ورزش

پي ایس ایل: لاهور او کویټه لوبډلې له سیالیو بهر شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د پاکستان سوپر لیګ لومړی پړاو د اسلام اباد او ملتان لوبډلو ترمنځ په سیالۍ پای ته ورسېد چې له مخې یې لاهور او کویټه لوبډلې په لومړي پړاو کې بهر شوې.

د راشد خان لوبډله لاهور قلندرز چې يومهال یې په لومړي او دوهم مقام کې ځای درلود، په پرلپسې پنځه ماتو سره له یاد ټورنمنټ څخه بهر شوه.

تېره شپه د کراچي کینګز او کویټه ګلډیټرز لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه، کراچي یاده لوبه وګټله او لاهور یې له پي ایس ایل لیګ څخه بهر کړ.

د پاکستان سوپر لیګ د وروستي جدول له مخې، اسلام اباد یونیټډ، ملتان سلطان، پېښور زلمي او کراچي کینګز لوبډلو دوهم پړاو ته لار وموندله، دغه پړاو به د دوشنبې په ورځ پېل شي.

په پلی آف لوبه کې به اسلام اباد یونیټډ او ملتان سلطان لوبډلې مخامخ کیږي، چې ګټونکی به یې پایلوبې ته لار مومي، او بایلونکی به یې د دوهم پلی آف ګټونکي سره چې د پېښور زلمي او کراچي کینګز (ایلینمیټر) ترمنځ ترسره کیږي، مخامخ شي.

د پلی آف لوبې سبا د دوشنبې په ورځ د افغانستان پر وخت د مازدیګر په ۵:۳۰ او د شپې په ۱۰:۳۰ بجې پېل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ په سیالیو کې د راشد خان په ګډون یو شمېر افغان لوبغاړو هم برخه اخیستې ده، په دوی کې له راشد خان پرته رحمان الله ګربز، نجیب ځدان، نور احمد او حضرت ځاځي ممکن په راتلونکو سیالیو کې ولوبول شي.

د پاکستان سوداګریزې سیالۍ په فبروري میاشت کې د پاکستان په کراچي ښار کې پېل شوې، خو له محدودو لوبو وروسته د کرونا ویروس له کبله وځنډیدې او یو وار بیا په جون میاشت کې په عربي اماراتو کې پېل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x