
د عسکرو لویدلی مورال او ماتې/څو حقائق
نصیب ځدراڼ
د طالبانو په مقابل کې جنګېدونکي افغان عسکر هره ورځ لسګونه او کله کله سلګونه په ډلهييزه توګه طالبانو ته تسلیمېږي. طالبان هره ورځ ولسوالۍ او پوستې سقوط کوي. دلته یې په لاملونو خبرې کوو، زما په اند یو څو علتونه دي چې یو بل پورې تړلي دي.
اول: تر ټولو لوی علت یې دا دی چې امریکایانو داخلي عسکر وروزل، تجهیز یې کړل؛ خو دوی یې پر ځان بسیا نه کړل. مثلاً دفاع وزرات خپله یوه مرمۍ نه شي جوړولی، د دې پر ځای چې وسله جوړه کړي، اړ دي چې له نورې نړۍ وسله وپیري. تل یې نورې نړۍ ته د مرستو سترګې نیولې وي.
تېرو شلو کلونو کې د وخت واکمنانو سره دا فکر نه و چې یو داسې څه وکړي چې راتلونکي کې دوی خپله وسله تیاره کړي، یا دومره بودیجه ولري چې د نړیوالو کومک نه پرته جنګ ور باندې وکړي. خلاصه دوی داسې کار ونه کړ چې ځان د نورو له احتیاجۍ خلاص کړي. کله چې امریکایانو د دوی د سنګر نه په شا شول او یوازې یې پرېښودل، یوه لویه تشه را پیدا شوه او خپله کمزورتیا ور ښکاره شوه.
دویم: د امریکایانو نظامي عملیات چې څومره سخت وو هغومره یې طالبان کلک کړل، د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په هندوستان کې په یوه مرکه کې وویل: چې طالبان کلک خلک دي، طالبان کلک ځکه وو چې څومره چې د امریکایانو عملیات منظم وو هغومره طالبانو خپل تاکتیکونه ورسره بدلول، مثلاً که دوی به جنګ وکړ لسو دقیقو کې به چورلکې یا جنګي الوتکې کومک ته راورسېدې؛ خو طالبانو به په هغومره کم وخت کې عملیات خلاص کړل، یا که لوی برید به یې کولو نو د “نه تلفاتو” د پلان سره به نه ورتلل، بلکې دې ته به تیار وو چې دوی به خامخا ځاني تلفات ویني. طالبان د سخت جنګ سره بلد شول او تاکتیکونه یې پیاوړي شول. پایله یې دا شوه چې اوس طالبان هم دغه جنګ د هغو داخلي عسکرو سره کوي څوک چې په داسې جنګ عادت وو چې د ډز د غږ وروسته به یې له بهرنیو عسکرو د مرستې غوښتنه کوله او دوی به هم په جنګ کې برخه ورسره واخیسته، خو اوس طالبان په سخت جنګ بلد دي او عسکرو ته هغه کومک نه ورسېږي کوم سره چې دوی ذهناً عادت شوي یا که لږ یې نور واضحه کړو نازولي عادت شوي وو، طالبانو له دې حالت ګټه واخیسته او جنګ تر مخکې یو څو ورته اسان شوی دی او عسکرو ته بیا ډېر سخت شو.
درېیم: طالبانو پر ضد په رسنیو کې چې کوم تبلیغات کېږي دوی سخت دریځه او وحشیان معرفي کوي؛ خو دوی په عمل سره دا تبلیغات رد کړل، شلو کلونو کې چې کومو عسکرو، قرار دادیانو او د امریکا افغان ژباړونکو د بهرنیانو سره یو ځای دوی مرګ او زندان ته برابرول، شکنجه کول به یې، د دوی جسدونه یې په موټرو پسې کشول، د کورنۍ پر وړاندې به یې د دوی بې عزتي کوله، نن دوی د خپل انتقام په جذبه لوی کاڼی کېښود، ډلې ډلې تسلیم شوي عسکر د جېب خرڅ او تسلیمي د کارټ سره رخصتوي تر څو چې راتلونکي کې دوی ته څوک مشکل جوړ نه کړي. عسکر که یو طرف ګوري چې مرګ دی، بهرنیانو او دفاع وزارت کومک نشته خو بل طرف د تسلیمېدو په شکل کې دوی ته خپل کړي جنایتونه ور بښل کېږي او دوی د عزت ژوند ته لاره مومي، نو دوی وسلې پر ځمکه ږدي او طالبانو سر یو ځای کېږي.
