نظــر

کابل؛ او د امریکا ځایناستی اردوګان!

استاد محمد زمان مزمل

له کوم تاریخه چې امریکا د افغانستان نه د خپلو لښکرو د وتلو تړون کړی هغه زما له نظره په همدې اړه د هغو ټولو شکونو او شکوو چې طالبان او یا یې له داخل کابل نه د امریکا په رښتیاو دروغو ځینې جهتونه کوي امریکا ددې خلاف ښکاري چې د افغانستان په وتلو کې جدي ده.
یو شئ چې د ارګ او کابل حساس امنیت ته د ګواښ دروازه ده هغه د کابل د هوایې ډګر امنیت دی.

په دې وروستیو کې د ناټو او امریکا په منځ کې د تفاهم وروسته دا اوازه خپره شوه چې کېدای شي د کابل هوایې ډګر امنیت ترکانو ته وسپاري.
اردوګان په ځای ددې چې د طالب عکس العمل ته انتظار وباسي او یا په خپلو اظهاراتو کې دا حساس مسؤلیت د طالب د موافقې پورې غوټه کړي هغه پکې یؤ طرفه ددغه مسؤلیت اخیستلو لپاره چمتوالی وښود او ورسره جوخت طالبانو هم خپل غبرګون او تریخ غبرګون وښود.

په داسې حال کې چې د یؤ غوڅ او نړیوال حل  لپاره د اردوګان استانبول انتخاب وه او لا یې انتخاب غوڅ رد شوی نده اردوګان ته پکار وه چې د افغانستان د قضیې حساسیت درک کړي.
افغانستان نۀ سوریه ده، نۀ لیبیا ،نه یمن او نه عراق بلکې آن چې قره باغ سره هم ورته نده.
دا چې ترکیه په ناټو کې غړیتوب درلود بیاهم طالبانو بزرګواري وکړه چې په خپل کلیوال او له تجربو ګوښو پالیسیو کې د ترکانو عزت او پرستېژ خوندي وساته.

د همدې ځایه ښاغلی اردوګان باید د افغانستان د قضیې حساسیت درک کړي او د هغه طالب سره په داسې قضایاوو کې لکه د کابل د هوایې ډګر امنیت په مخالفت کې ځان وانه چوي بیا چې دغه پنځوس کلنه قضیه د وروستي حل لپاره استانبول ته روانه ده.

اردوګان ته د کابل د هوایې ډګر امنیت د یؤ نړیوال سیاستمدار په حیث هومره اهمیت باید ونلري لکه راتلونکی استانبول چې موږ ټول توقع لرو چې زموږ د ناورین او بحران وروستی حل په استانبول کې او د اردوګان په کوربتوب حل پیدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Pattang

مزمل اغا کله دلته کله هلته بولۍ ولې ! وایې کتابونه دریابونه دي خو شالونګین هم پکښې شته : وروه ترکیه دناتو غړیې او په اشغال کې شامل ده ،ددوحې د قرارداد او معاهدې په اساس ترکیه نه حق لری او نه به څوک ځای ورته ورکړي چې په افغانستان کې پاتې شي، سر بیره پردی ترکیه غله او قاطل دوستم ډیر نازورکوي او دافغانستان د ننه مداخله کوي‌!!

طاهر ثابت

ترکان هم دافغانانو احساس او فکر نسی تحلیلوای. ما فکر کاوه امریکایان او اروپایانو دجهاد په دوره کی دافغانان توده میلمستیاوی او میلمه پالنه دوی ته دا فکر ورکړی وو چه افغانان به داشغال په وخت همداسی تابع او امربرداره وی.
دا چه طالبانو په ترکیانو حملی ندی کړی نو اوس داسی ښکاری چه اردګان هم دامریکایانو په ډول اشتباه کړی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx