افغانستان

په جنوب کې د ډاکټر عبدالله عبدالله کمپاین مشر ټپي شوی دی

نن ټکی اسیا(دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۳): په جنوب کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاین مشر جنرال عبدالخالق کندهار په کابل کې په یوه برید کې ټپي شوی دی.
ویل کېږي چې په جنرال عبدالخالق تېره شپه د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې ناپېژاندو وسله والو ډزې وکړي چې نوموړی يې په ملا کې ویشتلی دی.
جنرال عبدالخالق تر دې وړاندې په کندهار کې د ارغنداب ولسوال پاتې شوی دی او په دې وروستیو کې په جنوبي ساحه کې د ټاکنو د یو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د تبلیغاتي ټیم عمومي مسوول و.
ویل کېږي چې د جنرال عبدالخالق روغتیا د ډاډ وړ ده،جنرال عبدالخالق د طالبانو د واکمنۍ په مهال په پنجشیر کې د طالبانو د یو مخالف په توګه له هغوی سره په جګړه کې و. له هغه وړاندې په جنوبي ساحه کې د جمعیت د ګوند د استازي ملا نقیب الله مرستیال و.
که څه هم په جنرال عبدالخالق د برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو دا برید په داسې حال کې شوی دی چې د دویم پړاو ټاکنو د لومړیو پایلو د اعلان په شپه د  ټاکنو د بل نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په فرهنګي سلاکار لعل پاچا ازمون هم ناپېژاندو کسانو برید کړی و، چې مرګونی يې ډبولی و.

د شنونکو په باور د ټاکنو د لانجمونو پایلو د بیا اعلان تر وخته ښايي ورته نورې پېښې هم رامنځ ته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x