روغتیا

د کرونا پرمهال د اکسیجن کمښت، شرکتونه د خلکو له مجبوریته ناوړه ګټه پورته کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): په هېواد کې د کرونا ویروس دریمې څپې لوړوالي خلک د اکسیجن له سخت کمښت مخ کړي چې آن ناروغان د اکسیجن نشتوالي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د کرونا ناروغانو ځینې پایوازیان وایي چې د اکسیجن نشتوالي له کبله دوی مجبوره دي په لوړه بیه له بازاره د اکسیجن بالونونه واخلي.

دوی زیاتوي، د عامې روغتیا وزارت نشي کولی ناروغانو ته کافي اندازه آکسیجن چمتو کړي، چې خلک اړ شوي په خپله ځانونو ته اکسیجن له بازاره چمتو کوي.

د کرونا ناروغانو خپلوان وایي، شرکتونه د اکسیجن کمښت سره د خلکو له مجبوریته ناوړه ګټه پورته کوي، د اکسیجن بالونونه چې په ۶۰۰ افغانۍ ډکېدل، اوسمهال په بازار کې د شرکتونو له لوري په ۶ زره افغانۍ ډکیږي.

اوسېدونکي پر دولتي ادارو تور لګوي چې خصوصي سکتور د شرکتونو لپاره ټاکلي نرخونه نه ټاکي او د څارنې نشتون له کبله دغه شرکتونه خپله نرخونه ټاکي.

د عامې روغتیا وزارت په دولتي روغتونونو کې د اکسیجن نشتوالی ردوي، خو وایي په عامه روغتونونو کې هیڅ ناروغ له اکسیجن پرته نه دی پاتې شوی، ددې وزارت چارواکي ټینګار کوي چې د روغتیا وزارت کارکوونکي د کرونا ناروغانو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو ګړندۍ هڅې کوي.

له یوې مخې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ډيریږي، خلک د اکسیجن نشتوالي څخه شکایت کوي، د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په دې وروستیو ورځو کې کوویډ-۱۹ ناروغانو ډیروالي له امله د اکسیجن کمښت سره مخ دي، ځیني آن ادعا کوي چې ددوی ناروغان د اکسیجن نشتوالي له کبله مړه شوي دي.

اوسېدونکي پر روغتیا وزارت د وضعیت وړاندوینې، سم تحلیل نه کولو او د سختو ورځو لپاره د کافي اکسیجن نه درلودلو لپاره نیوکه کوي.

په ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارکوونکو د خپلو ناروغانو د مړینې لامل په روغتونونو کې د کافي اکسیجن نشتوالی ښودلی دی، دوی په دې تړاو روغتونونه پړ بولي، کوم چې د اکسیجن بالونونه او د ناروغانو بسترونه په لوړه بیه پلوري چې بېوزله کسان یې د اخیستلو توان نه لري.

د کابل اوسېدونکي وایي، شرکتونه د خلکو له مجبوریته ناوړه ګټه پورته کوي، او د اکسیجن یو بالون چې څو اونۍ وړاندې په ۵۰۰ یا ۶۰۰ افغانۍ ډکېدل اوس په ۶ زره افغانۍ ډکیږي، او د ناروغان مجبور دي د اکسیجن ډبې د نشتوالي پرمهال په ۲۵ زره افغانۍ یوه ډبه وپېري.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه د کرونا دریمه څپه لا سر ته نه ده رسېدلې، د روغتیا وزارت چارواکي په دې باوري دي چې ممکن دریمه څپه په دې اونۍ کې خپل اوج ته ورسیږي، چې له کبله به د مړو شمېر نور هم لوړ شي.

اوسمهال په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۱۰۱ زرو او د مړو شمېر له ۴ زرو زیات شوی دی، د روغتیا وزارت له مخې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۹۳ کسان مړه شوي او ۱۹۲۷ نور پرې اخته شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

ځکه چې مالکان یې د انسانیت په نامه څه نه پېژني او له وجدانه خو بلکل خلاص دي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x