نظــر

د طالبانو تازه فتوحات؛ دوو اندېښنو ته ځواب!

محمد آصف آزاد

د تېر کمکي اختر اوربند پای ته رسېدو وروسته طالبانو وکولای شول چې د هېواد له ګڼو سیمو د کابل ادارې د واک لمن ور ټوله کړي او تر خپل کنترول لاندې یې راولي. په ځانګړې توګه په دې وروستیو څو ورځو کې طالبانو په حیرانوونکي او خورا چټک پرمختګ سره چې په نیږدې تېرو شلو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی، د هېواد ګڼې ولسوالۍ ونیولې، چې یوازې تېره ورځ یې په څلیر ویشتو ساعتونو کې تر شلو پورې ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستې. چې د دغو ولسوالیو څخه ډېری یې د هېواد شمالي سیمو څخه دي. د طالبانو له دغو پرمختګونو سره دوه هغه اندېښنې چې په رسنیو او سیاسي بحثونو کې به تر ننه پورې ور څخه ډېر ځله یادونه کېدله؛ عملاً ځواب شوې. دا اندېښنې، د هېواد په شمال کې د پخوانیو ټوپکسالارانو او جګړه مارانو لخوا د حکومت د سقوط وروسته د طالبانو پر وړاندې د قومي جګړې د پیلولو اندېښنه وه او همدارنګه د طالبانو د بري سره په هېواد کې د هغو کسانو څخه د غچ اخیستنې د نوې جګړې اندېښنه، چې له بهرنیو یرغلګرو سره یې همکاري کړې او د طالبانو پر خلاف یې جګړه کې برخه اخیستې وه؛ دویمه یادېدونکې اندېښنه وه.

د طالبانو تازه فتوحاتو او لاسته راوړنو سره همهاله، د دوی مناسب چلند عملاً دا دواړه اندېښنې له منځه یووړې.
هغه داسې چې:

په سیاسي بحثونو کې به د طالبانو د راتګ سره سم دا اندېښنه ورسره غوټه کېدله چې، که طالبان راشي نو د هېواد شمالي سیمو کې شته پخواني ټوپکسالاران به یو ځل بیا په مختلفو نومونو ځینې وګړي په وسلو سمبال کړي او د طالبانو پر خلاف به یې جګړې ته را وړاندې کړي، چې خدای مکړه په دې سره به هېواد یو ځل بیا د نوې جګړې او ناورین کوربه وي.

خو اوس طالبانو په خپلو تازه پرمختګونو سره، چې ډېری یې د هېواد په شمال جوزجان، تخار، فاریاب، کندز او ګڼو نورو سیمو کې دي، وښودله چې دا ځل دا اندېښنې بېځایه دي او طالبان د هېواد په څلور واړه طرفونو کې پراخ نفوذ، محبوبیت او ژورې ریښې لري. د هېواد په شمالي سیمو کې طالبان تر بل هر وخت د پراخ نفوذ څخه برخمن دي او د همدې سیمو د سیمه ییزو مجاهدینو پر مټ یې ګڼې سیمې تر خپل واک لاندې راوستلي. آن ویل کیږي چې په دغو تازه فتوحاتو کې داسې سیمې هم شته چې د تېر امارت پر مهال تر وروستیو پورې طالبانو تر واک لاندې را نغلې او د امریکا تر یرغله د فسادیانو تر واک لاندې وې، چې دا دی اوس دغه سیمې د لومړي ځل لپاره تېره ورځ طالبانو تر خپل واک لاندې راوستې. په دې شلو کلونو کې د دغو سیمو د ټوپکیانو او جنګسالارانو اصلیت د دغو سیمو وګړو ته ښه څرګند شو، اوس د هیڅ سیمې وګړي د یو څو جنګسالارانو او ټوپکمارانو په توطیو او غولونو نه غولیږي. طالبانو په خپلې اسلامي او ملي مفکورې او تګلارې سره په هېواد کې د قومي تعصب، تجزیې او وېشنې مخه په ښه ډول سره نیولې، د هېواد ټولې برخې یې د وحدت او یووالي په قوي او مظبوطې رسۍ سره وصل کړي او د ټولو سیمو د وګړو ترمنځ یې د فکر او عقیدې پر اساس نه شلېدونکې د اخوت او ورورولۍ نه شلېدونکې اړیکې ټینګې کړي. نو بناءً ویلی شو چې پورته یاده شوې اندېښنه بېځایه ده، ان شاءالله

دویم دا چې، ځینو کسانو دا وېره او اندېښنه لرله چې که طالبان پر هېواد کنترول ترلاسه کوي، نو د هغو کسانو چې د بهرنیو یرغلګرو سره یې همکاري کړې او د طالبانو پر خلاف یې جګړه کې برخه اخیستې، له هغوی څخه به د انتقام لړۍ پیلیږي او خدای مکړه چې هېواد به د یوه بل ناورین کوربه کیږي. خو د طالبانو وروستیو فتوحاتو عملاً دا اندېښنه ځواب او له منځه یووړه. طالبانو وښودله چې دوی هیڅکله هم د انتقام او غچ اخیستنې فکر او اراده نلري.

