افغانستان

اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د دیپلوماتیکو او خیریه کار کوونکو د امنیت په اړه طالبانو سره خبرې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): په داسې حال کې چې د هېواد له ۲۶ په زیاتو ولایاتو کې جګړې دوام لري او هره ورځ له ۵ څخه زیاتې ولسوالۍ د طالبانو لخوا نیول کیږي، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په دوحه کې له طالب چارواکو سره د بهرنیو دیپلوماتانو او خیریه مؤسسو کار کوونکو د امنیت په هکله خبرې اترې کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم وايي، دغه لیده کاته پرون ماښام د قطر پلازمینه دوحه کې د طالبانو د سیاسي مرستیال او سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن ترمنځ شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په دې کتنه کې چې له دواړو مشرانو سره مل هیئتونه هم ملګري وو، د افغانستان د روان وضعیت او سولې پروسې ترڅنګ په هېواد کې د نړیوالو مرستندویه مؤسسو او بهرنیو سفارتونو، د هغوی د بهرنیو او محلي کارمندانو د امنیت په هلکه خبرې او بحثونه شوې دي.

د ډاکټر محمدنعیم د معلوماتو له مخې په دغه مهال د طالبانو سیاسي مرستیال د اروپايي ټولنې استازي ته د بهرنیو ديپلوماتیکي او خیریه مؤسساتو د امنیت په هکله ډاډ ورکړی او له هغوی څخه یې غوښتنه کړې چې خپلو خیریه او دیپلوماتیکي فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد لرې پرتې ولسوالۍ یوه پله په بله پسې د طالبانو لخوا نیول کیږي او داسې ښکاري چې تردې وروسته به بهرني دیپلوماتان او د خیریه مؤسسو کار کوونکي د خپل امنیت په اړه د کابل حکومت پرځای له طالبانو سره مستقیمې اړیکې ټینګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

اروپایانو او امریکایانو د صلحي موضوع څخه تیار پښه خلاص جوړ کړ، زوم د ناوي ره کورداری کولای سي خو کور ته یې نه سي بیولای. ژر کابل وروسپارئ د نامي زامنو. چي د هري موضوع په اړه طالبانو ته تر قطره پوري ورځغلي په خپلو هیوادونو کي کي د افغانستان سفارتونه طالبانو ته وروسپاري. هلته به د نیژدې څخه ټول مسائل مطرح کوي. خرچه به یې هم لږ کیږي (اروپایانو خو بیا یو څه نه ښه پوره چوسان دي). دا د قطر خلګ هم ډیر بیروبار نه خوښوي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x