افغانستان

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي امریکا افغانستان په ناورین کې پریږدي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی وایی امریکا افغانستان ته په دې نیت راغلې وه چې تروریزم ته به ماتې ورکړي او دغه جګړه ځپلې هیواد ته به امنیت راولي، مګر تر شلو کلونو وروسته د دواړو اهدافو په تر لاسه کولو کې ناکامه سوه.

نوموړي د اسوشیټډ پریس سره په یوه تازه مرکه کې دغه خبري کړي دي او ویلي يې دي چې امریکايي او ناټو ځواکونه د افغانستان څخه په داسي وخت کې وځي، چې په هیواد کې سخت دریځي په اوج کې ده او افغانستان په یوه ناورین کې پرېښودل کیږي.

کرزي وویل: «نړیواله ټولنه شل کاله تر مخه د دغه واضح هدف سره راغله، د سخت دریځۍ پر خلاف جګړه او امنیت را وستل… مګر اوس سخت دریځۍ په خپل اوج کې ده، نو دوی مات سول».

دوی جګړه ځپلې ملت ته ناورین او بدنامي په میراث پریږدي.

د نوموړي په وینا: «مونږ افغانان خپلې ناکامۍ منو، مګر د هغو قوتمند ځواکونو او هیوادونو په اړه څه، څوک چې دلته د همدې هدف لپاره راغلل؟ دوی اوس مونږ چیرته پریږدي؟ جواب واضح دی: په پوره ناورین او ګډوډۍ کې».

حامد کرزي که څه هم په دغه مرکه کې امریکایان او ناټو مخاطب کړي چې ولي افغانستان په دغسي حالت کې پریږدي او دا حالت یې یو ناورین بللی دی، وايي، د امریکایي ځواکونو د وتلو هرکلی کوي او په وینا یې، «مونږ به د دوی د پوځي شتون پرته تر اوس په ښه حالت کې یو». او په وینا یې: «فکر کوم چې مونږ باید د خپل هیواد دفاع خپله وکړو او خپل د ژوند ساتنه خپله وکړو، د دوی وجود مونږ ته دغه څه راکړه چې اوس ورسره مخ یو، مونږ نه غواړو چې په دغه بدبختي او قهر کې نور ژوند وکړو چې اوس ورسره مخ یو، دا به د افغانستان لپاره ښه وي چې دوی ووځي».

حامد کرزی چې د امریکایانو له راتګ سره سم د افغانستان ولسمشر وټاکل سو، وايي: امریکا او ناټو په افغانستان کې د تروریزم او سخت دریځۍ پر خلاف نه وه، ددوی ټول عملیات د افغانانو د امید او د هغوی د کور او کلي پر خلاف وه، دوی افغانان په بندي خانو کې اچول، دوی افغانانو ته په خپل هیواد کې بندې خانې جوړولې، دوی کلي بمبارول، دغه هر څه دوی غلط کول».

کرزي په خپله مرکه د سولې په اړه ویلي: د افغان ولس غوښتنه د ټول هیواد په کچه او په ډیره ټنګه سوله ده. او په وینا یې هیڅ اړخ باید نوره جګړه ونه کړي، ټول اړخونه باید د افغانانو ژوند او ممتلکاتو ته پاملرنه وکړي، جګړه ړنګول دي.

او په وینا یې د ټولو مشکلاتو جواب یو دی: مونږ افغانان باید دا درک کړو چې افغانستان زمونږ خپل هیواد دی او مونږ باید په خپل هیواد کې د یوه او بل وژل بس کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میرافغان

باید ستاسو ټولو سر په ٢٠٠١ کال کي خلاص شوی وای۔ چي امریکا او ناټو د شیطان لښکري دي. د دجالي نظام د خپرولو لپاره یې په ټوله نړۍ کي کار پېل کړی دی۔ دجل، غولول او خطاایستل په ډیر مهارت سره کوي۔ باید هغه وخت متوجې شوي وای۔ د امریکا په قوت او ټکنالوجۍ باندي غره واست اوس لکه مچ سر په دواړو لاسو ټکوي۔

سرفراز

په نورین کی هغه څوک پاتی کیږی چی داشل کاله یی افغانان دامریکایی اشغالګرو په ملتیا ووژل کورونه یی ورته وران کړل په سلګونو زرو ځوانان یی تر خاورو لاندی (دشتی لیلی) د کونډی اویتیمانو یی وطن ډک کړ غلاوی یی وکړی قصرونه یی جوړ او دعیش او عشرت ژوند یی وکړ فحشا او چور یی ترویج کړل اوس نو دځواب ویلو وخت انشالله رارسیدلی دی

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
د حامد کرزي په اړه بايد دومره وويل سې ، چې دا کس دوه مخه لرونکی شخصيت دی. هم يې پر ميخ وهي او هم پر نال .
د يوه طرف څخه وايې چې امريکا او ناټو ولې دوی يواځې پريږدې ، او بل لوري وايې ښه سو چې امريکا او ناټو ووتل . د دې دوه مخه کومه خبره و منل سې.

