
دا څو خبرې فاتحو او بریمنو طالبانو ته ورسوئ!
مظلوم افغان
دا څو ورځې د الله تعالی په نصرت سره طالبان داسې پرمخ روان دي چې ماته یې د طالبانو د تحریک هماغه د پیل شیبې را په یاد کړي. هغه وخت هم د طالبانو پرمختګونه همداسې توپاني او له اټکله پورته و. سهار به یې کرشګ نیولی و او ماښام به تر فراه رسیدلي وو. زابل، غزنی، وردګ، لوګر او پکتیا یې ټول په یوه اونۍ کې ونیول. اوس همداسې فتوحات دي او هره ورځ څو ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویږي.
د فتحو او بریاوو په دې بیروبار کې د طالبانو یو امتیاز دا دی چې ځان ترې نه دی ورک شوی. کوم داسې حرکت یې نه دی لیدل شوی چې غرور، کبر یا ظلم وبلل شي. له عسکرو سره یې خورا صمیمانه چلند کړی او د مفتوحه سیمو له ولسونو سره د وروڼو غوندې مخامخ شوي دي.
خو له دې سره سره غواړم طالبانو ته څو نورې یادونې هم وکړم، چې عملي کول به یې ان شاء الله د اسلام، افغانستان او زموږ د مسلمان ولس په ګټه وي او په راتلونکې کې به ښه ثمره ولري.
وروستي فتوحات له پخوانیو سره ښکاره فرق لري. پخوا طالبان د چریکي جګړې ( خرپ او ترپ) په موډ کې وو او کومه سیمه باندې به یې چې حمله وکړه نو هلته د پاته کیدلو یا تسلط اراده ورسره نه وه. مګر دا ځل چې اشغالګر له هیواده تښتي او ګوډاګیان یې هم کډې باروي نو هیواد طالبانو ته پاته کیږي. د قدرت او واک خلا به همدا طالبان ډکوي. نو ځکه طالبان باید له مفتوحه سیمو سره داسې چلند وکړي چې همدا د دوی د واک سیمه ده او راتلونکې اداره، ساتنه، ودانول او پالل یې هم د دوی وظیفه ده.
بناء د مفتوحه سیمو ټولې شتمنۍ باید د امارتي بیت المال په شان محفوظې وساتل شي. که حکومتي ادارې دي یا هم د ولسوالیو ودانۍ، امنیه قومندانۍ، مکتبونه، شفاخانې او ټولې ودانۍ چې په راتلونکې کې د ولس د ګټې لپاره ترې په یو ډول کار اخیستل کیدای شي، باید په جدي ډول یې حفظ او مراقبت وشي. حتی که ممکنه وي د دې ودانیو د حفظ او مراقبت لپاره دې خاص مجاهدین وټاکل شي. د ودانیو له چور او لوټ تالان څخه دې مخنیوی وشي. ځکه دا هره وداني په خورا درنو مصارفو جوړه شوې ده. افغانستان په خپلو کمو امکاناتو نه شي کولای بیا داسې پخې او اساسي ودانۍ جوړې کړي. موږ د اسلامي امارت د تیر دور د وخت تجربه لرو، په تیر دور کې پخوانۍ زیانمنې شوې ودانۍ ترمیم شوې اما نوي پاخه تعمیرات یا د ولسوالیو لپاره داسې زیربناوې چې د حکومت له حیثیت سره برابرې وي ځکه جوړې نکړای شوې چې اسلامي امارت یې د اساسي جوړولو توان نه درلود. نو ځکه باید دا شته امکانات له لاسه ورنکړو او په کلکه یې محافظت وکړو. که د پوځي دلائلو یا جهادي ضرورت په اساس کومه قرارګاه یا بیس نړول کیږي، د هغه په اړه هم د اسلامي امارت هدایت دا دی چې د مشرتابه اجازه په کې واخیستل شي او په خپل سر هیڅکله داسې کار ترسره نه شي.
کومې پوستې چې په اطرافو کې یا په کلیو کې د اربکیانو لخوا جوړې شوي وي او ړنګول یې مهم وي. هغه هم باید یوازې د مجاهدینو لخوا ونړول شي او قیمت لرونکي اجناس یې بیت المال ته وسپارل شي. عامو خلکو ته باید د لوټ او چور اجازه ورنکړل شي. ځکه که نن په یوه پوسته کې د چور او لوټ تالان اجازه ورکړل شي، نو سبا همدا لوټ تالان یو فرهنګ او رواج جوړیږي. بیا چې هر ځای نیول کیږي نو خلک به د چور لپاره ځان ور رسوي. په تیر جهاد کې همداسې وشول. په پیل کې خلکو پوستې چور کولې وروسته خبره ولسوالیو او ښارونو ته ورسیده. د خوست، کندهار او ځینو نورو ولایاتو له فتحې وروسته اکثر دولتي اماکن د خپلسرو لوټمارانو لخوا چور شول، تر دې چې د جوماتو فرشونه او د روغتون چپرکټونه هم خلکو د غنیمت په نامه لوټ کړل. ځینې لوټمارانو چې بله ولجه په لاس نه وه ورغلې روغې جوړې دولتۍ ودانۍ یې لوڅې کړې، لرګي، کړکۍ او آهن چادر یې د کباړ په نامه خرڅ کړل. د دې وجه دا وه چې لوټ تالان یو فرهنګ جوړ شوی و او خلکو ته هرڅه غنیمت ښکاریدل. خدای دې نه کړي چې بیا داسې تجربه تکرار شي او افغانستان بیا خپل ټول هست و بود له لاسه ورکړي.