څلورم: د محاصرې تاکتیک دی. پرون یو طالب راته ویل چې میدان وردګ کې طالبانو یو پوځي مرکز محاصره کړی، عسکر دا غوښتنه ترې کوي موږ ته ټانګونه راکړئ او نورې وسلې او مهمات تاسې ته در پرېږدو، خو طالبان اجازه نه ورکوي، دوی په داسې حال کې قرار لري چې کومک ته یې هم څوک نه راځي، خوراکي مواد ور ختم شوي، یو وریجې ور پاتې دي او که طالبان جنګ پرې وکړي نو ډېر په اسانۍ دا بېس نیولی شي، خو طالبانو مخابرې د لارې خبرو اترو ته دوام ورکړ او څلور ورځې وروسته ټول عسکر تسلیم شول. ټانګونه او نور مهمات یې طالبانو ته وسپارل. له کوچني اختر وروسته ۷۰ زیاتي ولسوالۍ او تر سلو زیاتي پوستې او پوځي مرکزونه د طالبانو لاس ته لوېدلي، په دغو د هغو نیول شویو ځایونو شمېر چې په جنګ نیول شوي له هغو ډېر کم دی چې محاصرې نه وروسته تسلیم شوي. طالبانو جنګ پر ځای د محاصرې تاکیتک ته مخه کړې ده، نتیجه یې د مرګ ژوبلې پرته عسکر تسلیم شي او وسلې او نور مهمات د دوی لاسونو ته ورشي. د دې تاکتیک سره یو که مرګ ژوبله نه رسېږي بل طرف طالبانو ته لوی شمېر وسلې او مهمات لاس ته ورځي.
پنځم: دا چې پوځیان جنګ په کلکو اعصابو او یو فکر یا ایډیالوژۍ له مخې کوي، امریکا چې کوم عسکر د امنیتي ځواکونو په نوم وروزل، دوی په ذهن کې یې دا خبر ور پیچکاري کړه چې طالبان د پاکستان خلک دي، پنجابیان دلته جنګ کوي او دې ته ورته پراخ تبلیغات یې وکړل، نتیجه یې دا شوه چې د عسکرو په شمول ډېرو افغانانو ته به دلته د کم زیات ۵۰ هېوادونو یرغلګر عسکر، یرغلګر نه ښکارېدل نه به عسکرو دا فکر کاوه چې موږ د یرغلګرو د اهدافو لپاره جنګېږو، خو وخت په تېرېدو دا جوته شوه چې کوم پاکستان په خلاف چې د وخت واکمنانو تبلیغات کول هغه پاکستان سره یې د ډیورنډ تړون وکړ، د تورخم دروازه او د بولدک دوه کلي لقمان کلا او جانګیری پاکستان ته ډالۍ کړل. نو له داسې تبلیغاتو موقتي استفاده کېدلی شي؛ خو تر ډېر وخت دوام نه شي کولای. حق لکه خوشبویي له سلو پردو هم ځان ښکاره کوي اوس له عسکرو که یو طرف خارجي عسکرو لاس واخیست بل طرف د خپلو مشرانو له چلند او ناکامو پالیسیو ډېر مایوسه شوي.
مجموع کې که ورته وګورو د اشرف غني د حکومت حال د دفاع هم نه دی بلکې د ماتې په حال کې دی، طالبان د جنګ پر ځای له تاکتیکو کار اخلي،مرګ ژوبله کمه او د طالبانو لاس ته راوړنې زیاتې دي، موټر بم چې د دوی تر ټولو مؤثره وسله وه دوی یې اوس د نشت په حساب استعمالوي خو عسکر بیا هم پرته له لویو بریدونو وسلې پر ځمکه ږدي، فکر کوم جنګ به د ولسوالیو له سقوط ور اخوا د ولایتي مراکزو د محاصرې شکل غوره کړي او دا به لږ وخت وروسته معلومېږي چې طالبان ښارونو ته په جنګ داخلېږي که د قطر مذاکرات د بدلون کوم لوی پیغام راوړي؟