افغانستان

بیړنی خبر: د تخار پنځه نورې ولسوالۍ هم طالبانو ونیولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د تخار ولایتي شورا وايي، چې طالبانو تیره شپه ددې ولایت څلور ولسوالۍ(ینګي قلعه، هزارسموچ، خواجه غار، نمک آب او چال) له جګړې پرته نیولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په استولو پیغامونو کې منلې چې د تخار ولایت ینګي قلعه، هزارسموچ، خواجه غار، نمک آب او چال ولسوالۍ یې وروسته له هغه نیولي چې دولتي ځواکونه ورڅخه «تښتېدلي» دي.

مجاهد په دغو پنځو ولسوالیو کې د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

د تخار د ولایتي شورا یو غړي د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې دولتي ځواکونه د طالبانو د سختو بریدونو له کبله د ولسوالیو له مرکزونو شاتګ ته اړ شوي دي.

له تخار ولایت څخه سیمه ییزو خبریالانو هم دا خبره تایید کړې چې طالبانو تیره شپه ددې ولایت پنځه ولسوالۍ نیولي، چې په دې سره اوس یوازې څو محدودې سیمې او مرکز تالقان د حکومت په ولکه کې پاتې دی او هغه هم د طالبانو د برید ګواښ سره مخ دی.

باید وویل شي چې طالبانو په روانه اونۍ د تخار اووه ولسوالۍ نیولي او هڅه کوي چې له همدې لارې په بدخشان او کندوز ولایتونو کې په دولتي عسکرو فشارونه زیات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدګل

د ملیشو په اړه نظر : تیره ورځ د کلات بازا والی حمیدالله توخی د بازار دوکانداران په زوره له دوکانو را ایستلی او یوه غونډه یی تری جوړه کړیوه او یو شمیر د ده پلویانو ته یی وسلی ور کړیوی او د رسنیو پر وړاندی یی تری کلیفونه او عکسونه اخیستل تر څو خپلو مشرانو او یو شمیر رسنیوته وښیی چی ګواکی خلکو د طالبانو پر وړاندی پا څون کړی، هیڅ د عقل خاوند به یی ونه منی چی په ټولکی د کلات ښار خلک دی داسی کار وکړی، ځکه ټول خلک او س ښه پوهیږی چی غوا توره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x