افغانستان

له اوږده انتظار وروسته اشرف غني او عبدالله سپینې ماڼۍ ته بلل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د روانې اونۍ پای کې به د کابل حکومت مشر اشرف غني او د هغه شریکوال د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په ګډه واشنګټن ته سفر وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جن پسکي وايي، چې ټاکل شوې ده محمداشرف غني او عبدالله به د روانې جون میاشتې په ۲۵مه نیټه د جمعې په ورځ امریکا ته د سفر پرمهال ددغه هېواد له ولسمشر جوبایډن سره وګوري.

ددې لیدنې په ترڅ کې به امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته د دیپلوماتیکي، اقتصادي او انساني مرستو پر دوام ټینګار وکړي او همدغه راز به د سولې پروسه کې له افغان ولس څخه یوځل بیا خپل ملاتړ اعلان کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند دغه راز زیاته کړې چې امریکا له افغان دولت سره همکاري کوي، ترڅو د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان یوځل بیا د «ترهګرو» په امن کور بدل نه شي.

نوموړي دغه راز له افغان سولې پروسې څخه د امریکا د ملاتړ او ترڅنګ ویلي، چې هېواد یې ټول افغان اړخونه د سولې پروسه کې د معنا داراه برخې اخیستو لپاره هڅوي.

باید وویل شي چې د کابل حکومت مشر اشرف غني له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوله چې په یوازې توګه امریکا ته سفر وکړي او ددغه هېواد له نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن سره د لیدلو پرمهال د سولې پروسې او نورو اړونده مسائلو په هکله خپل ځانګړی نظر شریک کړي؛ خو د امریکا ولسمشر د نوموړي دغه غوښتنه نه منله او ټینګار یې کاوه چې په دغه سفر کې باید ورسره نور حکومتي او سیاسي مطرح جهتونه هم حضور ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل حکومت کې د سولې پروسې او نورو مسائلو په اړه شدید اختلافات موجود دي او تمه څرګندیږي چې د امریکا ولسمشر به ددې لیدنې په ترڅ کې اشرف غني او عبدالله عبدالله ته ځینې ترخه حقایق هم څرګند کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

د مکتب د داسي ماشومانو په صفت چي د مکتب د مدیر ادارې ته وربلل کیږي چي د ښونځۍ د اصولو څخه د سرغړوني په جرم د ښونځۍ څخه د اخراج سند وروسپارل سي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x