شعـــــرونه

ستا نامه مې زړۀ کې لکه څړيکه ده/ ريحان

شفاعت ريحان

ستا نامه مې زړۀ کې لکه څړيکه ده، انتيکه ده
سيمه يې نيولې ستراتيژيکه ده، انتيکه ده

يو ځل دې په سترګو کې شينکۍ اوبۀ را ډنډې دي
بيا نو پکې کش د رنجو ليکه ده، انتيکه ده

ځه د ازادۍ او د طالب مثال به داسې کړو
ستوری دی، سپوږمۍ يې ژوند شريکه ده انتيکه ده

شونډو کې دې يو څۀ نغاړې، سترګو کې دې بل څۀ دي
بېله دې خبره له سرليکه ده انتيکه ده

ستا د ياد ډېوې مې پکې دوې، دوې لګولي دي
بيا مې هم د زړۀ نړۍ تاريکه ده انتيکه ده

جام د وينو غواړي، سرښندنه هم راځي پکې
لاره د جنون بېخي باريکه ده انتيکه ده

تۀ به شفاعته! تر مرګي د يار په زړۀ کې يې؟
دا ولا جالبه ده، انتيکه ده انتيکه ده

شفاعت ريحان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x