دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتیا ده«۳۰ مه برخه»

اسدالله رزین

امتي صاحب!
را پورته سه او د وحیې کاتب ته په مننه، درناوي او د سیرت په رڼا لارښوونو او د یوویشتمې پیړۍ د خلیفه په توګه د همت ملا وتړه، دا کړیدلی انسانیت نور له کړیدو وژغوره او د خپل مهال د وینې څښونکي رستم له ځناوري پنجو امان ورکړه.

امتي صاحبه!
ته یو وار د خپل ځلاند تاریخ په آیینه کې خپل ځان وګوره، تا په ټول انساني تاریخ کې همدغه کار کړی دی. تا د همدغه انسانیت په خاطر څو، څو ځلې هرقلان او رستمان له انسانیت سره د جفا او ناروا په ګناه تر خاورو لاندې کړي دي. دا ستا د ویاړنو باب دی، د انسانیت له اوښکو ډکې سترګې تاته درکږې دي. ایزمونو انسانیت ته هیڅ هم نه دي ورکړي. هرڅه یې ځنې وړي دي.

دوی انسانیت چور کړی دی او بیا یې هم چوروی. راځړوي یې، وهي یې، نوکان یې ورکاږي، برقي جټکې ورکوي،بې خوبه کوي یې ،عزت یې ور خرابوي. په تعذیبي چوکاټو کې یې اچوي او تر وهلو لاندې یې سا ور کاږي.
دوی له انساني فطرت سره جنګ پیل کړی دی. فطرت وژني، دا د شیطان لښکرې دي. دا د ما‌ډرن وحشت استازي او د ویر او غم قافلې دي او نسان حیوانیت ته کشوي.

امتي صاحبه!
ته د رحم لاس یې، خامخا د رحم لاس د بېوزلو په سر ورتېر کړه. دوی بل څوک نه لري. ځآن بې وسه مه ګوره. ته هغه توان لرې چې درلوده دې.

د مهال شونتیاوې هم وکاروه او د انسانیت د فلاح لپاره کار ترې واخله، تا خو د ظلم ډیر تاجونه او تختونه تر انسانیت جار کړي دي.!

له خپل اولاد سره د دوو هجرتونو په ویاړ ویاړلی د اسلام دریم خلیفه عثمان(رض) ټولو فتحه سویو ښارونو، د لښکر مشرانو او ټول  محمدي (ص) امت ته د لمانځه د اداء کولو، د بیت المال د خوندي کولو. په معروف د امر او له منکره د نهې، د خدای او رسول د اطاعت او نظام ته د تابعیت د اصرار لیکونه ور واستول او همدغه مهال و چې رومیانو په شام د برید هڅې پیل کړې، خو د دې خبر په اوریدو سره د دې با حکمته او با تدبیره انسان په لار ښوونه او حکم دا رنګه کاري بریدونه پرې وسول چې د رومیانو واڼې ورته ووتلې، ټولې هیلې یې ناهیلې، ډیرې ټینګې مورچلې یې له لاسه ووتلې او مجاهدین له غوښنو غنیمتو سره را ستانه سول، د فتوحاتو لړۍ روانه وه چې افريقا، اندلس او قبرص هم د مفتوحه سیمو په لیکو کې ځای سول. دغو پر له پسې فتوحاتو د دښمن په لیکو کې د ترهیدلو څپې خپرې کړې او په لاس کې په ډیرو شتو یې باور ته زیان ورسید. چې تازه خبر تر لاسه سو چې (یزدګرد) د فارس آخرنی پاچا هغه چې د محمد رسول الله(ص) ور استول سوی لیک یې څیرلی و هم د فتوحاتو د لړلیک په یوه تیاره کنج کې مړ ولیکل سو.
[1] البدایة والنهایة ج۷ص۱۵۸-۱۵۹

[2] البدایة والنهایة ج۷ص۱۶۰

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x