نړۍ

زرګونه اروپايان د اسراييلو پر ضد لاريونونو ته راوتي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۳): د ګڼو اروپايي هېوادونو پلازمېنو کې د اسراييلي ترهګريزو بريدونو پر ضد زرګونو اروپايانو لاريونونه وکړل او پر غزه يې داسراييلو بريدونه په سختو ټکو وغندل.

راپورونه وايي، چې ټول لاريونونه په سوله ييزه توګه پای ته ورسيدل، مګر د فرانسې پلازمېنه پاريس کې د لاريون کوونکو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتو کې يو شمېر کسان ژوبل شول.

غربي رسنۍ وايي، چې د بريتانيا بېلابېلو ښارونو کې شاوخوا پنځلس زرو کسانو د فلسطينيانو په ملاتړ مظاهرې وکړې او پر غزې يې د اسراييلي بريدونو د سمدستي درولو غوښتنه وکړه.

بل پلو سلګونو بريتانويانو لندن کې د اسراييلو سفارت مخته د اسراييلو په ملاتړ مظاهره وکړه او د اسراييلي پوځيانو ترهګريز بريدونه يې وستايل.

د اسټريا پلازمېنې ويانا کې يوولس زره لاريونکو د اسراييلو پر ضد شعارونه ورکول او د اسراييلو بريدونه يې ترهګريز بريدونه وبلل، چې غزه کې ولسي وګړي وژني.
لاريونکوونکو سره جنډې او لوحې وې. په لوحو ليکل شوي و، غزه پريږدئ چې ژوند وکړي.

د فرانسې پلازمېنه پاريس کې هم زرګونو کسانو د اسراييلو بريدونه په کلکه وغندل، سره له دې چې پاريس کې د فلسطين په ملاتړ پر مظاهرو او لاريونونو بنديز لګيدلی، مګر بيا هم زرګونو کسانو د فلسطين په ملاتړ او اسراييلو پر ضد نارې وهلې.

د هالنډ امسټردام ښار کې شاوخوا درې زره کسانو د اسراييلو پر ضد لاريونونه وکړل او د اسراييلو بريدونه يې وغندل. لاريون کوونکو د فلسطين بيرغونه پورته کړي وو او د اسراييلو پر ضد يې نارې وهلې.

امستردام کې يو ۳۲ کلن ځوان اکرم کارا فرانس پريس خبري اژانس ته و ويل، چې ملګرو ملتونو او ګردې نړۍ ته حيران دی، چې د يوې جعلي پېښې په اړه شپه ورځ په رسنيو کې خبرې کوي، مګر د زرګونو بې ګناه فلسطينيانو په وژنه پټه خوله دي او هيڅ هم نه وايي.

وروستي راپورونه وايي، چې د اسراييلي بريدونو له پيله تر اوسه د فلسطيني شهيدانو شمېر له پنځه سوو واوښت او له درې زرو زيات فلسطينيان ټپيان شوي دي.
بل پلو د اسراييلو دفاع وزارت وايي، چې د حماس په بريدونو کې تر اوسه ۲۰ اسراييليان وژل شوي، چې اتلس يې عسکر دي او له پنځه سوو زیات اسراييليان ټپيان دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x