
د یو عالم د ناروغې لور عجیبه کیسه
غلام عمر عبدالله
أبو بكر الوراق رحمه الله فرمایي:
“زما یوه ناروغه لور وه چي لس کاله یې په ناروغۍ کي تېر کړه. او ما دا غوښتل چي نوموړې وفات شي “همداسي وشوه څه وخت وروسته” وفات شوه.
په خوب کي مي ولیدل چي د قیامت ورځ وي او ماشومانو د خپلو پلرونو لاسونه نیولي وي او جنت ته یې بیایي.
ما مي خپل لور ته وویل: ما تر لاس ونیسه او جنت ته مي بوځه!
راته ویې ویل: نه! ځکه تا زما د مرګ هیله لرل.
[تاریخ بغداد -(212/6)].
له دې واقعې څخه دا څرګندېږي چي؛
– که په کور کي کوم ناروغ او معیوب ولرئ او خدمت یې تاسو ته درغاړي شوی وي، نو په ډېر اخلاص او محبت سره یې خدمت کوئ ځکه کېدای شي همدا ستاسو جنت ته د تلو سبب او ذریعه وي.
– ځیني مصیبتونه، تکلیفونه او سختۍ الهي ازمایښتونه وي له الله څخه پکی د مرستي، صبر، زغم او بریا دعاء وغواړئ.
الله فرمایي:
كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً ۖ وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ [سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 35].
ژباړه: هر ساكښ د مرګ د خوند څكونكى دى، او موږ په ښو او ناوړه حالاتو کښي په غورځولو سره په تاسي ټولو ازمېښت كوو. په پاى کښي همدا زموږ لوري ته ستاسي راګرځېدل دي.
غلام عمرعبدالله
ما پہ یو سایټ کی لو ستلی وو چی داسی کسان چی عصبی تکلیف لری نو دوی بہ د قیامت پہ ورز امتحان کیږی او د اللہ تعالی خوا نہ بہ امر وشی چی اور تہ ور ټوپ کړئ کہ یی ټوپ کړل نو جنت تہ بہ ننہ شی او کہ امر یی و نہ منلو نو دوزخ تہ ۔ خو زما زړہ یی ھیڅ نہ منی۔ ما ھم دا فکر وو چی دداسی کسانو بہ واسطہ بہ د ھغوی خدمت کونکی ھم زی۔ وللہ اعلم۔ کہ څوک کولی شی پہ د اړہ صحیح معلومات راکی
عایشه باید دمعتمدو ملایانو سره وګوری او سوال ځینی وکړی. هغه ملایان چه هم قران او هم حدیث ورته په یاد وی. دهر چا خبری مه منه. نن سبا نیمه مسلمان او په نامه مسلمان خو ملحد داسی خبری لیکی چه هغه اسلام بدنامه او غیرمعقول ښکاره کړی. هرڅوک چه له قیامته خبری کوی هغه باید یوازی دقران او صحیح احادیثو (دامام ابوحنیفه په شرایطو ولاړ) څخه اخیستل سوی وی. که داسی نوی نو بیا په هغه باور به ناجایز وی. کیدای سی اسرایلیات او نصرانیات وی. کیدای سی ملحدو او نورو اسلامدښمنه خلکو دمسلمانانو دګمراهی لپاره لیکلی وی. کیدای… نور لوستل »
مننہ ۔ ما سایټ او ھغہ پاڼہ وموندلہ مگر زہ نشم کولای چی تاسو سرہ یی لنک شریک کړم ۔ سایټ نوم islamqa دی
او دا (Testing in the Hereafter of those who lived in the interval between two Prophets
ولیکئ
اصل کی دا عنوان د ھغو کسانو پہ بارہ کی دئ چی د ھغو پہ زمانہ کی کوم پیغمبر نہ وو لیکن ددی عنوان لاندی د نورو تکالیف درلودونکو پہ اړہ ھم پورہ بیان شوی دئ د احادیث پہ رڼا کی
مننه سایت می پیدا کړ او مالومیدی چه وهابیانو لیکلی دی. ابن کثیر او ابن حجر بیل دی. خبره په ضعیفه احادیثو باندی ډیره ولاړه ده. یو ضعیف بل ضعیف نسی تقویه کولای. زه په ابن تیمیه او دهغه په شاګردانو ډیر باور نلرم. چا ته چه پیغام نوی رسیدلی نو تکلیف به څنګه راسی. څوک چه په صحیخ حدیث باند مکلف نوی بلل سوی نو بیا به هغه ولی ملامتیږی. زمونږ خبره داده چه خدای خبر دی. هغه چه معتمد احادیثو کی ویل سوی وی هغه باید ومنو او هغه په ضعیفو احادیثو باندی ثابت سوی وی هلته توقف… نور لوستل »
غلام سیب
اسلامی احکام په خوبو ندی ایښودل سوی. ستاسو طریقه ښه نده.
پورتنی شیخ ولی دوا نده باندی کړی. دا خو دحدیث خلاف کار یی کړی وو. دا شاید دهغه دنفسی ملامتی اظهار وی.
یو کس باید له خدایه وویریږی چه په لور یی ظلم نه وی کړی. پیشی ته خوراک او اوبه نورکول ګناه خو دلور تداوی نکول ګناه نده؟
پورتنی خبر دسبق وړ ندی بلکی دذم او ملامتی وړ دی.