
د ایران نوی ټاکل شوی ولسمشر ابراهيم رئيسي څوک دی؟
نن ټکی اسیا (شنبه، د ۲۹ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): پخوانی محافظه کاره قاضي القضات ابراهيم رئيسي په لوی اکثريت د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی اعلان شو. د ابراهيم رئيسي پر وړاندې درې نور نوماندان هم وو، چې نوموړي ماتې ورکړه.
د لومړنيو رسمي پايلو له مخې ابراهيم رئيسي ۶۲ سلنه رايې ګټلي دي.
د ایران د ټاکنو کميسيون وايي، چې ۶۰ کلن ابراهيم رئيسي ۱۷.۸ ميليونه رايې وړي او د ټولو رايې ورکوونکو شمېر ۲۸.۶ ميليونه وو.
ابراهيم رئيسي تر دې وړاندې د ایران قاضي القضات هم تېر شوی، له محافظه کاره جهتونو سره تړاو لري، دی يو له هغو ایراني چارواکو څخه دی، چې امريکا پرې بنديزونه لګولي، د سپاه پاسداران انقلاب قوي ملاتړ هم له ځان سره لري او په ۲۰۱۷ کال کې هم د ولسمشريزو ټاکنو نوماند و، چې حسن روحاني ماتې ورکړه.
حسن روحاني په ۲۰۱۳ کال کې د لومړي ځل لپاره ولسمشر ټاکل شوی و او په ۲۰۱۷ کال کې يې د دوهم ځل لپاره ولسمشريزې ټاکنې وګټلې او د درېيم ځل لپاره په ټاکنو کې د ګډون اهل نه دی.
د حسن روحاني پر خلاف ولسي شکايتونه په ډېرېدو دي او ځينې خلک نوموړی د ایران د اقتصادي ستونزو مسؤول هم بولي.
ښاغلی رئيسي د حسن روحاني د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی او په داسې حال کې يې د ولسمشرۍ څوکۍ تر لاسه کړه، چې هېواد يې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او د اټومي تړون په اړه هم په ويانا کې له امريکا + اروپايي ټولنې سره مذاکرات روان دي.
د ایران تلونکي ولسمشر حسن روحاني په خپلې تلويزوني وينا کې ایراني ولس ته مبارکي ورکړه، چې خپل نوی ولسمشر يې وټاکه.
فرانس پريس خبري اژانس وايي، د ایران نوی ټاکل شوی ولسمشر ابراهيم رئيسي مذهبي سخت دريځی محافظه کار دی، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د محرومو خلکو د دفاع او د فساد پر ضد مبارزه کوي.
نوموړي خپل ټاکنيز شعار «له فساد او فقر سره مقابله» غوره کړی و او پر همدې بنسټ يې د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې هم ګډون کړی و، چې ۳۸ سلنه رايې ګټلې وې.
ولسمشر ابراهيم رئيسي په ۱۹۶۰ کال کې د ایران په شمال ختيځ مشهد ولايت کې زيږېدلی، په تنکي ځوانۍ کې يې ګڼې دندې تر سره کړي، شل کلنۍ ته لا نه و رسېدلی، چې پلازمېنې تهران ته څېرمه د کرج ولايت لوی څارنوال ټاکل شوی و او دا هغه وخت و،چې د اية الله خميني اسلامي انقلاب تازه په ۱۹۷۹ کال کې بریالی شوی و.
نږدې دېرش کاله يې په قضايي چارو کې تېر کړل. له ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۴ کال پورې د پلازمېنې تهران لوی څارنوال و، په ۲۰۰۴ په ټول هېواد کې د قضايي ادارې مرستيال و، په ۲۰۱۴ کې د ایران لوی څارنوال وټاکل شو، په ۲۰۱۶ کال کې د ایران د مذهبي مشر اية الله علي خامنهيي په امر په مشهد کې د مذهبي چارو مسؤول و او په ۲۰۱۹ کال کې د ټول ایران قاضي القضات ټاکل شوی و.
نوموړی د مذهبي لارښود تر مشرۍ لاندې د هغو کارپوهانو د شورا غړی هم دی، چې د حکومت اساسي واګې يې په لاس کې دي.
نوموړی د خپل اغېز له مخې په دې توانېدلی، چې د ګڼو سخت دريځو او محافظه کارو سياسي او پوځي فکرونو ملاتړ له ځان سره ولري.
د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې اووه نوماندان وو، چې پنځه په کې سخت دريځه محافظه کاران وو او درې په کې د رئيسي د ګټې لپاره په ټاکنو کې له ګډونه تېر شول.
ایراني رسنۍ وايي، ابراهيم رئيسي د خپلې قضايي دندې پر مهال هم د فساد ضد په ګڼو قضیو پرېکړې کړي او دا کار تر دې وړاندې په ایران کې ډېر دود نه و.
د نوموړي مخالفين تور پورې کوي، په ۱۹۸۸ کال کې، چې ابراهيم رئيسي د انقلابي محکمې مرستيال لوی څارنوال و، ګڼ شمېر کمونستي او چپ اړخي بنديان يې اعدام کړي دي.
له همدې امله د امریکا د ماليې وزارت په ۲۰۱۹ کال کې پر نوموړي بندیزونه ولګول.
اوس سعودي او امارات دوه انتخابه لري یو دا چي د افغانستان اهل السنت والجماعت مسلمانان یعني پښتانه او طالبان تقویه کړي چي معاصره اردو او مستقل حکومت ولري څو ایران محاصره او بیا تجزیه کړي او یا د افغانستان په اړه خپل اغفال ته ادامه ورکړي او د هرمز تنګي کنټرول ایران ته ورپریږدي. د هرمز تنګي د لاسه ورکول معنا په یمن، عراق او سوریه کي بشپړه ماته او یا شاید د شیعګانو لخوا د سعودي او اماراتو بشپړ اشغال