د جهاد او قتال پر وخت هم، او د عفوې او بښنې په ځای کې به هم، دوی د خپل محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم په تګلاره عمل کوي. لکه څرنګه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مکې د مبینې فتحې پر مهال قریشو ته وویل: “اذهبوا فأنتم الطلقاء” ځئ، تاسې آزاد یاست. همدا ډول به طالبان هم له جګړې لاس اخیستونکو ته ووایي چې: ځئ، تاسې آزاد یاست! لکه څرنګه چې یې عملاً همداسې کردار وښوده. د هېواد په ګڼو سیمو کې په سلګونو عسکر د طالبانو منګولو ته ولوېدل، خو نه یوازې دا چې له طالبانو سره د انتقام اخیستنې فکر نه و؛ بلکې له عسکرو سره یې برخورد خورا صمیمانه او له مهربانۍ ډک و، چې د ځینو ویډیویي ساحنو یې آن د لیدونکو احساسات او عواطف را پارول او د خوښۍ او هیله مندۍ اوښکې ورته له سترګو څڅېدې.

ذبیح الله مجاهد صاحب په یوه غږیز او لیکلي پیغام کې عسکرو ته وویل: “‏هغه عسکر او پولیس چې وسلې پرځمکه ږدي او له خپلو مجاهدینو وروڼو سره یوځای کیږي؛ زموږ برخورد ورسره بشپړ انساني، عاطفي او له مهربانۍ څخه ډک دی.
د کابل ادارې عسکر باید پخپلو مجاهدینو وروڼو ډاډ ولري او پوره اعتماد پرې وکړي؛ موږ ته ستاسو او ستاسو د کورنیو ارزښت ډير لوړ دی. او له مجاهدینو لخوا به دوی ته هیڅ زیان نه رسیږي. د تسلیمۍ په صورت کې او د دوی د وسلې د کېښودلو او جنګ څخه د لاس اخیستلو په صورت کې؛ دوی زمونږ وروڼه دي. او زمونږ برخورد به ډېر ورسره له مهربانۍ او لطف نه ډک وي. ان شاءالله”

په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره لاس په لاس کیږي، یو طالب مجاهد تسلیمېدونکو عسکرو ته په خورا صمیمانه لهجه وایي: “راځئ! بېغمه راځئ! اطمنان ده. راځئ جانانه، خپل کور ته راځئ!”

همدا ډول په یوه بله ویډیو کې چې ښکاري په فاریاب ولایت کې تسلیمېدونکو عسکرو ته یو طالب مجاهد په دې الفاظو اطمنان او ډاډ ورکوي: “خوش آمدي، خوش آمدي، هیچ مشکل نیست. بس که آمدی؛ برادر ماستی، به شما هیچ کس مزاحمت نمیکنه، هیچ کس به شما تکلیف نمیته.”

شریعت ته د طالبانو کلکه پابندي، د بېځایه غچ اخیستنې اندېښنې بلکل له منځه وړي. همدا نن امیرالمؤمنین شیخ صاحب هبة الله اخوندزاده حفظه الله مجاهدینو ته په یوه خپره کړي پیغام کې ويلي: “چي کوم څوک درته تسلیم شي له هغوی سره ښه چلند کوئ؛ چي ظلم درڅخه و نه شي.” دا کومه یوازې همدا کوچنۍ جمله نه ده چې وویل شوه او بس. د دې امریه جملې اورېدونکو مجاهدینو یې په ځواب کې وویل چې “سمعنا واطعنا” وا مو ورېده او ومو مانه. ځکه دلته اړیکې د شریعت پر بنیاد ټینګې شوې او مظبوطې دي. هیڅ مجاهد ترې سر نشي غړولی. هر مجاهد چې له تسلیم شوي عسکر سره مخ کیږي، همدا امر ورته متوجه کیږي او پرې واجب ده چې د خپل شرعي امیر امر سره سم له تسلیمېدونکو عسکرو سره ښه چلند وکړي. دلته لښکر یو دی، سر لښکر یو دی، قانون شریعت دی او امر ته د کلکې ژمنتیا او اطاعت مفکوره ژوندی ده الحمدلله، نو ولې وېره او اندېښنه؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

محمد آصف آزاد صاحب کور دې ودان ډیره ښکلې شننه دې کړي په معقولو او قناعت بښونکو دلایلو سره

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x