روغتیا

هېواد کې د اکسیجن کمښت، د ایران ۲۰ ټنه مرسته شوی اکسیجن هرات ته راورسېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د هرات د عامې روغتیا ریاست وایي چې له ایران څخه د ۲۰ ټنه مرسته شوي اکسیجن جوپه د یکشنبې په ورځ دغه ولایت ته رسېدلې ده او پر هغو روغتیایي مرکزونو به چې د اکسیجن له کمښت سره مخ دي وویشل شي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې روغتونونه د اکسیجن له سخت کمښت سره مخ دي، د ایران مرسته شوی اکسیجن به په هرات ولایت کې ددغې ستونزې په هوارولو کې مرسته وکړي.

د هرات مرستیال والي نور احمد حیدري وایي، هره اونۍ به دوه موټره اکسیجن چې هر یو به یې ۲۰ ټنه وي، د ایران له مشهد نه د اسلام قلعه له لارې هرات ته راوړل شي، «په دې سره به هرات کې د اکسیجن د کمښت ستونزه په بشپړه توګه هواره شي او هڅه به وشي چې شاوخوا ولایتونو ته هم واستول شي.

که له یوې خوا ولایتونه د اکسیجن له کمښت سره مخ دي، تر څنګ یې د کرونا ناروغانو لپاره د بسترونه نه شتون هم یوه ستونزه ده چې د هواري هڅه یې کیږي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مشر عبد الحکیم تمنا د کرونا ناروغانو په ډيروالي سره په روغتونونو کې د بسترونو د ډيرولو خبر ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت منلې چې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډیروالي له امله د اکسیجن او بسترونو له کمښت سره مخامخ دي، او د یادو ستونزو هوارولو هڅې روانې دي.

له دې وړاندې د ازبکستان او پاکستان له لوري هم د کرونا ویروس په تړاو د اکسیجن او نورو روغتیایي تجهیزاتو مرستې شوې وې.

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې تېره ورځ ۴۶۲۹ مشکوکې پېښې معاینه شوي چې له کبله یې ۱۸۴۷کسان په کرونا اخته شوي او په همدې موده کې ۷۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې سره د ټولو مثتبو پېښو شمېر ۱۰۵ زره ۷۴۹ او د مړو شمېر ۴۲۹۳ ته رسېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x