روغتیا

برازیل کې د کرونا له کبله د مړو شمېر له ۵۰۰ زرو پورته شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): په سویلي امریکایي هېواد برازیل کې د کرونا وبا دریمه څپه په چټکۍ خپریږي چې له کبله یې د مړو شمېر له ۵۰۰ زرو «نیم ملیون» پورته شوی دی.

برازیل د شنبې په ورځ په نړۍ کې له امریکا وروسته دوهم هېواد شو چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله یې د مړو شمېر له نیم ملیون پورته شو، په امریکا کې دغه شمېره له ۶۰۰ زرو اوښتې ده.

د برازیل روغتیا وزیر مارسیلو کویروګا په یوه ټویټ کې ویلي، «د کرونا وبا له کبله له ۵۰۰ زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې برازیل او نړۍ په پراخه کچه اغیزمنوي».

د برازیل روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د یادې ساري ناروغۍ له کبله ۲۳۰۱ نور ناروغان مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شمېر ۵۰۰ زره او ۸۰۰ مړو ته رسېدلې ده.

په برازیل کې روانه اونۍ د کرونا له کبله اوسطا له ۲ زرو زیات کسان هره ورځ مړه شوي، چې د مې له لسمې نیټې وروسته په لومړي وار داسې پېښيږي.

د برازیل روغتیا پوهان اندېښنه ښيي چې په هېواد کې د دریمې څپې خپرېدو سره په مثبتو پېښو او د مړو په زیاتوالي کې پراخ توپیر لیدل شوی دی.

دوی وایي، په برازیل کې د واکسیناسیون بهیر چې کولی شي توپیر رامنځته کړي، سوکه روان دی، او د مخنیوي ګامونه هیڅ نښې نه لیدل کیږي.

د برازیل په سترو ښارونو کې تر ډیره وضعیت نورمال شوی چې ریستورانتونه، شرابخانې او دوکانونه پرانېستل شوي او خلک په لارو کوڅو کې ماسک هم نه کاروي.

خو ددې سربېره د برازیل له ۲۷ ایالتونو څخه په ۱۹ هغو کې د کرونا وضعیت ترینګلی دی چې په روغتونونو کې له ۸۰ سلنې زیات بسترونه ډک شوي، په داسې حال کې چې په ۹ ایالتونو کې دغه کچه له ۹۰ سلنو پورته ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x