
د رونالډو کوچني حرکت، د «کوکا کولا» ګازي څښاک شرکت ته څومره زیان رسولی؟
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د نړۍ نامتو فوټبالر کریستیانو رونالډو په کوچني حرکت سره د ګازي مشروباتو مشهور شرکت کوکا کولا ته یوازې په ۳۰ دقیقو کې ۴ ملیارده (۴ زره ملیونه) ډالره ارزښت زیان رسولی دی.
د اروپا UEFA فوټبال اتلوليو پرمهال د پرتګال او هنګري لوبډلو ترمنځ له سیالۍ وروسته د خبري کنفرانس پرمهال رونالډو د کوکا کولا دوه بوتلونه له مخې لرې کړل او پرځای یې د اوبو څښلو غوښتنه وکړه.
رونالډو خبري کنفرانس ته د کیناستلو پرمهال د کوکا کولا بوتلونه چې روغتیا ته زیان رسوي په مسخره ډول لرې کړل، او اوبه چې په وینا یې روغتیا ته ګټورې دې د څښلو اشاره وکړه.
د ۳۶ کلن رونالډو چې په ټولنیزو رسنیو شاوخوا ۵۰۰ میلیونه مینوال لري، دغې کوچنۍ کړنې کوکا کولا شرکت یوازې په ۳۰ دقیقو کې ۴ ملیارده امریکایي ډالره تاواني کړ، چې د بازار ارزښت یې له ۲۴۲ ملیاردو څخه ۲۳۸ ته راښکته شو.
ځینې رسنۍ د کوکا کولا شرکت له نږدې سرچینو وایي چې د رونالډو له پېښې وړاندې کوکا کولا خپل ارزښت له لاسه ورکړی و، چې د لوبغاړي د حرکت سره هیڅ تړاو نه لري، ددوی په وینا په ۹:۴۰ بجې د کوکا کولا شرکت ارزښت ۴ ملیارده ډالره ټيټ شوی و خو رونالډو دغه حرکت په ۹:۴۳ بجې وکړ.
(کوکا کولا شرکت ۴.۳ ملیارده ډالره ونډه لري، چې د جمعې په ورځ په ۱۱ جون (۹:۴۳) یې ونډه ۵۶.۱۶ او د بازار ارزښت یې ۲۴۲ ملیارده ډالره و، خو د دوشنبې په ورځ ۱۴ جون چې کله د کوکا کولا بازار پرانیستل شو ونډه یې ۱.۶ سلنه (۵۵.۲۶) ته راښکته شوې وه، او د بازار ارزښت یې د تېرې ورځې په پرتله ۴ ملیارده ډالره ټيټ و.)
بل لوري ته ځینې رسنۍ راپور ورکوي چې د رونالډو له حرکت وروسته دغه شرکت هره ورځ له زیان سره مخ کیږي، چې د بازار ارزښت یې ۶.۲ ملیاردو ته ټیټ شوی دی.
که له یوې مخې ځينې لوبغاړو د کوکا کولا نه څښلو اشاره کړې، بل لوري ته د روسیې قوټبال لوبډلې مشر روزونکي او ځینې لوبغاړو بالعکس کار کړی دی.
While Cristiano Ronaldo moved aside Coca-Cola bottles, others are embracing the brand at #Euro2020 news conferences https://t.co/9LGST6si15 pic.twitter.com/D1v8z5a8Jj
— Reuters (@Reuters) June 18, 2021
روغتیا پوهان وایي چې ګازي څښاک په ځانګړي ډول کوکا کولا څښل بل هیڅ ګټه نه کوي، بلکې بدن کې د زړه او شکر ناروغیو ترڅنګ د سرطان لامل کیږي.
له یادې پېښې په راتلونکې ورځ د فرانسې لوبډلې نامتو مسلمان لوبغاړي پاول پوګبا د خبري کنفرانس پرمهال د بیر بوتل له مخې لرې کړ، چې د رسنیو د راپور له مخې یاد شرکت ته یې ۱ ملیارد ډالره زیان اړولی دی.
د ګازي څښاکو سره د لوبغاړو له پامه غورځولو په تسلسل کې ایټالوي لوبغاړي لوکاټیلي هم د رونالډو پر پل وړاندې ولاړ، چې له غوره لوبې وروسته د خبري کنفرانس پرمهال یې د کوکا کولا شرکت بوتلونه له مخې لرې کړل.
دا چې کوکا کولا شرکت د اروپا UEFA فوټبال اتلولیو رسمي سپانسر دی، د رونالډو د پېښې په غبرګون کې د لوبغاړو شخصي عمل بللی دی.
خو د اروپا فوټبال اتلولي ادارې ویلي، که لوبغاړي د دغه سیالیو رسمي سپانسران دغه ډول له پامه غورځوي، دا به ستر سرخوګی شي چې دوی به پر لوبغاړو بندیزونه او جریمې لګولو ته اړ کړي.
د یادونې وړ ده چې د اروپا فوټبال اتلوليو سیالۍ د جون له ۱۱مې نېټې د ۲۴ هېوادونو ترمنځ په ۱۱ بېلا بېلو ښارونو کې پېل شوي، چې تر دې دمه یو شمېر لوبډلو دوهم پړاو ته لار موندلې ده.