نړۍ

واشنګټن اوصنعا دانورالعولقی دشهادت پخلي وکړ

انور العولقي(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۳۰) امریکایی اویمني لوړرتبه چارواکو خبرورکړی دی چي دامریکایانو دبی پیلوټه الوتکو دبرید په ترڅ کی یی دیمن پلازمیني صنعا ختیځ په یوه غرني سیمه کی دالقاعدي یوه وتلي څیره انورالعولقي وژلی دی، خبرکی راغلي دي چی دبرید له کبله دنوموړي شپږتنه ملګري هم وژل شوی دي.

دیمن حکومت دکورنیو چارو وزارت یوه لوړرتبه چارواکي له بی بی سي راډیو سره دخبروپرمهال وویل، تیره نن سهار وختي امریکایی بی پیلوټه الوتکو دهیواد وختیځ ته دمآرب په ولایت کی دالمروان سیمه ته څیرمه دالجوف اومآرب ولایتونو ترمنځ یو موټرپه نښه کړ چي نوموړی له شپږوتنو ملګرو سره یوځای ووژل شو.

سرچینی وایی له برید څخه وروسته په سلګونه وسلوال قبایل دپیښي ځای ته رسیدلي او سیمه یی محاصره کړیده ده.

دیادولو وړ ده چی تیرکال دامریکي اولسمشر بارک اباما یوه اعلامیه صادره کړی وه چي په هغه کی یی دانورالعولقي چي امریکایی طابعیت لری دوژلو اویاهم نیولو ټینګارکړی وو.

امریکایی سرچینی وایی دالقاعدي دډلي دبنسټ ایښودونکي اوموسس اسامه له وژلو څخه وروسته انورالعولقي دالقاعدي ډیرمهم غړي دي چی وژل کیږي، اودنوموړی وژني به دالقاعدي لپاره یوبل سترګذاروي.

انورالعولقی چي دالقاعدي ډلي یو غښتلي او مهم غړي وو، دامت مسلمه دځوانانوپه نامه سره یی ډیر غږیز پیغامونه لیږلي اوډیری ځوانان یی دی ته هڅه ولي وو، چی امریکی په خلاف چی نوموړي به ورته دشیطان ګوند ویلو په جهاد لاس پوري کړي.

یمنی چارواکی وایی انورالعولقي چی دامریکي په متحده ایالاتوکی یی دغي دنیا  ته سترګي رڼي کړی وي، دالقاعدي له ډیرو وتلو مشرانو څخه وو او امریکي ته له  زیاتو غوښتونکو څیرو څخه یوه څيره وه اودنوموړی دوژلو اویاد ژوندی نیولو لپاره ډیرزیات رقم انعام اعلام شوی وو.

دبی بی سي نړیوالي خبري رسني له لوري خبرنشرشوی دي، وایی دانورالعولقي وژنه به پرهغو ځوانانو ډیراثرواچوي چی دنوموړي له لوري به داعلام اورسنیو په واسطه جهادته هڅول کیدل، په ۲۰۰۹ کال کی یوځل امریکایی پی پیلوټه الوتکو دنوموړي یومرکزترهدف لاندی راوستلي وو، چي له امله یی دنوموړي ۲۴ کسه ملګري شهیدان شوی وو، څرنګه چی انورالعولقي له برید څخه لږګړي مخکي له ځایه څخه بی ځایه شوی وو، ورته کوم زیان نه وو رسیدلي.

اوهمدارنګه دروان کال دمی په میاشت کی کله چی امریکایی خاصو ځواکونو په پاکستان کي  دشیخ اسامه په خلاف عملیات ترسره کړی وو، له هغه څخه څو ورځی وروسته یی په یمن کی انورالعولقي هم تربرید لاندی راوستی خو نوموړي له برید څخه روغ رمټ ووتي.

امریکایان پرانورالعولقي باندی تورلګوی چی له هغه پاکستانی الاصله امریکایی فوځی سره یی اړیکی درلودي کوم چي د کال ۲۰۰۹ دنومبرپه میاشت کی یی دتکساس په ولایت کی دفورټ هوډ په عسکري فرقه کی پرنورو فوځیانو مخامخ ډزي وکړی او ۱۳ فوځیان یی ووژل.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x