
وروستیو تحولاتو وښودل چې:
قاري حبیب
روانې ورځې شپې د افغانستان په نږدې تاریخ کې ټاکوونکې او خورا مهمې ګڼل کیږي. موږ د یو پراخ، ژور او سرتاسري تحول شاهدان یو. له تیرې یوه میاشتې راهیسې د هیواد په لر او بر کې د هغو عسکرو اړخ بدلول پيل شوي چې اشغالګرو ورپورې ډیرې هیلې تړلې وې. هغوی یې د دې لپاره روزلي وو او د هغوی د اکمال او په اصطلاح ( قاطع ملاتړ) خبره یې کوله تر څو له اشغال وروسته ورباندې د جګړې اور بل وساتي او د خپل مؤمن ولس په مقابل کې یې وجنګوي.
اما اوس ثابته شوه چې د اشغالګرو دا هیله بې ځایه وه. یو ځل بیا هغه خبره ثابته شوه چې اشغالګر کولای شي ځیني افغانان د خپلو ګټو لپاره استخدام یا په اصطلاح کرایه کړي، اما افغان هیڅکله اخیستل کیدلای نه شي. موږ وینو هغه عسکر چې اشغالګرو د خپل اشغال د دوام لپاره کرایه کړي وو اوس د اشغالګرو ملاتړ پریږدي او له مجاهدینو سره یو ځای کیږي. دوی په دې عمل سره ثابتوي چې ځانونه یې د تل لپاره په اشغالګرو نه و ګرو کړي یا خرڅ کړي. نو ځکه اوس بیرته خپل اصالت، خپل ولس او خپل کور او کلي ته راستنیږي او مجاهدین یې هم د ګلونو په ګیډیو هرکلی کوي. په هر حال
دلته غواړم روان وضعیت ته په کتلو په ځینو هغو دلالتونو رڼا واچوم چې دې وضعیت له ژورې مطالعې څخه راته څرګندیږي.
۱ــ د عسکرو ډلییز اړخ بدلول او له مجاهدینو سره پیوستون زموږ هغه مدعا ثابته کړه چې په افغانستان کې د جګړې اساسي عامل بهرنی اشغال دی، که بهرني ځواکونه له مابینه ووځي او د قضیې بهرنی اړخ قطعه شي نو ممکنه ده چې افغانان پر یو بل باور وکړي، مخالفتونه شاته وغورځوي او په دې سره په محلي کچه مسائل په سوله ییز ډول حل او سوله ګام پر ګامه عملي شي. همدا اوس موږ وینو چې په لسګونو ولسوالیو کې چې د افغانستان څه کم یوه ربع کیږي دغه پروسه عملا ترسره شوې ده. پرته له دې چې وینه تویه شي، پرته له دې چې مرمۍ فیر شي او کوم اړخ ته زیان ورسیږي په محلي کچه د تفاهم او باور په فضاء کې دواړه اړخونه یو توافق ته رسیدلي او د جګړې پر ځای یې تفاهم او سوله ییز حل غوره کړی دی.
۲ــ په محلي کچه دغه پراخو تحولاتو وښودل چې د افغانستان قضیه د بهرنیانو له مداخلې پرته په ډیر ښه شکل حل کیدلای شي. موږ وینو چې د اکثره ولسوالیو، پوځي مراکزو او بیسونو د تسلیمۍ په مهال ولسي سپین ږیري او علماء کرام د منځګړو رول اداء کوي. هغوی د خپلو دیني او افغاني اصولو او معیارونو په اساس د دواړو خواوو ترمنځ توافق رامنځته کوي او په دې ډول نه یوازې د مرګ له خطر سره د مخامخ عسکرو ژوند ژغورل کیږي، بلکې د ودانیو د تخریب مخه هم نیول کیږي. له دې معلومه شوه چې د بین الافغاني حل پروسه هغه وخت ښه نتیجه ورکولای شي چې واقعا بین الافغاني وي او د بهرنیو اړخونو له وجود او تأثر څخه پاکه وي.
۳ــ دې پراخ تحول او لسګونو ولسوالیو کې د جګړې د عواملو ختمیدو وښوده چې په افغانستان کې ډیر کم خلک د جګړې د دوام غوښتونکي دي. چې هغه هم د کابل د رژیم هغه څو تنه مشران دي چې کورونه یې په خارج کې دي، د بهرنیو هیوادونو تابعیتونه لري او دلته د پردیو ګټو د حصول او پردیو اجنډاوو د تعمیل لپاره رالیږل شوي دي. له هغو څو تنو محدودو کسانو پرته حتی د کابل د ادارې ټیټ پوړي چارواکي او عسکر هم نه غواړي چې جګړه دوام پیدا کړي. دوی اوس دې نتیجې ته رسیدلي چې اشرف غني او په شاوخوا راتاو ټامیان یې په دې نه ارزي چې د دفاع لپاره یې ځانونه ووژني. نو ځکه له مجاهدینو سره پیوستون اعلانوي.
۴ــ وروستیو تحولاتو د اسلامي امارت د مجاهدینو اخلاقي لوړتیا هم ټولې نړۍ ته د لمر غوندې روښانه کړه. ویل کیږي چې اصلي ترحم، عفوه او درګذر هغه دی چې د بالادستۍ او غلبې په وخت کې وشي. په همدې اساس خو ویل شوي چې که غواړې د یوه چا اخلاق معلوم کړې نو قدرت ورکړه. یعني د قدرت په وخت کې د یو چا د شخصیت او اخلاقي وضعیت اصلي ګراف معلومیږي.
موږ وینو چې د اسلامي امارت مجاهدین د قدرت، غلبې او بالادستۍ په اوج کې د ترحم، شفقت، بردبارۍ او خیرخواهۍ درانه ثبوتونه وړاندې کوي. له محاصره عسکرو سره دومره د نرمۍ او تواضع چلند کوي لکه هغوی چې ورباندې برلاسي او دوی مغلوب وي. هغه عسکر چې یوه شیبه وړاندې د دوی پر خلاف جنګیدل دوی یې په غاړه کې هارونه ور اچوي او د خپلو وروڼو غوندې یې په غیږ کې نیسي. دا د اخلاقي لوړتیا هغه ثبوت دی چې په اوسنۍ نړۍ کې یې بیلګه پیدا کول ناشوني دي.
۵ــ له محاصره او په تش میدان پاته عسکرو سره د اسلامي امارت دغه رویه ثابتوي چې له اسلامي امارت سره واقعا د افغانستان د ولس غم دی. د ولس درد خپل درد بولي او حتی د ولس منحرف اشخاص هم له ځانه بیل نه ګڼي او د خپل تن برخه یې بولي. له همدې امله خو د زرګونو عسکرو په بښلو او بلا قید وشرطه آزادۍ سره یې د افغان ولس لکونو کورنیو ته خوښۍ وروبښلې او د هغوی اعتماد او باور یې را خپل کړ. د افغانستان په جګړه ییز تاریخ کله هم دغسې صحنې نه دې لیدل شوي، کومې چې اوس یې موږ شاهدان یو. دا لوړ ظرفیت ښيي چې اسلامي امارت واقعا د دې ولس نماینده ځواک دی او د دې د واکمنۍ حق لري.
په روانو حالاتو او تحولاتو نور هم ډیر څه لیکل کیدای شي خو د اوس لپاره همدومره . . .