بل هغه څه چې ډیر اهمیت لري، هغه نظامي وسائل او د هغو ساتنه ده. د پخواني جهاد په وخت کې کله چې د نجیب رژیم سقوط کاوه افغانستان په سلګونو پوځي الوتکې، زرګونه ټانګونه، په لکونو میله درنه او سپکه وسله، له وسلو ډک ډیپوګان، د رادار او هوایي مدافعې پرمختللی او فعال سیستم او د سکاډ او لونا په شان لري ویشتونکي توغندي درلودل. دا هغه څه و چې په هغه وخت کې نه ایران درلودل او نه پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او د سیمې نورو هیوادونو. تصور دا و چې که په افغانستان کې یو سالم حکومت رامنځته شوی وای او دغه پوځي ځواک ساتل شوی وای. افغانستان به په سیمه کې تر ټولو پیاوړی پوځي ځواک او پرمختللې نظامي تکنالوژي درلودله. د افغانستان ګاونډیانو همدا خطر محسوساوه نو ځکه یې په افغانستان کې د تنظیمي جګړو اور بل کړ، د ټانګونو، الوتکو او نورو وسائلو کباړ او خرڅلاو ته یې زمینه برابره کړه او په دې سره یې د افغانستان پوځي امکانات په مکمل ډول له منځه یووړل.
اوس یو ځل کټ مټ هماغسې حالت دی. امریکا په افغانستان کې خورا درنه پوځي سرمایه ګذاري کړې، ښایي هوایي ځواک او د لري ویشتونکو توغندیو سیستم به د ډاکټر نجیب د وخت غوندې نه وي. اما د پوځي زیربنا، تاسیساتو، تخنیکي وسائلو، اتصالاتو، رادار او نورو برخو کې یې ډير مصارف کړي دي. له دې علاوه یې د پوځي وسائطو په برخه کې هم د کابل ادارې ته ډیر امکانات ورکړي. هغه درانه او مرمۍ ضد ټانګونه چې د هرې ولسوالۍ په فتحه کې مجاهدینو ته په لاس ورځي، زموږ په شاوخوا کې اکثره هیوادونه یې نه لري. هغه د فورډ کمپنۍ رینجر موټر چې په افغانستان کې په زرګونو موجود دي، د سیمې هیڅ هیواد یې نه لري. دغه راز سپکې وسلې، دوربینان، مخابروي وسائل، زغرې او د لوژیستیکي مواد ډک ګودامونه ټول هغه څه دي چې خورا ډير ارزښت لري. که موږ غواړو زموږ راتلونکی اسلامي نظام یوه ځواکمنه او مجهزه اسلامي اردو ولري، داسې اردو چې نه یوازې په عقیده او روحیه سمباله وي بلکې په تخنیکي لحاظ او د وسائلو له درکه هم د سیالانو سیاله وي. نو باید دا وسائل په کلکه محفوظ کړو. هیڅ ټوپک، ټانګ، رینجر، د پوځي وسائلو ګودام او نورو شیانو ته په کمه ونه کتل شی. باید محفوظ شي، ساتنه یې وشي. له خرابۍ او ضیاع نه وساتل شي. تر څو سبا د همدې امکاناتو نه په استفاده یوه داسې اسلامي اردو تیاره کړو چې په نړۍ کې ترې د هر دښمن سترګه وسوځي او بیا هیڅوک په آسانه زموږ خوا ته د غلط نظر جرأت ونه کړي.
خلاصه دا چې دا ځل د الله تعالی په نصرت د هیواد برخلیک زموږ لاس ته راځي. موږ باید هر څه ته د شخصي غنیمت په سترګه ونه ګورو. ملي شتمنۍ او دولتي امکانات باید د بیت المال په حیث محفوظ پاته شي تر څو راتلونکی اسلامي نظام ترې استفاده وکړي. اسلامي تاریخ وایي چې په صدر اسلام کې چې کله له کفارو سره تن په تن جګړې کیدلې نو د هغوی نیول شوي وسائل غنیمت بلل کیدل. مګر وروسته چې کله د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په وخت کې د عراق، ایران او شام غوندې پراخ وطنونه او ښارونه ونیول شول. نو حضرت عمر رض دا ښارونه او نیول شوې ځمکې او شتمنۍ د غنیمت له حکم نه وایستلې. ځکه که غنیمت بلل شوې وای او ټول څه د مجاهدینو تر منځ تقسیم شوي وای، نو تاوان یې زیات و. اوس هم باید د غنیمت حد معلوم وي او هغه څه باید د غنیمت په نوم تقسیم نه شي چې د هیواد حکومتي شمتنۍ بلل کیږي.
