شعـــــرونه

د خالص بابا په یاد!

شاعر: عبدالکبیر طلايي

روح يې ورکړ د سرور د روضې خوا کې
بس همدا يې وه ارزو ژوند د دنيا کې
په حرم کې يې سوالونه کړه الله ته
ربه ته مې مدينه دارالفنا کې

دبقيع جنت ګلونو نه يو ګل شو
چې تر مرګه قايم پاتې شو وفا کې

په ګاونډ د صحابه و کې اوسيږي
کليوال د صحابه و شو عقبا کې

مړ يې نه بولم ژوندی دی تل ياديږي
قدرمن شو پس له مرګه په رښتيا کېګ

چې د زړه له درده سوال په ژبه راشي
تل قبليږي په اخلاص د رب درګاه کې

«نبي خيل» نبي رښتيا و پيژندلی
ماهم دغسې نبي سره اشنا کې

کاميابي نه حاصليږي په بل څه کې
حاصليږي د رحيم رحمان رضا کې

اي څښتنه تل اخلاص درځينې غواړي
(طلايي کبير) اوسيږي تمنا کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x