نظــر

د ترکيي ښکيلتيا به نور حساسیتونه را وپاروي‎

عبدالوحيد وحيد

شک نشته چې زمونږ هیواد له تيرو څو لسيزو راهيسې د ګاونډيانو سيمې او نړيوالو ترمنځ د رقابتونو، تربګنيو او زور ازموينې ډګر ګرځېدلى دى. شورويانو امپرياليزم په افغانستان کې مهار کاوه، امریکا او اوروپا خپل دښمن د هغوى کور ته له ورتلو وړاندې دلته وژني، پاکستان زمونږ په خاوره خپل بالفعل او بالقوه دښمن وهي. هند دلته لوبيږي، ايران زمونږ په هیواد کې امریکا او سعودي ته خپل زور ښيي روسيه او چين هم لاس تر زنې ناست نه دي، د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د نورو په پرتله محتاطانه لوبيږي، حالات څاري او وقتا فوقتاً غبرګون ښيي، خو چينايان په خبرو نه، بلکې په کار کولو موخې ترلاسه کوي. زما په اند دغه دواړه هېوادونه په افغانستان کې سولې ته له خپلو ګټو سره غوټه ورکوي، خو بيا هم په هر حال د متمائل سياست خپلولو لپاره لومړيتوبونه او A B C پلانونه هم لري.

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تاريخ په اوږدو کې خورا نږدې او دوستانه اړيکې درلودلې او دا چې افغانستان له شوروي اتحاد وروسته دوهم هيواد وه چې د معاصرې ترکیې جمهوري حکومت يې په ١٩٢٣ زيږديز کال کې په رسمیت وپيژنده. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د تل لپاره دوستانه پاتې شوي دي.

البته له افغانستان سره د ياد هيواد د تاريخي اړيکو له شتون سره سره ترکیه له تيرو دوو لسیزو راپدیخوا د ناټو په چوکاټ دلته شتون لري او لوبيږي. که له ترکتبارو افغانانو سره يې ښکيلتيا زياته هم وه، خو مونږ ته دومره د اندېښنې وړ نه وه. ترکیه له افغانستان سره د زده کړو او د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته کوي. ليکن د ترکيې د اوسني حکومت د اسلامپالۍ له دعوې او د اسلامي نړۍ قيادت سمبالولو ته له هڅو سره سره د پان ترکيزم د را ژوندي کولو هڅې د هغوى اسلامي روحيه تر پوښتنې لاندې راولي. پان ترکيزم او د امت د اتحاد هدف ته رسيدل جدا لارې لري او جدا موخې دي. اټکل کيږي چې ترکیه د خپل عظمت رفته د را ژوندي کولو لپاره د اسلام او تبار دواړه کارتونه کاروي.

دوستم په افغانستان کې د توپک د شپيلۍ په زور د مخالف اړخ د تهديد توهين او تحقير تاکتيکونو په کارولو د ازبک قوم د مشرتابه له دعوې سره سره بيا هم د عامو افغانانو ترمنځ د ستر جنګي جنايتکار، د پرديو د لاس اله او اخلاقي مجرم په توګه پيژندل کيږي. په تيرو دوو لسیزو کې د ځينو نوموتو شخصیتونو په ابرو باندې د تجاوز په قضيو کې د ککړتيا له امله له عدلي او قضايي تعقیب څخه د ترکيې د حکومت لخوا د دوستم د ژغورلو متکررو هڅو په دغه هيواد باندې زمونږ د باور کچه ټکنۍ کړي ده.

اوس چې د ناټو ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه د وتلو ژمنه کړې ده او ترکيه هم د ناټو فعاله غړى هيواد دی، نو پاتې کيدل به يې يقيناً د تړون ماتېدل وي. داسې ښکاري چې دغه هېواد له امریکا او پاکستان سره د کومې معاملې په نتیجه کې د کابل د هوايي ډګر د ساتلو مسئوليت اخيستو ته ملا تړلې ده. د افغانستان په مسئله کې د يادو دريو واړو له دوه مخي سياستونو او مشکوک شاليد ته په کتو په اوسني مبهم حالت کې د کابل د هوايي ډګر ساتلو لپاره د ترکيې د ځواکونو پاتې کيدل د افغانانو په ذهنونو کې لاندې پوښتنې را پورته کوي؛

1- يوازې د هوايي ډګر ساتل د افغانستان خلکو ته په زغرده اعلان ده چې د سقوط اوسنى جريان دوام مومي او پلازمېنه کابل سقوط کوي او يو ځل بيا ملوک الطوایفي جوړيږي چې د کابل هره ناحيه او کوڅه د مختلفو اړخونو لخوا د مرګونو چور او وحشتونو شاهده واوسي.

2- افغانان به داسې وګڼي چې نړيوال د ګډوډوۍ نښې ويني او يا هم د منفي نظر څارونکي افراد به دغه نوښت ته د دسيسې او انارشي جوړولو نړيوال پلان برخه وګڼي او داسې به وانګيري چې ارګ او نړيوال يوازې د ځانونو د خوندي ايستلو لپاره يوه لاره پرانيستې ساتل غواړي. نور افغانان ورته نه اهمیت او نه هم ارزښت لري. داسې وضعیت رامنځته کوي چې خداى مه کړه د افغانستان د دښمنانو له پلانونو سره سم د دغه هېواد د تجزیې لامل شي.

