
ارزګان او فاریاب کې ۴۰۰ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د کلابندو ولسوالیو او پوځي عسکرو د تسلیمۍ په لړ کې تیره ورځ د ارزګان ولایت په خاص ارزګان او د فاریاب ولایت المار او کوهستان ولسوالیو کې ۴۰۰ دولتي عسکر، پولیس او اربکیان له خپلو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ مرکز چې څو ورځې وړاندې طالبانو نیولی ؤ، د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د ملي کنډک کې ۱۷۰ تنه عسکر کلابند وو، چې تیر ماښام طالبانو ته تسلیم شول او خپلې ټولې وسلې او مهمات یې هم طالبانو ته وسپارل.
په یو جلا خبر کې ویل شوي چې تیره ورځ د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ خواجه عثمان بیز او کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش کې ۱۹۲ دولتي عسکر او پولیس له خپلو وسلو او پوځي تجهیزاتو سره تسلیم شوي دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، د خواجه عثمان بیز کې تسلیم شوو عسکرو په لسګونو میله وسلې او ټانګونه هم ورته سپارلي دي:
«نوموړو له ځان سره ۲۱ روغ ټانګونه ، ۵۰ لږ خراب ټانګونه ، یو ډیسي توپ ، ۳۴ میله m16 ټوپکونه ، یوه دهشکه ، ۹ میله پیکاماشیندارونه، ۴ راکټونه ، ۵ کلاشینکوفونه ، په زیات شمېر مرمۍ اونور مهمات مجاهدینو ته رارسولي.»
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، ځکه طالبان ټول تسلیم شوي عسکر له ضمانت اخیستلو وروسته بیرته د ۱۵۰۰۰ افغانیو سفریې او امن کارتونو سره یوځای بیرته خپلو کورنیو ته استوي.
په کوم ښه وضیعت چې دا عسکر رخصت کیږي دا کار به هغه پاتې عسکرو ته هم د تسلیمیدو جرئت ورکړي پکار ده چې دسپین ږیرو او علماو په وساطت چې عسکر خپله وسله تسلیم کړي همدې کار ته نور هم وده ورکړل شي مرګ ومیر به هم نلري او د د دې فاسده ادارې بیخ به هم ووزي .خو د دې لپاره چې بیا ملت سره هغه نیوکې او انتقادونه پیدا نشي . باید تمام تسلیم شو ې وسلې ، ټانکونه ، نقلیه وسایط ، له دولت پاتې شو تعمیراتو دا ټول ملي شتمنئ وګڼل شي او حفاظت یې… نور لوستل »