شعـــــرونه

د وختونو آئینه/ نادر

سید عبیدالله نادر

داسې پړاوونو د ژوندون څخه ، تیریږمه
زه چې په دې عصر او وختونو کې اوسیږمه

نه غواړم چې نور دا کرغېړنې څېرې ووینم
ځم د دوی له څنګه، په یو ډاګ کې دېره کیږمه

وینمه جلوې د دیو و دَدَ په، مذهبي جامو
زه د داسې خلکو په ماحول کې نه ځایږمه

ډک چې شي زړګی مې، د رحمت له دریابونو نه
هله لکه پرخه، پر ګلونو راوریږمه

درک د عاجزۍ مې، دومره روح سره تړلی دی
پټ لدې عالمه، له خپل ځان سره ژړیږمه

کاږم له غرقاب ځینې، د مینې او مانا ګوهر
زه چې کله کله، په خیالونو کې ډوبیږمه

هسې په ګلونو کې، د خپل ژوندون فنا وینم
پوه یم چې د ګل په څېر، په یو مهال رژیږمه

وینمه جمال د حقیقت، په هغه دَم کې زه
کله د خودۍ و آئینې ته چې ودریږمه

تل بخښم رڼا د حقیقت و تیاره زړونو ته
زه لکه وږمه په هر ګلشن کې راخوریږمه

کله چې د زړه خبرې واورم، صاحبدل له خولې
هلته په محفل کې لکه، ګل په شان، غوړیږمه

اوس هم په درشل د امتحان کې، پاتې شوی یم
ځکه خو له سختو ګړنګونو نه، تېریږمه

زړه کې مې د مینې محبت دي، ترانې پرتې
ځکه د دردمـن زړګي له سوزه مې غږیږمه

ځم لدې محفله، په ژړا او په سلګو سلګو
خدای خبر د چا به، پس له مرګه زه یادیږمه

ځمه چې نور وځم د نفرت له دنیاګۍ څخه
پرانیزم عالم ته غیږ او ټولو نه ځاریږمه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x