نړۍ

امریکا: مالیزیایي الوتکه روس ویشتلې؛ کره ثبوتونه لاس کې لرو

نن ټکی آسیا (دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي چې په اوکراین کې د مالیزیا الوتکې په غورځېدنه کې روس ککړ دی او په دې اړه دوی ښه ډير ثبوتونه په لاس کې لري.

کیري په روس تاكيد وکړ چې د په اوکراین کې د روس پلوه یاغیانو کړنو مسئولیت دې پر غاړه واخلي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د مالیزیا MH17 بوئنګ ۷۷۷ ډوله الوتکه د هالنډ ایمسټرډيم ښار څخه د مالیزیا پلازمېنې کوالالمپور ته روانه وه چې د اوکراین په کراسني او دونیتسک په سیمه کې ولویدله او بشپړه ویجاړه شوه.

په الوتکه کې ټول ۲۹۸ مساپر او د الوتکې مامورین ووژل شول.

په روسانو تور دی چې دوی روس پلوه یاغیانو ته الوتکې ویشتونکي وسلې ورکړي او روس پلوه یاغیانو دغه وسلې د مالیزیا په الوتکه استعمال کړي.

جان کیري د یو امریکايي تلویزون سره په خبرو کې ویلي چې «هغه کره ثبوتونو چې دوی تر لاسه کړي، ترې مالومیږي چې روس الوتکې ویشتونکي وسلې روس پلوه یاغیانو ته ورکړي او هم یې ددغو وسلو د استعمال تربیت ورکړی».

د اوکراین په ختیځ کې مرستندویه ادارې وايي چې د مالیزیا هوايي شرکت سرویس الوتکې کې وژل شوي ۱۹۶ مړي يې موندلي دي، چې ۱۶۹ يې په یخچالونو کې ايښودل شوي او یوې نامالومې سیمې ته وړل شوي دي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزرات له روس پلوه یاغیانو غوښتي چې د اوکراین حکومت سره د خپل کړکېچ پر سر دې مړي نه استعمالوي.
داسې اندیښنې شته چې د مالیزیا هوايي شرکت سرویس مساپر وړونکې الوتکه په مزایل ویشتل شوې.

تر دې مهاله نړیوال څېړونکي د پېښې ځای ته نه دي پريښودل شوي.

لویدیځو هېوادونو له روسه غوښتي چې په اوکراین کې په یاغیانو فشار راوړي څو د الوتکې د غورځېدلو ځای ته څېړونکي او تفتیش کوونکي ولاړ شي.

د اروپايي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ یو کارکوونکي ویلي که چیرې روس په خپل دريځ کې بدلون را نه ولي، نو د سې شنبې په ورځ د اروپايي اتحاد د بهرنیو چارو مسئولینو په ناسته کې به په روس نوې بندیزونه ولګول شي.

اوکراین او روس پلوه یاغیان یو بل د دې الوتکې په ویشتنې تورن کړي.

د اوکراین حکومت په روس پلوه یاغیانو تور لګولی چې دوی د الوتکې د لویدنې په اړه ټول هغه ثبوتونه چې نړیوال جرم ګڼل کیږي لرې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زاهدزاده فراه رودی

زماپه اند داهرڅه دیوه منظم پلان لاندی ترسره کیږی مالیزیاچی په اسلامی نړۍ کی یوپرمختللۍ هیواد دی اولاهم دترقۍ خواته چټک ګامونه اخلي کفری نړۍ خصوصاامریکا داسلامی هیوادونو پرمختګ نشی زغملای چه څه موده وړاندی هم یوه مالیزیاالوتکه نادرکه شوه اوتراوسه یی کوم څرک ندی لګیدلی کیدای شی دمالیزیا پرصنعت اووړتیا وو دخلکو دشک لپاره داهڅی صورت نیسی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x