افغانستان

طالبانو د کابل ـ شمال لویه لاره په خپله ولکه کې راوستله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو تیره شپه ددې ولایت دوشي ولسوالۍ مرکز نیولی چې په دې توګه

د کابل ـ شمال عمومي لاره د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې ده.

د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري رسنیو ته ویلي، طالبانو له پرون مازدیګر څلورو بجو راهیسې ددې ولسوالۍ په دفاعي پوستو بریدونه پیل کړي وو، چې د کومکي عسکرو د نه رسېدو له کبله دوی اړ شوي د ولسوالۍ مرکز طالبانو ته پریږدي.

نوموړی زیاتوي، د ولسوالۍ پرسونل اوس مهال د «کیهان» درې ته شاتګ کړی او هلته یې ځانونه ځای پرځای کړي دي.

په ورته مهال یوې بلې امنیتي سرچینې بیا رسنیو ته ویلي، چې تیره شپه د بغلان ولایت جلګې ولسوالۍ مرکز هم طالبانو نیولی او دولتي ځواکونه د ولسوالۍ مرکز څخه په شاشوي دي.

د دوشي ستراتيژيکې ولسوالۍ په نیولو سره طالبانو د کابل ـ شمال لویه لاره د طالبانو لاس ته لویدلې ده، چې په عملي توګه د ۹ شمالي ولایاتو ځمکنۍ اړیکه له مرکز کابل سره شلېدلې ده.

د کابل ـ شمال لویه لار چې د تیرې شپې جګړې له کبله د ترافیکو پرمخ تړلې وه اوس دورځې په جریان کې بیرته د طالبانو لخوا پرانیستل شوې او له دولتي چارواکو او د هغوی له اکمالاتي کاروانونو پرته هرډول مسافر وړونکي او باروړونکي موټر ورباندې تګ راتګ کولای شي.

د چارو څارونکي په دې باور دي چې د دوشي ستراتيژيکې ولسوالۍ په ساتلو سره طالبان کولای شي د کابل ـ شمال لویه لار چې په شمال کې د حکومت لپاره«شارګ» بلل کیږي په خپله ولکه کې راولي او د ۹ شمالي ولایاتو اړیکه له مرکز کابل سره وشلوي.

له بغلان ولایت څخه په یو تازه خبر کې ویل شوي، چې له دوشي ولسوالۍ څخه تښتېدلي دولتي ځواکونه په «کیهان» دره کې طالبانو محاصره کړي او که بیړنۍ هوايي مرسته ورته ونه رسیږي نو ښايي ټول طالبانو ته تسلیم شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x