افغانستانسولې اړوند خبرونه

مطلق القحطاني: افغانستان باید د نیابتي جګړې ډګر ونه ګرځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د شخړو په حل کې د مینځګړیتوب لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي دکتور مطلق القحطاني ویلي چې افغانستان باید د نیابتي جګړو په ډګر بدل نشي.

نوموړي چې تیره ورځ یې د افغان سولې په اړه یوه ویډیويي کانفرانس ته وینا کوله، دغه خبرې وکړي.

دکتور مطلق القحطاني چې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو او اوس د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال هم د قطر هیواد نمایندګي کوي، د افغانستان د سولې پروسه کې مهم رول لوبوي.

نوموړي د شخړو او بشري څیړنو د مرکز او همداسي عربي مرکز واشنګټن ډي سي په ابتکار را بلل شوي غونډې ته وینا وکړه او بیا یې د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل، چې مهم ټکي يې په لاندي ډول دي:

1- د افغانستان په جګړه کې عسکري فتحه د هیڅ چا غوښتنه نه ده، فکر نه کوو چې کوم اړخ به وتوانیږي.

2- د دوحې تړون ته تر رسیدو مخکې د سولې په پروسه کې ډیر خنډونه او مشکلات را منځته شول.

3- د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د دوحې تړون پر اساس وو، دا پریکړه یو ناڅاپې نه وه.

4- د دوحې تړون کې راغلي چې هیڅ تروریستي تنظیم ته به اجازه نه ورکول کیږي چې د افغانستان ځمکه وکاروي.

5- داخلي اړخونو په پیل کې فکر کوی چې دوی به خپل اختلافونه په خپل منځي توګه حل کړي او د چا منځګړیتوب ته به اړتیا نه وي، خو مونږ داسی فکر نه کاوه.

6- د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د قطر منځګړیتوب د دواړو اړخونو په غوښتنه وو.

7- د جنوری وروسته بدلونونه چې په هغو کې د امریکا مشرتابه کې بدلون او په اپریل میاشت کې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پریکړه، په افغانستان کې د سولې پر پروسه باندي منفي اثرات لرل.

8- که افغاني اړخونه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته فرصت څخه ګته پورته نه کړي، نو بې اتفاقي او انتشار به را منځته شي او ددوی تر منځ به کشمکش په کورنۍ جګړه بدل شي.

9- د اوربند او تاوتریخوالي کمښت نور عملي بڼه نه لري، ځکه په افغانستان کې د قدرت خلا را منځته شوې او هر اړخ غواړي چې دغه خلا ډکه کړي، اړخونه جګړې او مذاکراتو ته پر یوه وخت اړتیا لري تر څو په مذاکراتو کې خپل موقف قوي کړي.

10- اوسنی عملي قدم به دا وي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره معین وخت او اجنډا معلومه سي.

11- تیره اونۍ مو پيشنهادونه ورکړي، چې په هغه کې پر اجنډا باندي اتفاق او وخت ورکول سوی چې مذاکرات باید د راتلونکي سپتمبر تر ۱۱مې نیټې پایته ورسیږي.

12- پر افغانستان باندي هیڅ څوک باید تنافس ونه کړي، بلکې باید په افغانستان کې د سولې لپاره متحد سو او یو د بل سره تعاون وکړ. او افغان ولس باید هیڅ چاته اجازه ورنه کړي چې ددوی په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او یا په راتلونکو سیاستونو کې.

13- د امریکایي ځواکونو وتل ټول اړخونه په یوه محرج موقف کې راوستل.

14- د کورنۍ سولې پروسه د افغانانو خپله پروسه ده، ځکه یې نو مشري او پرمخ وړل ددوی په غاړه وي.

15- ټولو افغانانو ته یو تاریخي مسؤولیت متوجې دی، تاریخ به پر دوی حکم کوي چې د فرصت څخه یې ګټه پورته کړه او کنه.

16- که چیري امریکايي ځواکونه ووځي او کورني اړخونه د سولې یوه تړون ته ونه رسیږي، نو مونږ به د یوه نامعلوم حالت سره مخ یو او د جګړې غځېدا ویره هم شته.

17- د افغانستان په شخړه کې ښکېل دواړه اړخونه سوله غواړي خو دا چې څرنګه سوله، په دې اړه لا پوښتنه مطرح ده.

18- که افغاني اړخونو تر منځ د سولې ریښتینې توافقنامه رامنځته نشي، هیوادونه به د افغانستان په بیا رغونه کې د ګډون په اړه زړه نا زړه وي.

19- د افغانستان په بیا رغونه کې د قطر هیواد د رول په اړه خبره تر وخت مخکې ده.

20- سوله ییز افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په شمول د ټولو په مصلحت دی.

21- مونږ په یوه سخته مرحله کې یو، ځکه نو هره ناسته باید ټول اړخونه په سوله ییز توګه د خپلو اختلافونو حل ته تشویق کړل شي.

22- افغانستان باید د نیابتي جګړو په ډګر ونه ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mohammed Asif

له خدماتو مو مننننننننننه

الحاج استاذ بیانزی

مطلق القحطانی له مصنوعی زړه سوی او د بیځایو اندیښنو مننه ، د اندیښنو د رفع د پاره ورسره لاندی نسخه او توصیی یادوم خدای وکړه څوک یی ورته په عربی یا انګریز ترجمه او په ګوته کړی : ۱ ــ د قطر هیواد له منځکړتوب او میزبان کیدلو مننه کوو مګر دغه منځکړیتوب او میزبان کیدل هم د قطر د زړه سوی او میلمه پالنی په خاطر نه دی ، که وی دا کار له اوله ولی نه وی چه امریکا او ناتو په ډیر وحشت افغانستان اشغال او زموږ اسلامی حکومت یی ونړاوو. دا زړه سوی هغه وخت… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x