
کرونا افغانستان: د مثبتو پېښو شمېر له ۱۰۰ زرو او د مړو شمېر له ۴ زرو پورته شو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): افغانستان کې د کرونا ویروس نږدې یو نیم کال وړاندې د فبروري په ۲۶مه نېټه په لومړي ځل خوله ولګوله چې تر ننه یې بېلا بېلو خپرو شویو څپو له ۱۰۰ زرو زیات کسان نیولي او له ۴ زره زیاتو ژوند یې اخیستی دی.
د عامې روغتیا وزارت د وینا له مخې تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۴۳۸۹ شکمنې قضیې معاینه شوي، چې له مخې یې ۱۳۸۴ مثبتې ثبت شوي او ۹۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادو شمېر له مخې افغانستان کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۰۱ زره ۹۱۶ ته ورسېد، په داسې حال کې چې د مړو شمېر ۴۱۲۲ ته پورته شوی دی.
یو شمېر روغتیا پوهان او ډاکټران په دې اند دي چې په هېواد کې د کرونا ناروغان او مړي له رسمي شمېرو څو چنده زیات دي، خو د روغتونونو ناکافي تجهیزاتو او وسایلو دغه شمېره نه ده ثبت کړې.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د هېواد ځوان قشر هم لا د روغتیایي اصولو پلي کولو ته ژمن نه دي او یوازې ۳۵ سلنه یې دغه لارښوونې عملي کوي او ماسک کاروي.
بل لوري ته د کرونا د پېښو زیاتوالي سره د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د ناروغانو لپاره بسترونه نه موندل کیږي، جدي ناروغان د اکسیجن او نورو طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې په کابل کې د محمد علي جناح او افغان جاپان روغتونونو د کرونا ناروغانو پرمخ خپلې دروازې تړلي، د یادو روغتونونو ډاکټران وایي چې دوی د نویو ناروغانو لپاره بسترونه او کافي تجهیزات نه لري.
باید وویل شي چې په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ دریمې څپې له تېرې درې اونیو راهیسې خوله لګولې، چې له کبله یې حکومت ټولې ښوونیزې ادارې، عامه حمامونه او د واده تالارونه د ټاکلې مودې لپاره تړلې دي.