غنو بدمعاش د پي آرټیانو څخه دولایتونو واک تسلیموئ، لا د افغانستان پښتانه خبر وه چي پلان د ده د ولسمشر کیدو دی او یوازینی مشن یې هغه د ډاکټر نجیب رول لوبول دي چي په تدریج سره د کابل واک درو اقلیتي فاشیسټي ډلو ته انتقال کړي او ګران هیواد د کورنۍ جګړې په لمبو کي وسوځي. دی بې عقل دا فکر کوي چي افغانان دده و هر ګام ته متوجه نه دي یا نه پرې پوهیږي خو دا اقلیتي لوچګان ښه پوهیږي چي پښتانه داځل ورته ویښ دي. هغوئ شاید د پښتنو د سیاسي حقوقو غصبولو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x