ټولنیزه برخه

ولې غامدي صيب ته ميلان؟

ژباړه:ادريس نعيمي

د پاکستان پنجاب ايالت محمد شفيق چې په جاويد احمد غامدي مشهور دی. رسمي زده کړې يې انګليسي ژبې ليسانس او فلسفه کې ماسټري ده او فی الحال امريکا کې يو ديني مرکز مشري په غاړه لري. افغانستان کې يې هم ډېری کتابونه او رسالې راژباړل شوی دي.

په اړه يې يو بل پاکستانی عالم داسې وايې:
د پوهنتون محصلین راغلي وو او غامدي نه ډېر متاثره وو، دوستانه فضا کې مو خبرې اترې وکړې او الحمدلله نتيجه يې مثبته وه. يو ورو راته وويل:
” دا خبره راسره ومنه چې د نن زمانې ځوانانو ډېری ابهامات (کنفيوژن) داسې وو چې علماو نشو حل کولی خو غامدي حل کړل.

ماورته ويل چې سمه ده خو څه ډول يې حل کړل؟!؟ زه يې درته بيانوم.

وايې یو سيک ډاکټر ته يې يوه زړه ښځه راوړه چې درد نه ډېره زياته کړيدله. ډاکټر ترې وپوښتل چې څه شوي دي ؟؟ ښځې ورته ويل چې د ګردو درد مې وژني. ډاکټر ورته ويل مورې چيغې مه وهه ښځو کې ګرده نه وي دا د بادو درد دی. وايې د سپين سري ښځې ابهام حل شو او درد يې هم غلی شو.

بس همدغسې کار غامدي هم کړی او کوي يې.
ستاسو پشان خلکو ته چې د دين کوم کار ستونزمن او سرګردانه کوونکی ښکاره شو نه هغوي درته وايې غم مه کوئ دا خبره خو دين کې بيخي نشته. اوس دا کار خو بل ديني عالم نشي کولی نو.
خو غامدي صيب په ډېره اسانۍ سره جهاد… غيرت.. بغض فی الله… ټول له دين څخه وويستل. د کفر شتون يې بيخي نفي کړ.

موسيقي يې روا کړه، د ښځينه او نارينه اختلاط () ممانعت يې لغو کړ، ښځو ته لاس ورکول يې روا کړل او ان تردې چې په رمضان کې سخت کار تراويح يې هم له دين څخه وويستلې (د امتحان پرمهال د ګرمۍ روژې يې محصلينو لپاره په يخ موسم کې نيولو لار راویستله) که هر بل حکم کې درته ابهام او ستونزه وي نو اړيکه ورسره ونيسئ حتمن هغه به هم درته د اسلام جسم څخه لرې کړي. محصلين په خندا خندا لاړل.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ayesha yousufzai

Yup such kind of scholars impresses new generation easily specially the ones who don’t have adequate insomniac knowledge or ones who want ease in their matters . One I know who says that buying property through banks in west is halal if u live in ur urself bc it’s the need of life .really disgusting !!!

Pattang

عائشې لورې پښتو لیکه په انګلیسې یې مّ لیکه درنه اوسې ، له یوسفزي سره پښتو خوند کوي !!

ملا جانان

پټنګ صاحب د افتخار ځای دی چي انګلیسي لیکي.. اوس که یې پاړسو لیکلای نو تا به څه کړي وای.

Ayesha yousufzai

صحیح دہ محترمہ ورورہ ۔ دا بہ ان شأاللہ آخری وی ۔ اصل لامل دا دئ چی زما پہ موبایل کی یو څو پښتو توری نشتہ نو بیا بہ پاړ‎سی لیکم ۔

نعمت الله

دلته څه ضرورت و د جاوید غامدی مارکتینګ ته اول خو مونژ تول افغانان یو او هغه یو منافق او ګمراه پاکستانی زه حیران یم دغه لیکنی او نشر ته څه حاجت و او دغه پانه که نشرول هدف چه شی دی .

ملا جانان

په دین کي د خلګو د خوښي لپاره حلال حرامول او حرام حلالول دې کړني ته د نن ورځي مفتیانو د دفع الحرج نوم ورکړی دی. او دلیل یې هغه آیت راوړی دی چي لا اکراه في دین. خلفاء راشدین رض تل پر دې کار ټینګ ولاړ وه چي کوم کار لپاره نبوي مسنونه طریقه موجوده وه، هغه کار به یې په بله طریقه نه کوی او د کوم کار لپاره چي د پخواني خلیفه راشد رض په زمانه کي کومه طریقه مروجه سوې وه، راتلونکي خلیفه رض به هغه طرقه نه لغوه کول. کار د امیر معاویه صاحب رض… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x