نور نو مجاهدینو وروڼو! په پای کې فتوحاتو مبارکي درته وایم. الله تعالی مو به مټو برکت کړه چې د هیواد پاتې برخه هم له اشغال راوړیو بدمرغیو تصفیه کړئ.
په همدې هیله
مننه سه په زړه پوری موضوع اوسه په حساس وخت کی په قلم دی برکت اومټی دی لاپیاوړی شه انشاالله داسی څه به نه کیږی چی دافغان طالبانو په ټنډه داغ شی اوهغه بدرنکه لقبونه ورته واخستل شی چی تیرو لسیزوکی نوروته اخستل کیدل .
جزاکم الله خیر ډیرې ښي خبري او دکلک تائید وړ خبرې وي ما هم په یوه وړوکي کمنټ کې وروڼو ته همدا نظر ورکړی او د دې لیکنې مضمون کامل دی او همدا به انشاء الله د ټولو مسلمانانو او مخلصو وروڼو نظر وي ځکه چې موږ هم د اولس منځ کې یو او هر څه اورو .
زما د زړه خبرې کړي دي جزاک الله خیرا
asalam u alikom wa rahmatullahe wa barakathu
very profound advice.please keep even every bullet if not needed to fire.
remeber 2004 and after that you had to buy one fir RPG for 2000pkr.so remeber all those hard time that the mujahideen started.so these are all baitulmall and had to be kept like your own life.we need them for the future of the country that we have to build.
jazak Allah khair
اصلأ اوس( بايد) هغه مفتوحه اولسوالي ، څه ناڅه د طالبانو د خوا څخه فعاله شى که څم په لږ سونل وى او خاليګاه د قدرت نه وى. او لاس ته راوړه شوى سامان االات، اسلحه، تجهيزات، موتوريزه نور د غنيمنت په نامه نه بلکه د بيت المال( العماره) په نامه ثبت شى او ملت ته وښيى چه دا د يوه قومندان نه بلکى په اسلامى امارت پوره تعلق لرى.
ډېره لویه اشتباه کوی داسې اشتباه چې د خوږ هېواد په تاریخ کې چا نده کړې د کورني جنګ د بنسټ ډبره مو کېښودله طالبه! ته لا تراوسه خبر نه یې چې په نړی کې څه روان دی او ته باید څه وکړې اول خو د دې ولسوالیو په نیولو د فتح نوم کېښودل له ټولو اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دی د خارجیانو له وتلو سره جهاد په افغانستان کې پای ته ورسېد او د شرم ځای دی چې دې کورني جنګ ته د جهاد او فتح نوم ورکوی د الله حکم ومنی چې سوله ده که ددې… نور لوستل »
طالبان مطلق بیعلمه چه نه له قرآنکریمه خبردی اونه له سیاسته چه مسلمان تعلیمیافته دځانوسره ملګری نکی هیڅ کله به نسی کامیاب اونه به ملک وساتلای سی تاسی په ټوله دنیاکی فکروکی دبیسوادانوملک سته امریکا مخکی دملامحمدعمرملک په څوورځوکی ونړاووی اودکرزی اوشمالی لنډغروپه لاس یی ورکۍ ددی پسه بیا دغسی کوی مګرپخوارقم فوجونه نه راولی بیایی یادوستم یابل لنډغرته په لاس ورکی دوی بیرته خپل ملک ته ګرزی،څه چه دوی له موجوده فوجه اخستی وی بیرته یی وهغولنډغروته په لاس ورکوی،دغه پرشاتګ واقعی تاکتکۍ دۍ – طالبان نه خپله پوهیږی اونه دچادااوری بدبخترین خلک دی دملت په سرنوشت دخپلی بی… نور لوستل »
جناب مزمل صاحب او داسې نور لیکوالان چې لیکنې یې خپرېږي مونږ او تاسې ته ډېرې ښې مشورې راکوي د حل لارې راته بیانوي ولې یې نه منو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ جنګ نور بس دی دغه ویاړلی هېواد او خلک یې غواړي د نورې نړی انسانانو غوندې آرام ژوند وکړي او امنیت ولري ولې دواړه لوري په دوحه کې سره نه کیني او جدي بحثونه نه پیلوي د خدای لپاره آیا د انسانیت او افغانیت په نامه څه پېژني دغه هېواد زمونږ او تاسو دی مونږ او تاسې به یې جوړوو او ودانوو به یې ټول واک نن د افغانانو په لاس کې… نور لوستل »