نظــر

حکومت زمونږ او نور کارونه د تقدير دي‎

عبدالوحيد وحيد

څومره بدنصيبه قانع ملت او څومره بختور بې مسئوليته مشران لرو. څوک پرديو راباندې مسلط کړي دي او يا هم داسې خلک راباندې مسلط دي چې ډير انسانان يې وژلي وي.  په يوويشتمه پېړۍ کې هم فکر کوو چې حکومت کول د زورورو حق دی. د ملت دنده حکم منل او د حاکم د بدو اعمالو مخالفت د تمرد په کټګوري کې راځي.

حاکمه ډله د ژوند تر پايه مشران وي. کله چې مړه شي، نو زامن يې په اوږو سپروو، لاسونه ورته پړقوو. هيڅ حاکم په مشورتي نظام، ملي مشارکت، د ولس د غږ په اوريدو  عادت نه دي. د ملت د لوږې او د ژوند د نورو اړتیاوو په هکله ځان مسئول نه ګڼي. دا هر څه د خداى لخوا د تقدير مسئله ګڼي، خو په ملت باندې د خپل حکم منل او  سرچینو باندې ټولواک کيدل د  خداوند متعال لخوا ورته سپارل شوى داسې حق ګڼي چې د واک د سلبولو او کمولو غوښتنه يې بغاوت ګڼل کېږي.

متأسفانه چې په دربار کې د سلاکارانو په توګه ناست افراد هم د جابر حاکم ټولو کړنو ته د دين او يا هم کوم بل منل شوي مدني قانون په چوکاټ کې د مشروعیت دلائل وړاندې کوي.

که ولس د حاکم  د ظلم  د زغملو حوصله له لاسه ورکوي او په وړاندې يې دريږي، نو حاکم ټولى جبراً د ملت په ستوني کې د حق غوښتلو غږ د تل لپاره بندوي.

په تيرو څو لسيزو کې مو د کمونستانو د “کور کالي ډوډئ” د مجاهدینو “راغى اسلامي نظام وروڼو مبارک مو شه” د طالبانو “د دوزخ لائقه طالبان ولې ځوروې” او اوسنى ديموکراسي “د ښځو او ځوانانو حقونه” ” وطنه مور يې زمونږ” او داسې نور مختلف نظامونه له مختلفو شعارونو سره وازمويل او مختلف مخونه مو وليدل. د هغوى ترمنځ د ظلمونو او له ارزښتونو سره د ژمنې د کچې له توپيرونو سره سره هيڅ اړخ هم د ولسي ارمانونو د تحقق لپاره د باور وړ ګامونه نه دي پورته کړي.

شل کاله وشو چې د امریکا په خوښه کسان د حاکمانو په توګه راوستل شول. هغه نارواوې چې وشوې تفصيل ته اړتيا نلري. د ديموکراسۍ په تازه دوره کې د اشرف غني له مشرتابه لاندې څو اشخاص چې د ځينو هويت هم نامعلومه ده له غربې فکر سره په پيراشوټي توګه را وارد شول، زمونږ ملي دودنه يې مات کړل، ملي ارزښتونه يې له پښو لاندې کړل، اخلاقي کودونه يې ونړول  او زمونږ سرچینې يې تاړاک کړې.

البته هغه لسګونه زره افغانان ځوانان چې د ترهګرۍ پر ضد پردۍ جګړه کې له خاورو لاندې شول د خاورو خوراک شول، کونډې يې خيراتونه ټولولو ته اړ شوې او يتيمان يې وږي ويده کيږي. په لسګونو زره هغه نور ځوانان هم وينو چې هره ورځ د فقر لوږې ناامنۍ او بيکاري له امله هيواد پريږدي او د مرګ له لارې ځانونه د يوې ګوله ډوډۍ موندلو لپاره پرديو هيوادونو ته تښتي.

اوس داسې ښکاري چې د ديموکراسي په توره وهل شوي طالبان په دوهم ځل په هيواد باندې بشپړ تسلط غواړي او نور ورته د غوښن رول ورکولو لپاره تيارى نيسي. طالبانو ته د لوبې د ګټلو لپاره د فساد له امله له حکومت څخه ناهيلي شوى ولس، ځورول شوي احزاب، مأيوسه شوي اقوام او د ارګ د ناخوالو له امله د وطن پرسته افغاني کدرونو کتارونه د خامو توکو په توګه په لاس ورغلي دي. اوس نو د دغو پرګنو ملاتړ ترلاسه کول د طالبانو په وړتيا، ايماني فراست او ژور ليد پورې اړه لري چې په افغانستان کې يې د اسلامي نظام په پلوۍ او په راتلونکي کې د خپل سياسي اړخ د پياوړتيا په موخه وکاروي.

