ورزش

د اروپا فوټبال اتلولي: جرمني په ۴-۲ پرتګال ته ماتې ورکړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د اروپا UEFA فوټبال اتلولۍ په لومړي پړاو سیالیو کې جرمني لوبډلې د رونالډو لوبډلې پرتګال ته له جالبې لوبې وروسته د ۴ په ۲ ګولونو توپير ماتې ورکړه.

جرمني یادې سیالۍ د فرانسې لوبډلې څخه په ماتې پېل کړې، خو پرتګال لوبډلې ته یې په خپله دوهمه لوبه کې سخت ځواب ورکړ.

په یاده لوبه کې که څه هم جرمني په زړه پورې کارکردګي نندارې ته وړاندې کړه، خو دوه ګولونه یې د پرتګال دفاعي لوبغاړو (رفایل ګریرو او روبن دیاز) په تېروتنو راوړل، دغه راز یې دریم ګول د کای هاوارتز او روبن ګوسنز په مرسته رواړل، په داسې حال کې چې د پرتګال له لوري دوه ګولونه رونالډو او دیاګو جوټا ووهل.

له دې وړاندې د شنبې په ورځ دوه نورې غوره لوبې هم ترسره شوې، چې په لومړۍ کې د فرانسې او هنګري لوبډلې مخامخ شوې وې، هنګري لوبډله وتوانېدله د فرانسې لوبغاړو تر هجومي اغیز ځان وژغوري چې په پای کې لوبه ۱-۱ مساوي شوه.

دغه راز د تیرې ورځې په وروستۍ سیالۍ کې اسپانیا او پولنډ لوبډلې مخامخ شوې، که څه هم اسپانیا غوره لوبه وړاندې کړه خو د پولنډي لوبغاړي روبرټ لیوانډوسکي ګول یاده سیالي ۱-۱ مساوي کړه.

اوسمهال د اروپا فوټبال اتلولي شپاړسم پړاو سیالیو ته هالنډ او ایټالیا لوبډلو لار موندلې ده، خو د پاتې پړاو لپاره به نن یکشنبه، سبا دوشنبه او سه شنبې ورځ هم سیالۍ ترسره کیږي.

د یکشنبې ورځې په سیالۍ کې به ایټالیا د ویلز، سویزرلینډ د ترکیې، اوکرین د استریا او شمالي مقدونیا د هالنډ لوبډلو سره مخامخ شي، دغه لوبې به په بېلا بېلو ښارونو کې د شپې په یو وخت  د افغانستان پر وخت ۱۱:۳۰ بجې به په ترتیب سره پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x