3- امریکا پوهيږي چې د چين لخوا په سينکيانګ ايالت کې د ستر سوداګريز ازاد زون جوړول او يوه لاره يو کمربند پروژه بالفعل او بالقوه توګه د چين اقتصادي وده لوړوي او بيا به يې امريکا رقابت ونشي کړاى. په سينکيانګ ايالت کې د چين په نوښت جوړيدونکی ازاد سوداګريز زون په داسې سيمه کې موقعیت لري چې ډيری خلک يې ترک تباران دي او چين لا د مخه د دغې سيمې په نا امنۍ کې له امریکا سره په همغږۍ د ترکيې په لاس لرلو شک لري.

4- له بشپړ وضاحت او د افغانانو له باور ترلاسه کولو پرته به زمونږ هیوادوال فکر وکړي چې د ترکیې لخوا د کابل هوايي ډګر ساتل به د ترکيې د پان ترکيزم خوب ته تعبیر موندلو لاره هواره کړي او د پاکستان د ډيورنډ ستونزې ختمولو کې به مرسته وکړي او د امریکا د ولسمشر بايډن په فکر په دريو برخو باندې د افغانستان د ويش خيال د تحقق خوا ته به پرمختګ ولري.

5- چين به د خپل نيمه خپلواکې سيمې سينکيانګ او هلته د اوسني اغيزمنونکي امنیت په تړاو ممکن غبرګون وښيي او روسيه به په خپل ګاونډ کې د انديښنې وړ افراطيت او توندلاري ته د ودې ورکولو او د هغوى تر اثر لاندې سيمو د نا امنه کولو خطر په وړاندي يوازې په ننداره کولو باندې بسنه ونکړي.

6- مونږ ښه پوهېږو چې مونږ په اسانۍ سره اسيب منونکی هيواد لرو. ايران به د رقابتونو په منډه کې حتماً په داسې کړنو لاس پورې کړي چې زيان به يې مونږ وينو او هغوى به زمونږ زيانونه د خپلو ولسونو او خاورې د دفاع په نوم د توجیه وړ ګڼي.

7- د پاکستان په دولتي تګلارو باندې زه هم ملاحظات او نيوکې لرم خو هيڅ ډول شک نلرم چې د پاکستان خلک زړه سوانده او لوى نيتي ولس دى. البته د پاکستان امنیتي ارګانونه توندلاري، افراطيت او راديکاليزم ته د ستراتیژی له مخې په وده ورکولو د نړيوالو په اند پاکستان ته ګوته نيول کېږي. د کابل د هوايي ډګر ساتلو په پلان کې د پاکستان ښکيلول د ګاونډيانو او سيمې په کچه په ځانګړي ډول د هند، ايران او منځنۍ اسیا د هېوادونو حساسیتونه را پاروي او زمونږ ملي ګټې به وننګوي.

که بيا هم د ترکيې د هيواد نظامي ځواک شتون اړين وي، نو حکومت باید د مسئوليت له مخې خپل ولس ته حقایق او اړتيا په ګوته کړي چې د کومو مجبوريتونو له امله يې دغه وړاندیز قبول کړ. په دغه هکله د حکومت چوپه خوله پاتې کيدل ستر زيانونه رامنځته کولاى شي. حکومت مکلفیت لري چې په دغه حساس تاریخې پړاو کې زمونږ د هیوادوالو په انديښنو باندې ځانونه پوه او له داسې نوښتونو څخه ډډه وکړي چې مونږ ته د ستونځو د لازياتيدو لامل ګرځي. د افغانستان خلک باید پوه شي چې يوازې د ترکيې د ځواک پاتې کيدل د کومو موخو لپاره ده؟ متبادل لري که نه؟ او دغه کار ولې بل يا نور هيوادونه نشي کولاى؟

که د پرې ترشا نورې پټې موخې نه وي. يوازې د بهرنيو او کورنيو بنسټونو باور ترلاسه کول موخه وي، نو په کابل کې د ديپلوماتيکو مراکزو کورنيو او بهرنيو مؤسساتو د خوندیتوب لپاره نورې لارې او متبادل غوراوي هم شتون لري. که نظامي حضورته اړتیا هم وي نو داسې هېوادونه هم شته چې په افغانستان کې د لاس وهنو په تور پړه نه ګڼل کیږي او که امریکا ورته د ترکیې په شان د حمايت باور ورکړي نو دلته راتلل به يې غبرګونونه نه راپاروي.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

د ترکیې د اوسني حکومت هغه روغ او کلک دریځ چې د فلسطین د خلکو سره او دفاع یې له بیت المقدس څخه ، او همدارنګه په برما کې د مظلومو مسلمانانو حمایت د مشرکینو له لاسه ، او بل هم د یغور مسلمانانو لاس نیوی دکمونست نظام د چین نه . دا ټول کارونه د دوی د قدر وړ دي . خو د دې په څنګ کې د استانبول هغه ګونګ او تت مجلس ته کوربه کیدل چې د امریکایانو په اشاره د هغوئ ورستي اوغلط عزایم په افغانستان کې پلی کړي ، او یا د داسي یوه فاسد… نور لوستل »

ملا جانان

د اهل السنت والجماعت حنفي ترکانو لپاره افغانستان داسي دوهم کور دی لکه د مکې مکرمې مومنانو لپاره چي مدینه منوره دوهم کور وو. خو د نژادپرسته، فاشیسټ او سیکولر ترکانو لپاره په افغانستان کي ځای نسته. ترکان دي د کردانو، عربو او د ستر ترکستان ترک، تاتار او ایغور مسلمانانو په وړاندي خپله پالیسي مثبته او عملي جنبه ورکړي. افغانان د ترکانو په اړه قضاوت د نورو مسلمانو ملتونو سره د دوئ د سلوک په اساس کوي. او که یې د ټلوالي ملاتړ ته ادامه ورکړل نو دي د خپلو عسکرو لپاره تابوتونو او لحدونو بندوبست وکړي

جلال

ان شاءالله

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x