زه منم ددغه نظام چارواکو په لومړي سر کې له طالبانو سره ظلم وکړ. په کورونو کې يې ونيول شول امریکا ته يې د څو پيسو په مقابل کې وسپارل شول، هيواد پريښودلو ته اړ کړل شول او داسې نور ډير وحشتونه وه چې انکار ورڅخه نشي کيداى خو اوس د انتقام وخت نه ده. کابل ته ننوتل او يا هم د ارګ نيول کيداى شي اسانه وي خو دلته حکومت کول خورا سخت کار دی. د طالبانو اوسنی د وضعیت د ارزولو وړتیاوې علمي کچې له خپل ولس او نړۍ سره د هغوى چلن او ذهني ځانګړتیاو ته په کتو خورا زياتې نيمګړتياوې لري د خپل افرادو په روزنه او مديريت کې ستونزې لري.

په افغانستان کې خورا زيات خلک او کدرونه شتون لري چې په اسلامي نظام غير متزلزل باور لري، په ټولنيز عدالت او د خپلو ولسونو په ملاتړ ولاړ اسلامي نظام يې د څو لسیزو د مبارزې موخه جوړوي. په اسلامي نظام باندې د افغانانو ترمنځ اختلاف نشته. اختلاف په واک باندې دی. ستونزه داده چې طالبان د واک په انحصار او په نورو باندې د باور د نشتون په لاعلاجه رنځ اخته دي. دغه تشه باید هغوى په خپله ډکه کړي، که داسې نه وي نو دا وړۍ نه شړۍ کيږي.

طالب مشرانو!
ملت په نظام کې ستاسو نشتون محسوسوي ستاسو په رول سترګې نه پټوي، ستاسو نشتون کې نظام نيمګړى دى له تاسو سره سوله زمونږ د ټولنيز پرمختګ لپاره د اکسيجن  حيثيت لري مګر دا هم واقعیت دى چې ولسوالي ولايتونه نيولو او د حکومت کولو ترمنځ زيات توپير شتون لري.

دلته ستاسو په ګډون نورو هم کابل نيولى او د حکومت کولو ناکامه هڅه يې کړې ده. اوس خو لا د حکومت کولو لپاره ډېرو داسې وړتیاو ته اړتیا شته چې تاسو يې تجربه نلرئ. تر ټولو مهمه خبره داده چې ستاسو په وړاندې ډېری پياوړي کورني او بهرني حساسيتونه شتون لري او تاسو د دغو حساسیتونو د ګراف راښکته کولو لپاره هيڅ نه دي کړي.
سپارښتنه مو داده چې په خپله د نظام ممکنه پاشلتيا خطرناک ګام مه پورته کوئ او د نورو لخوا د نظام د پاشلتيا د هڅو مخه هم ونيسئ. د سولې نوښتګر شئ د ستونزې د حل لپاره په زړه پورې وړاندیزونه وکړئ. افغانانو او نړۍ ته ثابته کړئ چې تاسو له جګړو ورهاخوا د مديريت سياست نوښت او له نړۍ سره د امن په فضا کې د اوسېدو وړتیا هم لرو.

له نورو سياسي ګوندونو اقوامو، اقشارو او اصنافو سره د ګډ کار او ګډ کولو کمال کولو لپاره ځانونه تيار کړئ. په ټاکنيز نظام کې سمون راتلل اړين دي خو د ملت د مستقيم ووټ پر بنسټ ولاړ نظام د زعامت د ستونزو يوازنى حل لاره ده. که ولس د حاکم په اطاعت مکلف دى نو حاکمه ډله هم د خپل ولس د ټولو ستونزو د حل مسئوليت لري. د سياسي مخالفت او د بيان آزادۍ دود ته وده ورکړئ. مخالفت ته د دښمنۍ په کتګورۍ کې ځاى مه ورکوئ.

انتقاد او نيوکې د اشتباهاتو د مخنیوي او د خپلو سهوو ته د متوجه کيدو او سمولو لپاره اړينې وګڼئ. په مخالف اړخ باندې د فتوا ورکولو پرځاى هغوى ته په مسائلو باندې د اګاه خلکو په څېر غوږ ونیسئ. که مو خبره خوښه نشوه نو هيڅوک يې هم په زور درباندې نه مني او هغوى ته ګواښ مه کوئ. ولس د خپل ځان خادمان نه ځانونه د ولس خادمان جوړ کړئ. په سياسي مخالفينو باندې له شرعي ادرسونو څخه فتواو ورکولو مخکې د هغوى د مخالفت لاملونه درک کړئ

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فضل الرحیم مدهوش الک

ښاغلی عبدالوحید صیب خورا ګټور وړاندیزونه مو ورته کړي هغه څه چې ولس غواړي یو پر یو مو ورته مخ ته ایښي خو کاش چې طالبان ورته د عمل جامه واغوستلی شي ستونځه توله دا ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x