لیکنېنظــر

په افغانستان کې د امريکا شپږ سترې تېروتنې

ليکوال سليم ساپی- د پاکستان جيو ټلويزون د «جرګه» سياسي پروګرام چلوونکی او د جنګ ورځپاڼې کالم ليکونکی
ژباړه: نن ټکی اسيا

اګر که امريکا په افغانستان کې خپله هغه موخه تر لاسه کړې، چې القاعده ډله يې له منځه وړې او تر دې وروسته دا ډله د امريکا لپاره کوم ګواښ نه دی او طالبانو هم دا ژمنه کړې، چې د خپل هېواد خاوره به د بهرنيو هېوادونو پر خلاف کارولو ته نه پرېږدي، خو د دې هر څه سربېره امريکا له ناکامۍ او ماتې سره له افغانستانه وځي.

د امريکا په څېر يو ځواک له خپل ځواکمن متحد ناټو ټلوالې سره په افغانستان کې خپلې ټاکلې موخې څنګه تر لاسه نه کړې او يو ځل بيا افغانستان کورنۍ جګړې او يا هم طالبانو ته سپاري او امريکا وځي. د دې پوښتنې ساده ځواب دا دی، چې امريکا د خپلو تېروتنو او بې عقليو له امله داسې کولو ته مجبوره ده.

بې شکه، چې د حامد کرزي او اشرف غني حکومتونه هم په ګڼو محاذونو ناکام وو، له طالبانو سره د پاکستان، ایران، روسيې او نورو هېوادونو اړيکو هم په کې مهم رول درلوده، خو حقیقت دا دی، چې په افغانستان کې د امريکا د ماتې مسؤوليت په خپله امريکا ته راجع کيږي. امريکا، چې په افغانستان کې کومې تېروتنې کړي، د يوه زده‌کړيال په توګه يې لنډيز داسې راټولوم.

په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د يوولسمې له پېښې وروسته، چې امنيت شورا امريکا او متحدينو ته يې په افغانستان کې د کوم قراداد له مخې په افغانستان کې د عملياتو اجازه ورکړه، روسيې او چين يې هم ملاتړ کړی و او لکه چې دا قرارداد د چين له لوري وړاندې کړی شوی و.

امريکايي ليکوال باب وډوارډ په خپل کتاب «بوش اټ وار» کې ليکلي، چې د امريکا ولسمشر جورج ډبليو بوش وارخطا و، چې ښايي روسيه په افغانستان کې د امريکا د عملياتو مخالفت وکړي، خو کله، چې د بهرنيو چارو وزير کولن پاول هغه ته وويل، چې ولسمشر پوټين هر ډول همکارۍ ته چمتو دی، نو د ولسمشر د خوښۍ اندازه نه کېده، خو په افغانستان کې له لومړنۍ بريا وروسته ولسمشر بوش ایران «د شیطاني محور کړۍ» وبلله او په افغانستان کې يې د چين، روسيې او ایران د ګټو خلاف د فعاليتونو اجازه ورکړه، چې له امله يې په ۲۰۰۳ کال کې دغو هېوادونو هم په خپلو تګلارو کې بدلون راوست. د روسيې، چين او ایران خوابدي کول، د افغانستان په اړه د امريکا لومړنۍ ستره تېروتنه وه.

د پاکستان پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف اګر که د فشار په نتيجه کې له امريکا سره هر ډول ملګرتيا وکړه، خپلې ځمکنۍ او هوايي لارې يې ورکړې، د طالبانو پر خلاف يې استخباراتي معلومات ورسره شريک کړل، چې له امله يې د طالبانو حکومت له اټکل شوي وخت مخکې نسکور شو.

د مشرف حکومت د امريکايانو د خوښۍ لپاره د طالبانو سفير ملا عبدالسلام ضعيف او د حزب اسلامي لوړپوړی مشر ډاکټر غيرت بهير له نيولو وروسته امريکا ته وسپارل او د دې ټولو مرستو په مقابل کې د مشرف دا يوه غوښتنه وه، چې هند ته بايد د افغانستان پر خاوره د پاکستان ضد فعاليتونو اجازه ور نه کړل شي، خو امريکا دا ژمنه هم پوره نه کړه، چې له امله يې افغانستان د هند او پاکستان د نيابتي جګړې په ډګر بدل شو او له څه وخت تېرېدو وروسته پاکستان هم د طالبانو په تړاو خپله تګلاره بدله کړه. په افغانستان کې هند ته د پاکستان ضد فعاليتونو د اجازې ورکول د امريکا دوهمه ستره تېروتنه وه.

د سپټمبر له يوولسمې وروسته پاکستان له امريکا غوښتنه کوله، چې د طالبانو د ختمولو پر ځای بايد له هغوی سره د سولې خبرو اترو ته زمينه برابره شي. پاکستان غوښتل، چې طالبانو ته هم د بون په لومړي کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شي، خو امريکا د طالبانو نوم اورېدو ته هم نه وه تياره.

ولسمشر حامد کرزی هم له طالبانو سره د روغې جوړې پلوی و او د صبغت الله مجددي په مشرۍ يې له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره يوه شورا جوړه کړه،خو امريکا دا کميسيون هم ناکام کړ او کار ته يې پرې نه ښود. دا د امريکا درېيمه ستره تېروتنه وه.