عبدالرقیب

په افغانستان کي دوه مخي عیب نه ده. موږ ټوله په ژوند کي یو ډول نه یو ډول دوه مخي کوو. ښه سړی هغه دی چي د خپلي دوه مخي څخه په فلاحي چارو کي کارواخلي. د کرزي دریځ د لمړۍ ورځي څخه د صلحي او د طالبانو په واک کي راګډول وه. ده د بهرنیانو سره پر دې موضوع شخړي وکړې. ملي امنیتي ځواکونو ته یې تناو اچولی وو او د بهرنیانو د عملیاتو سره یې مخالفت کاوه. کرزي د طالبانو سره تل د وروري اړیکي ساتلي دي. ده په خپله دوره کي د خپلو محدودو واکونو څخه د… نور لوستل »

عبدالمالک همت

ته پخپله د امريکې د اشغال محصول يې که دا اشغال نه وای نه به ستا دغه مقام او شهرت وای، نه به ستاسي د کورنۍ دا دارايي وای او نه دا چي هوايي دګر دي پر نامه وای، خدای خبر چي يو کور به دي پر نامه وای که نه؟ او نه به دې دا غټي خبری وای، پر ګوز دي لا منې که چا خندلي وای. ته اوس دا خبري کوې، خو موږ پخوا لا پوهېدو چي امريکا له هماغه پيله پر موږ باندي د ډول ډول ناورينونو د تپلو لپاره راغلې ده او اوس يې هم د… نور لوستل »

عبدالرقیب

همت صاحب تا خو په کندهار کي یو څه ګزاره کړې ده. ته خوا داسي خبري مه کوه. د کرزیانو کورنۍ د وخته وخته څخه د کندهار یوه نامتو کورنۍ وه. د کرز صالح محمد خان د سینما په کال د ولسي پاڅون رهبري وکړل او په دې لاره کي یې سر بایلاوه. بخل ښه کار نه دی. نن ته د یوچا صفت وکړه. سبا به الله تعالی ج تاته هم د یوې کارنامې توفیق درکړي بیا به دا خبري نه کوي چي دا وچکالي خدای نه راولي هلته په امریکا کي یوه ساینسي اداره ده هغه یې راولي. کرزی… نور لوستل »

Pattang

ډیر درد راغلی خو خوله به پټه نیسم ! کرزی خانه دا خو ستا دباغ مڼې دي چې ټول قاطلین دې راټول او له امریکایې دالرو دې جیبونه ورډکړل ، څوک دې ملي اتلان کړل او څوک د مارشالان ، دقطر له دفتر سره د مخالفت وکه اونه دغوښتل چې ستا د بیرغ له څنګه سره د اسلامي امارت بیرغ ولاړ وي او دسولې خبرې مخته لاړې شي زه ستا خبرې لیکم کومې چې تا په یوه انټرویو کې په خپله اقرار وکه ! عجیبه داده چې ستا مذدور بیرغ د امریکا دبیرغ له څنګ سره او د حزبې اسلامي… نور لوستل »

عبدالرووف لیوال

ټولووطنوالوته سلامونه ! دادریم شاه شجاع چې دامریکایانودبی ۵۲ ترچترلاندې راغی – شر وفساد یې بیا په افغانستان کې مسلط کړ- کوم بی ناموس بیا دښکلی کابل نړیوال هوایی ډګر هم ددې مریی په نوم کړ- هیله داده چې هیڅ وطنپاله افغان دکابل هوایی ډګر ددې مافیا سالار په نوم یاد نه کړی – په درنښت

دوکتور غروال

اول : قومی فتنی ته لمنه وهل دا ستر ملی خیانت دی ، دا چی پښتانه په صورت عموم ډګری دی او دافغنستان تمامیت ، استقلال ، کلتور او مذهب تر لاسه کولو او ساتلو لپاره د خپلو قربانیو څخه دریغ نکوی او ندی کړۍ نو د پښتنو دا ملی خصلت انګلیس ، شوروی او وروسته امریکا ته ددوی دا پاک خصلت ستر خنډ ګرزیدلۍوو او دی او ددی شرائيطو سره شورای نظار ، حقوقیانو ، خلیلیانو ، دوستمیانو ، ګلبدینیانو ، طالبان ،شعلیانو ، سامیانو او ستمیانو د پښتنو وژلو لپاره هم اجنبیانو ته فوق العاده زمینه برابره کړه اما سربیره ددی پښتنو… نور لوستل »

Adam Khan

Sallam Kharzai Saib

This is all what you have done for Afghans since 2001. Shame on you

محمد نعیم

Dear Adam Khan, At least Karzai managed to do a little more for Afghanistan than Winston Churchill did for Great Britain during world war 1& 2

Back to top button
11
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x