په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې افغانستان د ثبات او کرارۍ پر لور روان و، افغانان بېرته خپل هېواد ته روان وو، د طالبانو مقاومت د نشت برابر و، تر دغه وخته په افغانستان کې هېڅ سرتېری برید نه و شوی، خو د ټول افغانستان له کنټرول کولو پرته امريکا پر عراق برید وکړ، چې تر ټولو زيات زيان يې افغانستان ته ورسېد. امريکا هغه مهال خپل ځانګړي ځواکونه له افغانستانه عراق ته ولېږدول.

د امريکا له دې ګام وروسته ایران فکر وکړ، چې امريکا يې د عراق او افغانستان تر منځ سنډويچ کول غواړي، له همدغه وخت وروسته ایران هم له طالبانو او القاعدې اړيکې جوړې کړې.

په خپله حامد کرزي او د مصر د هغه وخت واکمن حسني مبارک په څېر د امريکا متحدينو هم د عراق د جګړې مخالفت کړی و، خو هغه مهال جورج بوش د ځواک په نشه کې و، له هماغه وخته چين، روسيې او د سيمې نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو د شتون په اړه خپله تګلاره بدله کړه او بل پلو پر عراق د امريکا د يرغل له امله القاعده او طالبانو ته د خپلې مدعا لپاره نور دلايل هم په لاس ورغلل او د ابو غریب زندان په څېر وحشي انځورونه هم خپار شول. دا د افغانستان په اړه د امريکا څلورمه او ښايي تر ټولو ستره تېروتنه وه.

د افغانستان په اړه د امريکا تګلاره له ګڼو اړخونو د تضادونو ښکار وه، په ډېرو ځايونو کې د بهرنيو چارو وزارت، سپينه ماڼۍ، سي ای اې او پنټاګون په خوله او يوه پاڼه نه وو، همدارنګه د ناټو ټلوالې د غړو هېوادونو او امريکا په دريځ او فکر کې هم پراخ توپير ښکارېده.

د ساري په توګه ولسمشر بارک اوباما د افغانستان او پاکستان په اړه د خپلې تګلارې د اعلان پر مهال يوه لور ته د ځواکونو د ويستلو مهالوېش وټاکه او بل لور ته يې د «SURGE» په نوم افغانستان ته نور ځواکونه راولېږل او جګړه يې نوره هم تونده کړه. همدارنګه جمهوري پلوه ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د خپلې واکمنۍ په لومړيو وختونو کې يو ځل يوه لور ته افراطي پرېکړه وکړه او بل ځل يې بل لور ته همداسې پرېکړه وکړه. په لومړيو وختونو کې يې ويل، که دی خپل پوځيان وباسي، نو افغانستان به يو ځل بيا د ترهګرو په مرکز بدل شي، خو دوه کاله وروسته يې وويل، چې پاکستان او د افغانستان نور ګاونډيان دې پوه شي، چې د افغانستان په اړه څنګه پرېکړه کوي. پر تضادونو ولاړه تګلاره د امريکا پنځمه ستره تېروتنه وه.

امريکايانو افغانستان د افغانستان په هنداره کې لږ کتلی او د افغانستان په اړه د امريکا پاليسي يې د افغانستان د کورني سياست په رڼا کې جوړوله. د ساري په توګه د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال له تضادونو جوړې تګلارې لامل دا و، چې هغه غوښتل، خپل او د اسټيبليشمنټ فکر يو ځای کړي او مخکې لاړ شي، همدارنګه د ډونلډ ټرمپ له لوري له طالبانو سره د تړون لپاره د وارخطايي تر شا ولسمشريزې ټاکنې وې او دا د امريکا شپږمه ستره تېروتنه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

ښه مي په یاد دي چي د کابل څخه کندهار ته د هوایي سفر پر مهال د مخ په چوکۍ کي یو امریکایي قراردادي او یو کندهاری ځوان ناست وه. هغه کندهاري ځوان که څه هم ثقافتي او متشرع قیافه لرل خو په صفا انګلیسي ږغیدای سوای. د اوباما وختي وې او افغانستان ته یې د لا زیاتو ځواکونو د لیږلو امر صادر کړی وو خو تر اوسه لا راغلي نه وه. هغه امریکایي د دې کندهاري ځوان څخه پوښتنه وکړل چي په دې اړه دي نظر څه دی. هغه کندهاري ځوان ورته وویل چي که دا زیات ځواکونه د… نور لوستل »

نعمت الله

ددي دا تحليل ولوستل وخت ضايع كول دي دي نه خو مونږ ماشومانو دافغانستان سیاست ښه پوهیږی.

جمیل

د دی لیکنی داسی ښکاری چی ګوندی لیکوال افغانان په تیره بیا طالبان ګرسره نه پیژنی
په ډیر مهارت او نیرنګ سره یی د افغان مجاهدینو جهاد او قربانی بابیزه ګڼلی
چی د لیکوال منافقت له ورایه پکی ښکاری

محمد

امريكا يوه غلطى وكره او هغه دا چى د جنگ نه وو او د جنگ ميدان ته ننوتلو او هغه هم افغانستان او عراق كى ، امريكا بايد د افغانانو طبيعت مطابق حركت كرى واى .
او ددى ليكوال د ليكنى په آره به دومره ووايم چى غوارى د مر خامار په وينه باندى خپله توره سره كرى. مطلب په ديره مكارى دا توله واقعه د چاپلوس او دارن غلام غدار خائن پاكستان په نوم كرى.
خبرياله جنگ چا وكرو ، قربانى چا وركرو او غلطى سوك شميرى.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x